څرنګه چي وینو موږ هم یوه برخه د طبیعت یو او د طبیعت سره مو یون دی. نو چي داسي ده باید له طبیعت سره سم وخوځېږو. یاني هغه کسان چي له طبیعت سره دټولني موازي(parallel) نه دي نه باید لوړ مسؤلیت یاني زعامت ورپغاړه کړو. لکه: ډېر زاړه خلک، ډېرمزمن ناروغی کسان، ډېر افراطي یاني (Extremist)اوډېر ځان خوښه ونکي (Ego) یانې خودخوا.
چي دوه لومړني ئې دطبیعي ناځواکۍ له مخه خپله دنده سمه پرمخ نه سو بېولای او دوه وروستني ئې دشدد له مخه دټولني له خوښي اوطبیعت سره سم کار نه سو کولای.
او دوېم هغه ستاینیزي کړیني چي لاندي ئې یادونه کیږي،کې څوک ولري؛نو دغسي یو کس ته لوړ مسؤلیت ورکول ناسم کار دی،داځکه چي ددغسي یوسړي کارسم پرمخ نه ځي. لکه:
آني یاني ژر تصمیم نيوله. متل دی،چي وایي: (رود پای که بیا په ګډ سه!)
پر یو شي ژر قضاوت کول اوفیصله پر راایستل. متل دی،چي وایي: (اوګره په تلوار نه سړیږي)
ژر عصبي کېدل د خپل مخالف په وړاندي.
له خپلي خبري ژر آوُښتل.
انسانان تر ځان ټیټ بلل.
دا هغه ناسمي ستاین کړني دي،چي و ټولني او سړي ته پخپله سخت تاوان رسوي.