لنډیز
څپه هغه فونولوژیکي توک دی چې د کلیمې په رغښت کې د ملا تیر هومره ارزښت لري. یوه پوره او معیاري څپه د پيلیزې، زړي او پاییزې لرونکې ده، خو په ورته مهال کې له څپې څخه د پیليزې یا پاییزې برخه لوېدلی هم شي. هېڅ څپه زړي او خپلواک غږ پرته نشي رغېدلی. د څپې په جوړښت کې خپلواک یا واول هومره ارزښت لري، څومره چې څپه یې د کلیمې په جوړښت کې لري. همدا خپلواکونه دي چې په څپیز وېش او ډولونو کې یې بنسټیز نقش لوبوي. وییونه د یولړ ټاکلو څپیزو اساساتو له مخې پر څپو وېشل کېږي، چې د ژبو ترمنځ ښايي یو له بله توپیر سره ولري.
غټ ټکي
څپه پېژندنه، د څپې جوړښت، د څپې رغوونکې برخې، د څپې وېش او ډولونه، د څپې اساسات
سریزه
په غږیزه، انځوریزه یا اشاري توګه د نظر، فکر او پوهې لېږدوونکې وسیله ژبه ده. ژبپوهنه هغه پوهه ده چې د ژبې غږیز، وییز، نحوي او مانیز سیستمونه په علمي توګه څېړي. د ژبپوهنې د علم او ژبپوهانو د نظریاتو له مخې ژبپوهنه د ګڼو عمومي او فرعي څانګو لرونکې ده. ژبپوهنه له نورو علومو او نور علوم له ژبپوهنې سره نږدې او نه شلېدونکې اړیکې لري. دلته یې موږ له نورو علومو سره له اړیکو تېرېږو، یوازې ژبنیو اړیکو ته یې تمېږو. د یوې ژبې ګرامر په ټوله کې د یادې ژبې له غږیزو، وییزو، غونډلیزو او مانیزو سیستمونو څخه رغېدلی دی او دغه سیستمونه هم په ترتیب سره یو د بل بشپړوونکي او سره نږدې اړیکې لري. ستاسې د سترګو پروړاندې او لاسونو کې نیولې لیکنه کې د وییونو او بېلګو فونټیکه بڼه د نړېوالې فونټیکې الفبا )International Phonetic Alphabets( پربنسټ لیکل شوې، ترڅو کلیمې سمې تلفظ او ټاکلې ماناوې ځني واخیستل شي.
پورتني سرلیک ځني له ورایه بریښي چې دغه لیکنه د ژبپوهنې په غږیز سیستم پورې تړاو لري؛ نو په دې کوچنۍ لیکنه کې به لوستونکي په پښتو وییز او فونولوژیکي سیستم کې د څپې له جوړښت، رغوونکو برخو، د یو څپیزو کلیمو له جوړښتونو اود څپې له ډولونو سره په بشپړه او هر اړخیزه توګه بدلتیا ومومي. کښل شوې کرښې د پښتو ژبې مینه والو او لوستونکو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره ډېره مرستندویه ده چې له ژبپوهنې سره لېوالتیا لري. په لیکنه کې له کتابتوني، څېړنیز او تشریحي مېتودولوژۍ څخه کار اخیستل شوی او هره کوچنۍ برخه د امکان ترحده سپړل شوې ده.

