ګرانو او قدرمنو لوستونکو! 
له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. 
د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلې معلمۍ د دندې د پیدا کولو په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم. 
ما الحمدلله، د ۱۹۹۱ میلادي کال په آخر کې خپله دکتورا، د الکترانکس په برخه کې خلاصه کړه. دا هغه وخت و، چې د خلیج لومړنی جنګ هم واقع شوی و. 
دلته په انګلستان کې، هر شاګرد کوښښ کوي، چې د زده کړې له خلاصېدو لږ مخکې د کار په هکله پلټنه شروع کړي. لېکن، ما له ځانه سره دغه وعده کړې وه، چې زه به د خپلې دکتورا له اخیستلو وروسته، یو څو میاشتې استراحت کوم. 
پدغه وخت کې روسي عسکر، له افغانستان څخه وتلي وو، او د نجیب د حکومت، او مجاهدینو ترمنځ سختې جګړې روانې وې. 
ما ته به مې پلار او مور هر وخت دا خبره کوله، چې د زده کړې نه وروسته باید بېرته خپل وطن ته ولاړشم، او ما هم دغه خبره، د زړه له کومي ورسره منلې وه. 
نو د استراحت نه وروسته مې پلار او‌مور ته ولیکل، چې زه اوس ان شاءالله، وطن ته درځم. هغوی به راته ویل، چې ” ته لږ شانته صبر وکړه، دلته وضعه معلومه نده“. 
هغه و، چې د جلال آباد جنګ شروع شو، او په ډېرو ځایو کي به ولسوالۍ د مجاهدینو په لاس یو پربل پسې فتح کېدلې. 
زما استراحت هم نیږدې ۳ میاشتې دوام پیدا کړ. د نجیب حکومت سقوط وکړ، او جنګونه شروع شول، او ما ته مې پلار او مور همدا ویل، چې لږ صبر وکړه، چې حالت لږ شانته د ډاډ وړ شي. 
په پای کې مې د ۱۹۹۲ میلادي کال د مې په میاشت کې، د کار لپاره غوښتل لیکونه شروع کړل. 
پدغه وخت کې د عربستان، د ملک فهد په پوهنتون کې، انګریزي، او امریکاىٔي استادانو ته ضرورت و. ما هم هغوی ته زړه نا زړه خپله درخواستي ولېږله. 
بیا د شارجې په پوهنتون کې استادانو ته ضرورت و، او دغه نوي استادان دلته د یوه پوهنتون، پذریعه ورته نیول کېدل. ما هغوی ته خپله درخواستي ورکړه، او زه یې د انټرویو لپاره دعوت کړم. مونږه ته یې لیکلي وو، چې هر کاندید به د یوې علمي موضوع په هکله حاضرینو ته، د ۱۵ دقیقو دپاره لکچر، او بیا به د حاضرینو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. 
کله چې زه د انټرویو د انتظار اطاق ته ورغلم، چې ګورم زما استاد هم دغه انټرویو ته دعوت شویدی. 
ما د خپلې دکتورا یوه برخه د لکچر دپاره په نظر کې نیولي وه، او هغه یوه نویې موضوع وه. 
هغه هیىٔت چي له شارجې نه راغلی و، د هغه مشر یو عرب، او نور غړي یې خارجیان وو. کله چې زما د انټرویو نوبت راورسېد، نو زه یې د عبدالله وردک په نامه نه، بلکي، د ډاکتر وردک (Dr Wardak) په نامه هیىٔت ته معرفي کړم. کله چې ما خپل لکچر حاضرینو ته وړاندې کړ، نو بیا هر یوه پوښتنې وکړې. په آخر کې ددغه هیىٔت مشر، چې عرب و، له ما څخه سوال وکړ، او هغو راته وویل، چې زما دین څه دی؟ زه دده له پوښتنې په تعجب کې شوم، او ځواب مې ورکړ، چې الحمدلله زه مسلمان یم. 
زه فکر کوم چې د Wardak ټکي هغه په تشویش کې اچولی و. کنه، زما ګیره هم وه. 
ګورم چې یو څو ورځې وروسته، زما استاد ماته تلفون وکړ، او راته یې وویل چې ”ته څه کوې، چې شارجې ته ځې. ته ځوان یې، او د ستا دپاره دلته په انګلستان کی ډېر فرصتونه شته دي“ 
زه د خپل استاد تلفون ته حیران پاته شوم، او دا ځکه چې ما ته یې په ژوند کې کور ته تلفون نه و کړی! 
دده تلفون زه ویښ کړم، او سمدلاسه پوهنتون ته ولاړم، او پوښتنه مې وکړه، چې کومه فیصله شوېده او‌کنه؟ 
راته وویل شول چې تر اوسه فیصله نده شوې. 
