چا د پي ار ټي ځايي د بیا ودانولو ګروپ ته مشوره ورکړه چې ددې ولسوالی خلک په کرنه بوخت دي که چېرې د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره ورته سړه خونه او زیرمه تون جوړ شي نو د ولسوالۍ خلکو سره به لویه مرسته شوي وي نو هغوی ته هم دغه پروژه ښه ښکاره شوه او قبوله ېې کړه ، څو ورځې وروسته اینجنیران راغلل ساحه ېې د دوسرکې نومې ځای کې له کلیو څخه لرې انتخاب کړه ، د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو ، د شاوخوا کلیو په لس ګونو خلکو د ودانۍ جوړولو کې کار کاوه ، په څو میاشتو کې د ودانۍ جوړولو کار بشپړ شو ، قیمتي ماشینونه ،جنراتورونه او نور وسایل ورته راوړل شول ، په لکونو ډالر لګښت پرې راغئ ، د ولسوالۍ او پي ار ټي چارواکي راغلل ودانۍ د کرنې مدیریت ته وسپارله ، هغوی د ساتنې لپاره پرسونل نه درلود نو څو ورځې وروسته وسایل او ماشینونه والوتل ، یوه مياشت وروسته د ودانۍ دروازې او کړکۍ والوتې اوس د ودانۍ د اتاقونو سیوري ته شپانه خپلې رمې پنډوي.