د څپې پېژندنه:
څپه په غږپوهنه کې د ملا تیر یا د زړه هومره ارزښت لري او هغه مهم توک دی چې پر مټ د فونولوژۍ ټول رغوونکی سیستم اوډول کېږي، نو له همدې کبله یې فونولوژیکي پدیده بولي. څپه په یوازې ځان ګرامري یا مانیز واحد نه ګڼل کېږي، خو کله چې له یوې څپې سره چې ښايي له یوه مورفیمه رغېدلې وي، یو غږ )خپلواک یا بېواک( ور زیات کړو نو په مانا لرونکو کلیمو او مورفیمونو کې مانیز توپیرونه رامنځته کوي. لکه (خان) یوه کلیمه ده چې له یوې څپې رغېدلې، خو که یو خپلواک غږ یا مورفیم پرې ورزیات کړو (خاني) نو یو څپیزه کلیمه به دوه څپیزه او هم به یې په مانا کې بدلون راشي. (Katamba، ۱۹۸۹: ۱۵۳)
د څپې له پېژندنې څخه په کلیمو، شعرونو او وینا کې یې شمېرنه اسانه او د هر چا د وس کار دی. هر لوستی او نالوستی په راحتۍ سره کولی شي د خپلو وییونو یا د نورو کلیمو څپیزه شمېرنه وکړي، خو د فونولوژۍ له مخې بیا څپه په فونولوژیکي اصولو، قوانینو او په کلیمو کې رامنځته کېدونکي بدلون (زیاتونې او کمونې) کې رغنده او بنسټیز رول لوبوي. څپه په ټوني ژبو کې د کلیمو په مانیزه اوښتنه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده، یاني په ټوني ژبو (Tonal Language) کې که په دوه داسې کلیمو کې چې په یوه بڼه لیکلې او ادا کېږي، نو مانیز توپیر یې د څپې خجنوالی او نه خجنوالی څرګندوي. یاني که په دې ډول کلیمو کې لومړۍ څپه خجنه راشي نو یوه مانا ورکوي او که خج په دویمه کلیمه واقع شي نو د کلیمې مانا بیا په بشپړه توګه بدلون کوي. (Hayes،۲۰۰۹: ۲۵۰مخ)
د پښتو څپه د فارسي او عربي له هجا او انګلېسي له (Syllable) سره مترادفه کلیمه ده. څپه په غږپوهنه یا فونولوژۍ کې یو خورا مهم عنصر ګڼل کېږي. څپه او څپه ییز جوړښت او وېش د هرې ژبې د غږیزې شننې لپاره یوه مهمه پدیده ده. خپلواک یا واول غږونه د څپې په جوړښت کې د زړه حیثیت لري. څرنګه چې هېڅ کلیمه له څپې یا څپو پرته نه شي رغېدلی، دغه شان هېڅ څپه د خپلواک غږ له شتون پرته نه شي رامنځته کېدی. څپه د هجا یا سېلاب په مانا ده او هغه ژبنی واحد دی چې یا یو خپلواک وي او یا له یو خپلواک او څو بېواکونو څخه جوړه وي او په یو ځايي ډول له خولې څخه راوځي. خپلواک آواز د څپې په جوړښت کې اساسي رول لري، په دې مانا چې له خپلواک آواز پرته څپه نه تشکیلېږي. ( خوېشکی:۲۱ مخ)
یو، دوه ، درې یا تردې زیات پرله پسې غږونه چې یو یې پکې حتماً باید خپلواک وي او په یو ځل خولې خلاصولو سره تولید شي یوه څپه بلل کېږي. په بل عبارت هغه یو یا څو خپلواک، بېواک او نیمواک غږونه چې په یو ځل خولې خلاصولو سره په یوه ساه تولیدېږي یوه څپه جوړوي. څپه هغه ژبنی یوون دی چې یو خپلواک وي او یا له یوه خپلواک او یوه یا څو بېواکونو څخه جوړ وي او په یو ځايي ډول له خولې راوځي. یا څپه یوساده یا مرکب غږیز واحد دی چې له یوه یا څو زنځیري او یو یا څو نازنځیري واحدونو څخه رغېدلې وي. هر څومره بېواک آوازونه چې سره یوځای شي او خپلواک آواز ورسره د زړي په توګه ملګری نه شي، څپه جوړولی نه شي او نه هم ویل او تلفظ کېدی شي. په ژبني جوړښت کې هره څپه ماناداره نه وي، په دې مانا که یو څو څپیز ويي په څپو ووېشو، نو هره څپه به یې په جلا جلا توګه کومه مانا ونه لري؛ خو که یو ويي چې له څو فونیمونو او یوې څپې څخه رغېدلی وي بیا خپلواکه او ټاکلې مانا لري. لکه د کور/kor/ کلیمه چې له درې فونیمونو او یوې څپې څخه جوړه شوې خپلواکه مانا لري. (زیار:۳۱-۳۲ مخونه)
څپه په کلام او کلیمه کې د موقعیت له مخې راز راز بڼې غوره کوي. ښايي د کلیمې په پیل کې څپه یوه بڼه ولري، د کلیمې په منځ کې بله او په پای کې بیخي بله بڼه غوره کوي چې وروسته به په مثالونو کې راوړل شي. دا هرڅه په کلیمه کې د غږونو په ترتیب او یو په بل پسې راتګ پورې تړاو مومي. په کلیمه او څپه کې د غږونو ادلون بدلون، زیاتوالی او کموالی هم د څپې په جوړښت او د کلیمې پر مانا نېغ په نېغه اغېزه کوي او د کلیمې په وییزه بڼه کې هم توپيرونه زېږوي. د څپیز وېش پر مهال که یو څپیز ويي، غږیز او مورفولوژيکي بدلون ومومي نو د څپو شمېر هم ورسره زیاتوالی مومي او په جوړښت کې یې بدلون رامنځته کېږي.