بیا یوه ورځ په جومات کې له یوه الجزایري مېلمه سره، یوه ملګري معرفي کړم. هغه مېلمه د شارجې په همدغه پوهنتون کې استاد و. هغې ما ته وویل، چې ما ته یې درسونه راکړي دي، او د زما په هکله، دوی ته د هیىٔت مشر زېری ورکړی و، چې هغه ۲ نوي استادان ورته نیولي دي، چې یو یې افغان دی! 
کله چې ما ورته وویل، چې دلته د پوهنتون خلک خو ماته وایي، چې تر اوسه فیصله نده شوې. نو بیا دغه مېلمه استاد ما ته وویل، چې زه دده خبره هېچا ته ونکړم، او هغه پخپله خبره بیا پښېمانه معلومېده. 
هغه و، چې بیا خبر شوم، چې زما استاد شارجې ته تللی و. الله(ج) به خبر وي، چې د شارجې پوهنتون ته به څه ویل شوي وي. کېدای شي، داسې ورته ویل شوي وي، چې زه نه غواړم، چې هلته ولاړ شم، او یا کېدای شي، چې د هغه مېلمه استاد خبره، سمه نه وي. 
بیا مې نورو پوهنتونو ته درخواستي ورکول شروع کړل. ما ته به هره هفته یوه انټرویو راتلله. 
په ګلاسګو (Glasgow) کې مې دنده لدې کبله، چې هلته یخني ده، قبوله نکړه. په Derby کې مې هم دنده قبوله نکړه. ما علاقه درلوده، چې په بردفورد کې د معلمۍ دنده پیدا کړم. 
یوه ورځ کاردیف (Cardif) ته د انټرویو دپاره دعوت شوی وم. په آخر کی یې ما ته، د دندې پېشنهاد وکړ. ما ورته وویل، چې ما ته یوه ورځ وخت راکړی، او بیا به خپل تصمیم درته ووایم. هغوی ویل، چې نه اوس راته ووایه. که ته یې نه قبلوي، نو بیا مونږه همدغه دنده همدا اوس بل کاندید ته ورکوو. ما ورته وویل چې زه تر هغې پورې چې له خپلې کورنۍ سره خوښه ونکړم، زه څه نشم ‌ویلای، او بیا یې هغه وظیفه دویم نفر ته ورکړه. 
پدغه وخت کې چې له پوهنتون څخه راوتلو، نو یوې انګرېزې، چې دا یې هم انټرویو ته دعوت کړېوه، ما ته وویل، چې راځه زه به ستا د رېل ګاډي ځای ته ورسوم. دغه انګریزې نجلۍ ما ته وویل، چې ما ولې دغه وظیفه قبوله نکړه؟ هغې ما ته خپله کیسه وکړه، چې دا هم زما په شان دکتورا لري، او دغه یو کال دا په وظیفه پسې ګرزي، او دایې نشي پیدا کولی! 
هغه و، چې بیا یوه میاشت ما ته هېڅ انټرویو رانغله. 
بیا له سوتهمپتن څخه انټرویو راغله، او هلته زه یوه پروفیسور، له انټرویو نه وروسته خپل دفتر ته بوتلم، او ما ته یې خپل ټول ریسرچ تشریح کړ. 
یو څو ورځې وروسته تلفون راته وشو، او د استادۍ پېشنهاد راته وشو. ما بیا هم ورته وویل، چې ما ته یو ساعت وخت راکړی! هغو راسره قبوله کړه. 
الله(ج) ته خو معلومه ده، چې زه په زړه کې ډېر خوشحاله وم. بیا مې تلفون ورته وکړ، او وظیفه مې قبوله کړه. بیا په همدغه پوهنتون کې ۲۷ کاله معلم پاته شوم. 
غواړم ۲ جالبې کیسې درته وړاندې کړم: 
کله چې ما په Southampton کې وظیفه قبوله کړه، نو بیا دغې ښار ته د کور د نیولو دپاره ولاړم، او یو غریبانه کور مې په کرایه ونیوه. چې ګورم، له دواړو همسایه کورونو څخه ښځې راووتلې، چې ټکري یې په سر وو. کله چې زه کورته ولاړم، نو خپلې کډې ته مې وویل، چې داسې کور مې درته په کرایه ونیوه، چې دواړو خواوته یې الحمدلله مسلمانان ژوند کوي. کله چې راغلو، هغه دواړه همسایګان سیکان وو. زه پدې نه پوهېدم، چې سیکانې ښځې هم ټکري په سر کوي. 