د پښتو څپې عمومي جوړښت
په ټوله کې پر څپو د وییونو وېش په نړۍ واله کچه یا د فونیټیکې الفبا له مخې په ټکو یا نقطو سره یوه څپه له بلې جلا کېږي. په دې مانا که یوه کلیمه چې له څو څپو رغېدلې وي او په څپو یې وېشل غواړو، نو یوه څپه له بلې څخه د ټکي ».« په واسطه جلا کېږي. یا په څپو باندې د کلیمو د وېش لپاره تر ټولو غوره لار ښاخیز جوړښت (Branching structure) هم خپل ځانګړی ارزښت لري او حاضردمه د زیاتو غږپوهانو د پاملرنې وړ وېش هم همدا څانګیز او ښاخیز وېش دی. په دې ډول وېش کې د څپې هره برخه ( پیلیزه، زړی او پاییزه) جلا جلا د ښاخیز جوړښت په یو ټاکلي ښاخ پورې تړښت مومي. په عمومي توګه څپه په لاتیني سمبول سېګما ( σ ) سره ښودل کېږي. (Hayes،۲۰۰۹: ۲۵۰مخ)

σ

(پیلیزه)Onset (همغږې برخه یا قافیه) Rime

(زړی) Nucleus (پاییزه) Coda
انځور۵: د څپې عمومي جوړښت

انځور۶: د څپیز وېش ښکارندويي کوي.
که پورتنی انځور وځیرو، نو له ورایه ځني ښکاري چې د (پوهنتون) کلیمه درې څپې ده. یاني لومړنۍ څپه یې په پیلییزه کې له یوه بېواک (p) او زړي کې یو خپلواک (o)څخه، دویمه څپه بیا په پیلیزه کې له یو بېواک (h)، زړي کې یو خپلواک (a) او پاییزه کې یو بېواک (n) او همدارنګه درېیمه څپه بیا په پیلیزه کې له بېواک (t)، زړي کې یې خپلواک (u) او په پاییزه کې یې د (n) بېواک غږ راغلي دي. د نړۍ د نورو ژبو په شان پښتو څپه هم بېلابېلو وییونو ته په کتو راز راز بڼې خپلوي خو که په ټوله کې ورته پاملرنه وکړو نو پښتو یو څپیز جوړښت له:( V, VC, VCC,CVV, CV, CVC, CVCC, CCV, CCVC, CCVCC, CCCV,CCCVV, CCCVC, CCCVCC )
یا (خپلواک، خپلواک + بېواک، خپلواک + بېواک + بېواک، بېواک + خپلواک + خپلواک، بېواک + خپلواک، بېواک + خپلواک + بېواک، بېواک + خپلواک + بېواک+ بېواک، بېواک+ بېواک+ خپلواک ، بېواک+ بېواک+ خپلواک + بېواک، بېواک+ بېواک+ خپلواک + بېواک+ بېواک، بېواک+ بېواک+ بېواک+ خپلواک، بېواک+ بېواک+ بېواک+ خپلواک + خپلواک، بېواک+ بېواک+ بېواک+ خپلواک + بېواک او له بېواک+ بېواک+ بېواک+ خپلواک + بېواک + بېواک) بڼو څخه تېری نه کوي. په پورتني څپیز جوړښت کې (C) د بېواک یا کانسوننټ غږ لپاره او (V) د خپلواک یا واول غږ لپاره د لنډون په بڼه کارېدلي دي. په ټوله کې د پښتو یو څپیز جوړښت لنډيز په لاندې شکل کې په روښانه توګه انځورولی شو:

انځور: د پښتو څپیز جوړښت ښکارندويي کوي.
فونټیکي بڼه بېلګه څپیز سمبول ګڼه فونټیکي بڼه بېلګه څپیز سمبول ګڼه
dre درې CCV ۸ Ā آ V ۱
prot پروت CCVC ۹ Ār آر VC ۲
drund دروند CCVCC ۱۰ Arg ارګ VCC ۳
xwri خوري CCCV ۱۱ pai پای CVV ۴
xwrəi خورئ CCCVV ۱۲ ʃə ښه CV ۵
sxwāɽ سخواړ CCCVC ۱۳ tor تور CVC ۶
ʃxwand شخوند CCCVCC ۱۴ pand پند CVCC ۷

جدول. د پښتو څپیز جوړښت بېلګې
پورتنی انځور ددې ښکارندويي کوي د یوې بشپړې څپې په جوړښت کې چې له پیلیزې، زړي او پاییزې څخه رغېدلې وي، نو شونې ده پیلیزه یې لږ تر لږه صفر او یا هم له یوه بېواک غږ څخه تر دریو بېواک غږونو پورې په خپل جوړښت کې ومني. د څپې زړی چې په څپه کې رغنده او بنسټیز رول لوبوي ښايي د یوه خپلواک غږ یا غبرګغږ او دفتانګ په بڼه راشي. د څپې پاییزه چې بله رغوونکې برخه ده، کیدی شي تشه (صفر) یا هم یو یا زیات نه زیات دوه بیواکونه په خپل جوړښت کې راولي. یا په بل عبارت پښتو څپه په خپل جوړښت کې د پیلیزې په برخه کې تر دریو بېواکونو(کانسونېنټونه)پورې منلی شي او تر هغې زیات نه شي منلی، خو د پاییزې په برخه کې بیا د بېواکونو شمېر تر دوو نه اوړي. د څپې په جوړښت کې له پیلیزې یا پاییزې یو یا دواړه غورځېدی هم شي؛ خو د څپې زړی د څپې په رغښت کې بنسټیز توک دی چې له هغې پرته څپه نه شي رغېدلی. د پښتو څپیز جوړښت کې د پیلیزې لومړني دوه بېواکونه هر بېواک آواز راتلی شي، خو درېم بېواک آواز یې باید تقریبي غږ (Approximant) یا نیمواک (w) وي. خو کله چې په پیلیزه کې دوه بېواکونه راغلي وي او لومړنی بېواک یې تم یا انسدادي آواز وي نو دویمی غږ به یې اړخیز، پزیز، احتکاکي، نیمواک او غبرګغږ وي. د څپیز جوړښت پاییزه برخه که چېرته په دوه بېواکونو پای شوې وي نو ډېری وروستی بیواک غږ یې تم یا انسدادي په برکې نیسي، خو ځیني وختونه پزیز او احتکاکي آوازونه هم راتلی شي. (Katamba، ۱۹۸۹: ۱۵۴)

پښتو یو څپیزې کلیمې
له غږیز پلوه په ژبنیو وییونو کې څپیز شمېر یو له بله توپیر لري. د هرې ژبې وییز او څپیز جوړښت هغه ځانګړنه ده چې له کبله یې ژبې سره بېلات مومي. په ژبه کې د بېواکوږیو (کلسټرونو) جوړښتي ځانګړنې هغه څه دي چې د یوې ژبې څپیز جوړښت له بلې ژبې بېلوي، په دې مانا شونې ده یو څپیز جوړښت په یوه ژبه کې موجود خو په بله ژبه کې بیا د بېواکونو د پرله پسې راتګ له کبله په بله ژبه کې ناشونی وي. په هره ژبه کې د یو څپیزو ويیونو جوړښت د یادې ژبې د نورو څپو بنسټ تشکیلوي. په دې مانا چې د همدې لومړنۍ څپې پر جوړښت باندې نور خپلواکونه او بېواکونه ورزیاتېږي او د څپو شمېر یې غځېږي او زیاتوالی مومي. په ټولیزه توګه په پښتو ژبه کې یو څپیزې کلیمې د غږیزې پیینې او تړون له مخې په لاندې بڼو رغښت مومي:
- یوازې له یو خپلواک څخه رغېدلې څپه چې په پیلیزه (Onset) او پاییزه (Coda) کې بېواکونه ورپورې تړلي نه وي او یوازې له زړي یا واول (Nucleus) څخه جوړه وي. لکه: آ/ ā / ، اې /e/ ، او /o/ (V) دې ډول څپو ته په فونولوژۍ کې بې پیلیزې څپې (Onset less Syllable) ویل کېږي ځکه چې د پيلیزې برخه یا بېواکونه ، نه لري او نېغ په نېغه په خپلواک باندې پیل شوي چې د څپې د زړي حیثیت لري.
- په پیلیزه کې له یو خپلواک آواز او په پاییزه کې یو بېواک غږ څخه رغېدلې څپه
لکه: آر / ār /، اور /or/، آن/ /ān (VC)
- په زړي کې له یو خپلواک آواز او په پاییزه کې دوه پرله پسې بېواکونو څخه رغېدلې څپه
لکه: ارګ/arg /، ارت /art/ (VCC)
- په پیلیزه کې له یو بېواک آواز او په زړي کې له دوه پرله پسې خپلواکو غږونو څخه رغېدلې څپه
لکه: پای /pāi/ ، ځای /dzāi/ ، چای /ʧāi/(CVV)
- په پیلیزه کې له یو بېواک آواز او په زړي کې یو خپلواک غږ څخه رغېدلې څپه
لکه: ته/tə /، زه /zə/، ښه/ʂa/، که/kə/، په/pə/ (CV)
- په پیلیزه کې له یو بېواک آواز، په زړي کې یو خپلواک غږ او پاییزه کې یو بېواک غږ څخه رغېدلې څپه
لکه: تور/tor /، پور /por/، کور/kor/ (CVC)
- په پیلیزه کې یو بېواک آواز ، زړي کې یو خپلواک غږ او پاییزه کې دوه پرله پسې بېواکونو څخه رغېدلې څپه.
لکه: پنډ/panɖ، ډنډ /ɖanɖ/ ، وخت /waxt/ (CVCC)
- په پیلیزه کې له دوه پرله پسې بېواکونو او زړي کې له یو خپلواک غږ څخه رغېدلې څپه
لکه: پرې/pre ، ترې /tre/ ، وړې /wɽe/ (CCV)
- په پیلیزه کې له دوه پرله پسې بېواکونو، په زړي کې یو خپلواک او په پاییزه کې یو بېواک څخه رغېدلې څپه
لکه: برېت/bret ، پروت /prot/، درېم /drem/ (CCVC)
- په پیلیزه کې له دوه پرله پسې بېواکونو، په زړه کې یوخپلواک او پاییزه کې دوه پرله پسې بېواکونو څخه رغېدلې څپه
لکه: دروند/drund/، ګوند /gwənd/ ، کونډ/kwənɖ/ (CCVCC)
- په پیلیزه کې له درې پرله پسې بېواکونو او زړي کې له یو خپلواک څخه رغېدلې څپه
لکه: خوري//xwri ، خورې/xwre/، خورو/xwru/ (CCCV)
- په پیلیزه کې له درې پرله پسې بېواکونو او په زړي کې دوه پرله پسې خپلواکو آوازونو څخه رغېدلې څپه
لکه: خورئ /xwrəi/ (CCCVV)
- په پیلیزه کې له درې پرله پسې بېواکونو، زړي کې له یو خپلواک او پاییزه کې یو بېواک آواز څخه رغېدلې څپه
لکه: سخواړ/sxwāɽ (CCCVC)
- په پیلیزه کې له درې پرله پسې بېواکونو، زړي کې یو خپلواک او پاییزه کې دوه پرله پسې بېواکونو څخه رغېدلې څپه
لکه: شخوند/ʃxwand (CCCVCC)
که پورتنیو یو څپیزو کلیمو ته متوجې شو نو یو څه ترې په ډاګه څرګندېږي؛ هغه دا چې پښتو وییونه په عمومي توګه د څپې په پیلیزه (Onset) برخه کې تر دریو پورې بېواکونه مني او تردې زیات نه شي راتلی، خو له زړي (Nucleus) وروسته د څپې پاییزه(Coda) برخه بیا یوازې دوه بېواکونه مني او تردې زیات پکې نه شي راتلی.