بله کیسه خو داسي وه، چې ما خو خپله عریضه، د ملک فهد پوهنتون ته، چې په ظهران کې دی، هم لېږلې وه. د هغو بیا ۶ میاشتې هېڅ احوال را معلوم نشو. کله چې ما په سوتهمپټن کې کور ونیوه، او د دندې قرارداد مې امضاء کړ، او وظیفه مې پیل کړه، چې ګورم چې زه د ملک فهد د پوهنتون له خواه، په لندن کې، د انټرویو لپاره دعوت شوی یم. زه ډېر حیران شوم، چې ولې پدغه ۶ میاشتو کې له ما سره هېڅ تماس ونه نیول شو. هغه وو، چې لندن ته د انټرویو دپاره ولاړم. 
کله چې زه دفتر ته د ننه شوم، یو سړی را پیدا شو، او ما ته یې د چای چښلو بلنه راکړه. الله(ج) ته خو معلومه ده، چې ما پدغه سړي، ددغې دفتر، د پیاده ګمان وکړ. دا پدې خاطر، چې د شارجې په انټرویو کې بغیر د یوه عرب مشر څخه، نور د هیىٔت غړي ټول خارجیان وو. 
دغه سړي له ما سره خبرې شروع کړې. د افغانستان په هکله یې پوښتنه وکړه، او ما هم ټول معلومات ورکړ. بیا یې، زما د تعلیم په هکله پوښتنې شروع کړې. دلته ما ده ته د شنډو په سر ځواب ورکاوه، او ما په زړه کې دا ګمان کاوه، چې د انټرویو، دپاره به د ننه، نور کسان وي. 
په پای کې همدغه سړي راته وویل، چې زه تا ته وظیفه درکوم، او ته باید ژر تر ژره له ما سره ولاړ شې، او د ستا د سفر کارونه به ډېر عاجل درته خلاص کړو. زه باالکل حیران پاته شوم. دغه سړی، د ملک فهد د پوهنتون، د انجینرۍ د پوهنځۍ رىٔیس و. 
نو کله چې ما وپېژانده، نو ما ورته وویل، چې ولې تاسې دغه ۶ میاشتې له ماسره کوم تماس نه نیوه. اوس خو ما دلته په پوهنتون کی خپله معلمي شروع کړېده. 
ما ډېرې زارۍ ورته وکړې، چې دغه وظیفه ما ته یو کال وساتۍ، او زه په ریښتیا سره غواړم، چې هلته درسره لاړ شم، او دا زما یو له ارمانو څخه دی، چې زه هلته معلمي وکړم. هغې راته ویل چې مونږه اوس تا ته ډېر ضرورت لرو. که راسره ځې، خو ښه، او که نه راسره ځې، نو زه مجبور یم، بل کس پیدا کړم. هغه و، چې ډېر خفه، دده له دفتر نه راووتلم. 
د یادونی وړ ده، چې په هغه وخت کې ما قرارداد امضاء کړی و، او خپله معلمي مې شروع کړې وه. نو ما فکر کاوه، چې که زه دغه وظیفه همداسې پرېږدم، نو دغه پوهنتون به د یوه مسلمان په هکله، ډېر بد فکر وکړي، چې دا څرنګه مسلمان و، چې هلته یې له مونږه سره کار شروع کړ، او بیایې د درس په وخت مونږه، د شخصي ګتې په خاطر، همداسي په نیمه لار کې پرېښودلو. 
هغه و، چې ما خپله معلمي، په سوتهمپټن کې شروع کړه، او پوره ۲۷ کاله، بیا په همدغه پوهنتون کې، معلم پاته شوم، چې بیا ۹ میاشتې وړاندې تقاعد شوم.

د پام وړ ټکي: 
په انګلستان کې د مسلکي دندې پیدا کول، آسانه کار ندی، او هغه ډېر زحمت غواړي. ځینې خلک، د خپل مسلک برابر، وظیفه نشي موندلی، او دا کله کله، د ناهیلۍ سبب ګرزي. 
نو که چېرې غواړی، چې د خپلې خوښې، او مسلک برابره دنده، درته پیدا شي، نو باید ښه تکړه سبق ووایئ. 
د یادونې وړ ده، چې زما په ښه توګه زده کړې، له ما سره د معلمۍ د دندې په پیدا کولو کې، زیاته مرسته وکړه. کنه، زه یو بهرنی سړی وم، او ما کوم حق هم نه لرلو، چې حتمي د ماته دنده، پیدا شي. 
زه به ان شاءالله، په لسمه برخه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې معلمۍ په هکله، مکمل معلومات وړاندې کړم. 
هیله ده، چې قدرمن لوستونکي، هغه په دقت ولولي. 
الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین. 
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین. 
زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین. 
همدارنګه، الله(ج) ته د دعا دپاره یو ځل بیا لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، دغه د کورونا، د وایرس ناورین، پخپل رحمت سره له نړۍ ورک کړي. آمین یارب العالمین. 
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم. 
والسلام. 
زما اړیکه: 
abdullahwardak53@gmail.com