انځور: له پیلیزې څخه د زړي په لور د غږیزې لوړتیا ښکارندويي کوي.
په پښتو څپیز جوړښت کې غږ او آواز له پیلیزې د زړي په لور لوړوالی مومي او بېرته د پاییزې په لور ټیټوالی مومي چې دغې غږیزې لوړېدا ته د فونولوژۍ په اصطلاح کې )Maximum Sonority( وايي. لکه: غار/ɣār/، ځای /dzāi/، تیر /tir/، کار /kār/....
که پورتنۍ کلیمې په ځېرنې سره ادا، تکرار او وکتل شي، نو له ورایه ځني برېښي چې غږ په پیلیزه کې په عادي او نورماله بڼه پیل او د زړي په پلور لوړوالی مومي او په پاییزې بېرته ټیټوالی مومي.
د څپیز وېش عمومي اصول
د ګړپوهنې له مخې د یوې ژبې وییز جوړښتونه له بلې څخه توپیر او د ژبني ډول له مخې یې د کلیمو اداینه هم د څپیز وېش له برکته یو له بله توپیر کوي. د دویمې ژبې په ویونکي باندې د یوې نابلدې ژبې کلیمو ادا کول حتماً د اداینې او څپیز وېش په برخه کې له تېروتنو خالي نه وي. نو له دې څخه ډاګیزېږي چې هره ژبه د څپیز وېش لپاره خپل ځانګړي او جلا اصول لري. خو بیا هم دلته په لنډه توګه هغو اصولو ته تمېږو چې د ټولیزو ژبو ترمنځ د پلي کېدو وړ دي. (Hayes، ۲۰۰۹: ۲۵۲-۲۵۴ م)
۱. په یوه کلیمه کې د څپو شمېر په نوموړې کلیمه کې د خپلواکو غږونو په شمېر پورې اړه لري.
لکه: د کتاب (Kitāb) کلیمه دوې څپې ده، ځکه چې د کلیمې په جوړښت کې یې دوه خپلواک آوازونه ( i اوā)ونډوال دي.
۲. هر هغه دوه غږونه چې د یو آواز په بڼه تولیدېږي او د یوه آواز ښکارندويي کوي په څپیز وېش کې هم سره یوځای راځي. لکه: ج /ʤ/، ځ/ʣ/، څ/ʦ/، چ/ʧ/ په جوار/ʤwār/، ځوان/ʣwān/، څلور/ʦa.lor/، چمن/ʧə.man/ کلیمو کې.
۳. په یوه کلیمه کې د (ر او ړ /r,ɽ) غږونه د څپیز وېش پر مهال له هر راتلونکي خپلواک غږ سره یوځای راځي.
لکه: خواري / xwā.ri/، خاورې / xāw.re/ ،غوړي / ɣwa.ɽi/، غواړي /ɣwā.ɽi/
۴. د څپیز وېش پر مهال مرکبه کلیمه د رغوونکو کلیمو ترمنځ چې یاده کلیمه یې رغولې په څپو وېشل کېږي یا لومړی هره کلیمه جلا او بیا ټوله کلیمه په څپو وېشل کېږي.
لکه: بابر بڼ /bā.bər.baɳ/، حضوري چمن /hu.zu.ri.ʧə.man/
۵. که د څپيز وېش پر مهال ددوو خپلواکو آوازونو ترمنځ پرله پسې دوه بېواکونه راشي، نو څپیز وېش یې په دوه ډوله ترسره کېږي. یاني په لومړي ډول وېش کې دواړه بېواکونه په یوه څپه کې راځي او په دویم ډول وېش کې یو بېواک په یوه څپه کې او دویم بېواک په دویمه څپه کې راځي. لکه: خاوره/ xā.wra یا xāw.ra/، واوره /wāw.ra یا wā.wra/، راوړه /rāw.ɽa یا rā.wɽa/
۶. یوه څپیزه کلیمه هېڅکله په څپو باندې د وېش وړ نه ده. لکه: کان /kān/ ، لوېشت /lweʃt/، شخوند /ʃxwand/
۷. که د څپیز وېش پر مهال کلیمه له مختاړي او اصلي ريښې څخه رغېدلې وي، نو د کلیمې ريښه جلا او مورفیمونه یې سره جلا په څپو وېشل کېږي. لکه: ناروغتیا /nā.roɣ.tyā/، لیکوالان/lik.wālān/، پوهنتونونه/po.han.tu.nu.na/، بې فکره /be.fek.ra/، مه کوه/mə.ka.wa/
۸. که د څپیز وېش پر مهال کلیمه له وروستاړي او اصلي ریښې څخه رغېدلې وي نو څپیز وېش یې د ریښې او وروستاړي ترمنځ ترسره کېږي. لکه: لیکوالي/lik.wāli/، ناروغتیا/nā.roɣ.tyā/ لیکوالان/lik.wālān/، پوهنتونونه/po.han.tu.nu.na/، بې فکره /be.fek.ra/، مه کوه/mə.ka.wa/
۹. که د څپیز وېش پر مهال یو بېواک آواز د دوو خپلواکونو ترمنځ راشي، معمولاً بېواک غږ د دویمې څپې له خپلواک سره یوځای راځي. لکه: انار/a.nār/، ایمان/i.mān/، اورونه /o.ru.na/
۱۰. که د څپیز وېش پر مهال یو خپلواک آواز په یوازې توګه تلفظ کړای شي، نو دغه خپلواک غږ په تنهایئ سره څپه جوړوي. لکه: اوبه /u.bə/، اوړه/u.ɽə/، ابا/a.bā/
په څپیز وېش کې هره څپه په لومړي سر کې په دوه ښاخونو وېشل کېږي چې یو ښاخ ته یې پیلیزه (Onset) چې معمولاً یو، دوه یا درې بېواکونه او یا هم صفر یاني په خپلواک غږ پیل شوې وي او بل ته یې د څپې همغږې (Rhyme) برخه ویل کېږي د څپې همغږې برخه د څپې زړی (Nucleus) چې معمولاً یو خپلواک او یا هم غبرګغږ په برکې نیسي او پاییزه (Coda) چې یو بېواک غږ یا غبرګ بېواکونه او کلسټر په ځان کې رانغاړي.

د څپې ډولونه
څپه له بېلابېلو اړخونو په راز راز ډولونو وېشل شوې ده چې ترټولو مهم یې د خپلواکو غږونو د ډولونو او بڼو له مخې د څپو وېش دی. په لومړي سر کې څپه په دوه ډوله وېشل شوې چې یوې ته یې خلاصه څپه (Open Syllable) وايي چې په خپلواک غږ پای شوې وي او دویمه هغه یې تړلې څپه (Closed syllable) ده چې په بېواک غږ پای شوې وي. په پښتو کې معمولاً وېل کېږي هره هغه څپه چې په خپلواک غږ پای شوې وي وازه څپه او هره هغه څپه چې په بېواک آواز پای شوې وي تړلې څپه بلل کېږي؛ خو د نورو ژبو په څېر په ټوله کې په پښتو کې هم خلاصه څپه په خپل وار سره د لاندې ډولونو لرونکې ده.
۱. قوي څپه (Strong Syllable): هره هغه څپه چې په ( الف /ā/، و/u/، او ي /i/ ) سره پای شوې وي قوي څپه بلل کېږي. دغه څپه د نورو هغو په پرتله یوڅه په زور او فشار سره تلفظ کېږي او دا څپه د درنې څپې (Heavy Syllable) په نوم هم یادېږي.
لکه: انا/anā/، سالو/sālu/، ښادي/ʂādi/، موچي/moʧi/
۲. کمزورې څپه (weak Syllable): هره هغه څپه چې په )زورکي/ə/، ې/e/، و/o/، او زور/a/( پای شوې وي او په اداینه کې د زیات فشار ورکونې اړتیا نه لیدل کېږي کمزورې څپه یې بولي. دې څپې ته سپکه څپه )Light Syllable( هم وېل کېږي.
لکه: خورې/xwre/، وړه/wɽa/، زړه/zɽə/، پیشو/piʃo/
۳. بې پیلیزې څپه (Onset less Syllable): هره هغه څپه چې په خپلواک غږ پیل او په بېواک آواز پای شوې وي د بې پیلیزې څپې په نوم یادېږي. ډېری دغه څپې په (ā,a,o,u,e,i) سره پیلېږي.
لکه: آر/ār/، اور/or/، اوبه/ubə/، ابا/abā/، ایمان/imān/اعلان/elān/
۴. بې پاییزې څپه (Coda less Syllable): هغې څپې ته ویل کېږي چې په خپلواک آواز پای رسېدلې وي، خو په پیلیزه کې کولی شي یو، دوه یا درې بېواکونه واخلي دغې څپې ته بې پاییزه څپه ویل کېږي. یا دا څپه د خلاصې یا پرانیستې څپې په نوم هم یادېږي. لکه: ته/tə/، زما/zmā/، خوله/xwlə/

څپیز وېش (Syllabification)
هره ژبه د ګڼو ګړدودونو لرونکې وي، په یوه ژبه کې ګړدودیز توپيرونه ددې لامل کېږي چې یو ويي د یادې ژبې د بېلابېلو سیمو د ویونکو له لوري په راز راز توګه ادا او تولید شي. ګړدودیز توپیرونه ګڼ لاملونه لري چې له هغې ډلې له غرونو، سیندونو، ځنګلونو او نورو څخه د بېلګې په توګه یادونه کولی شو. پښتو ژبه هم چې د ګڼو فرعي ګړدودونو ترڅنګ درې یا څلور ټولیز ګړدودونه لري. په دغو ګړدودونو کې ښايي یوه کلیمه په یوه بڼه تلفظ او په بل ګړدود کې بل ډول ادا شي، همدا لفظي اداینه په څپیز وېش کې توپيرونه رامنځته کوي؛ ځکه په دغه لفظي توپير کې د ژبې ویونکي په ناخبرئ سره یو لړ غږیزې زیاتونې او کمونې کوي. (Hayes، ۲۰۰۹: ۲۵۱)
په ژبپوهنه کې د خپلواکو غږونو زیاتونه (Addition) او کمونه (omission) بولي. د بېلګې په توګه: جګړه[ /ʤag.ɽa/ یا /ʤa.ga.ɽa/]، رمضان[ /ra.ma.zān/ یا /ram.zān/] که دغو کلیمو ته په ځیر سره وګورو دواړه د پښتو ژبې د دوه بېلابېلو ګړدودونو د ویونکو له لوري په مختلف څپیز وېش سره ادا کېږي. د لومړۍ کلیمې (جګړه) لومړی څپیز وېش د برې پښتونخوا د ویونکو اداینه ده او د همدغې کلیمې دویم څپیز وېش بیا د کوزې پښتونخوا د ویونکو د تلفظ ښکارندويي کوي چې د لومړي څپیز وېش په پرتله پکې د یوې څپې زیاتوالی لیدل کېږي، ځکه چې یو خپلواک غږ (a) له (g) څخه وروسته ورزیات شوی دی له همدې کبله یې د څپو شمېر هم ډېروالی موندلی دی.
که دویمې کلیمې (رمضان) ته ځیرنه وکړو نو لومړی تلفظ یې د برې پښتونخوا د ویونکو دی چې یاده کلیمه په درېو څپو باندې وېشي؛ خو دویم څپیز وېش بیا د کوزې پښتونخوا د ویونکو دی چې یاده کلیمه په دوه څپیزه بڼه تلفظ کوي. دېته ورته په لسګونو نورې بېلګې موندلی شو چې د ګړدودیزو توپيرونو له کبله یې لفظي اداینه او څپیز شمېر سره توپیر لري.

څپیز اساسات (Syllable Principles):
په هره ژبه کې څپیز جوړښت او وېش د یولړ اساساتو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي. پښتو ژبه هم د څپیز وېش لپاره یو شمېر اصول لرې چې په لنډه توګه لاندې ورته تم کېږو.
د پیلیزې زیادښت اصل (Maximum Onset Principle): په دې ډول څپیز وېش کې د څپیز وېش د اساساتو له مخې موږ کولی شو څو څپیزې کلیمې د لومړۍ څپې له پاییزې څخه یو بېواک غږ د یادې کلیمې د دویمې څپې د پيلیزې پر بېواکونو ور زیات کړو، له همدې کبله ورته د پیلیزې زیادښت منونکي اصل وايي. لکه: کوکریان [/kuk.ryān/ یا /ku.kryān/]، سختي [/sax.ti/ یا /sa.xti/]، وړیا [/waɽ.yā/ یا /wa.ɽyā/]
که د پورتنیو کلیمو څپیز وېش ته ځیر شو نو په اسانۍ سره موندلی شو چې د یادو کلیمو په دویم څپیز وېش کې د لومړۍ څپې له پاییزې څخه یو بېواک د یادې کلیمې د دویمې څپې پر پیلیزه ور زیات شوی دی چې په پایله کې یاد څپیز وېش ترسره شوی دی. نو ځکه یاد څپیز وېش ته د پیلیزې د زیادښت اصل وايي.
ترتیبي غږیزه لوړېدا (Sonority Sequence Principle)
د څپیز وېش ددې اصل پر بنسټ لکه د یوشمېر نورو ژبو په څېر په پښتو کې هم له پیلیزې څخه د څپې د زړي پر لور چې معمولاً یو خپلواک آواز وي غږ لوړېږي او پر پاییزه چې یو بېواک آواز وي غږ بېرته ټیټوالی مومي، نو د څپې دغه ډول اصل ته ترتیبي غږیزه لوړېدا وايي. لکه: ناک /nāk/، پير /pir/، خیال /xyāl/... که دغه وییونه په ځیرنې سره وشنو نو له اداینې څخه یې په ډاګه څرګندېږي چې غږ د څپې له پیلیزې )بېواک آواز( څخه د زړي )خپلواک آواز( پر لور لوړ شوی او بېرته پر پاییزه )بېواک غږ( باندې راټيټ شوی دی، نو د څپیزو اساساتو له مخې دغې چارې ته ترتیبي غږیزه لوړېدا وايي. یا لکه په لاندې شکل کې:

n ā k p I r xy ā l
انځور: په څپه کې غږیزه لوړېدا

پایله
کلیمې له څپو او څپې له خپلواکو او بېواکو غږونو څخه رغېدلي چې خپلواک آوازونه د څپې په رغښت کې د ملا تیر او د زړه حیثیت لري. یو، دوه یا څو غږونه چې یو یې باید خپلواک آواز وي په یوه ساه له خولې څخه رابهر شي څپه بلل کېږي. څپه په یوه ژبه کې مهم توک دی، ځکه چې کوچنیان مخکې له دې چې له خولې څخه یوه بشپړه خپلواکه کلیمه وپنځوي، یو غږیزه یا دوه آوازه څپې زېږوي؛ نو ځکه د څپې مطالعه او په هکله یې معلومات لرل د ژبپوهانو، ادیبانو او په ځانګړې توګه د فونالوجستانو لپاره اړین دي.
همدغې موخې ته د رسېدو په پار دغه څو مخیزه لیکنه وکښل شوه. تر هرڅه دمخه لوستونکي د څپې له هر اړخیز پېژند سره آشنا شول او دا هم ولوستل شول چې خپلواک آواز د څپې په جوړښت کې بنسټیز رول لري. یوه معمولي او معیاري څپه له دریو برخو )پیلیزه، زړی او پاییزه( څخه رغېدلې چې له هغې ډلې پیلیزه او پاییزه حذفېدلی هم شي، خو له زړي )خپلواک آواز( پرته هېڅ څپه خپل موجودیت نه شي ثابتولی. همدارنګه له دې سره هم آشنا شو چې په پښتو ژبه کې یوه څپه یا څو څپیزې کلیمې د پیلیزې، زړي او پاییزې د پرله پسې والي او په یو بل پسې د راتګ له کبله بېلابېل ډولونه لري.
ورپسې په پښتو کې د څپې ډولونو ته په لنډه توګه تم شو له هغې ډلې مو قوي، کمزورې، وازه، تړلې، بې پيلیزې او بې پاییزې څپې وپېژندلې او په بېلګو کې مو واړه روښانه کړې. یوه کلیمه څنګه په بېلو ګړدودونو کې په مختلفه توګه په څپو وېشل کېږي او لامل یې څه دی ورباندې په لنډه توګه رڼا واچول شوه. د لیکنې لمن مو په دې سره راونغاړله چې پښتو څپه کوم ډول څپیز اساسات مني، له هغې ډلې مو د پیلیزې د زیادښت اصل او د ترتیبي غږیزې لوړېدا اصل په لنډه توګه په بېلګو کې روښانه او تشرېح کړل.
اخځلیکونه
۱. خوېشکی، محمد صابر (۱۳۹۳ ل). پښتو غږپوهنه او وييپوهنه. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
۲. زیار، مجاور احمد (۱۳۸۴ ل). پښتو پښویه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
Davenport, Mike and Hannah S.J (2005) Introducing Phonetics and Phonology. PP 73-77. London: Hudder Education.
David, Anne Boyle (2014) Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects. PP 11-26. Germany: University of Maryland.
Hayes, Bruce (2009) Introductory Phonology. PP 250-271. United Kingdom: Blackwell Publishing.
Katamba, Francis (1989) An Introduction to Phonology. PP 153-166. New York: Addison Wesley Longman Publishing.
Lacy, Paul de (2007) The Cambridge Handbook of Phonology. PP 161-194. United Kingdom: Cambridge University Press.
Loss, Rogger (1984) Phonology an Introduction to Basic Concepts. PP 248-262. United Kingdom: Cambridge University Press.
Nespor, Marina and Vogel Irene (2007) Prosodic Phonology with new foreword. PP 61-82. Germany: Walter de Gruyter Gmbh and co.
Roach, Peter (2009) English Phonetics and Phonology a Practical Course. PP 56-64. United Kingdom: Cambridge University Press.
Roca, Iggy and Johnson, Wynn (1999) A Course in Phonology. PP 235-252. United Kingdom: Blackwell Publishing.
Təgay, Habibullah and Robson, Barbara (1996) A Reference Grammar of Pashto. PP 15-37. Washington: Center for Applied Linguistics.