د اسټراليا حکومت اسټراليايانو ته ويلي، ددې هيڅ ضمانت نشي ورکولی چې ګواکې اسټراليايان به وشي کولی د روان کال پای پورې له اسټراليا څخه بهر سفر وکړي.

د کرونا ويروس وبا دا مهال ټوله نړۍ کې حالت بحراني کړی او داچې کله به خلک د سفر کولو اجازه ترلاسه کړي دا لا معلومه نده.

د حکومت په وينا، کيدای شي اسټراليا کې دننه داخلي الوتنې بيرته فعاله شي ولې د بهرنيو سفرونو ضمانت څوک نشي ورکولی.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن ویلي، د استرالیا دننه اوسني سخت محدوديتونه به راتلونکو ۴ اونيو پورې نه بدليدونکي وي او له هغې وروسته حالاتو ته په کتو په ځينو برخو کې کيدای شي نرمښت راوستل شي.

د اسټراليا مشر ډاکټر (پاول کيلي) چې د کرونا ويروس مخنيوي پروګرام مشري پر غاړه لري وايي، داسې بريښي چې اسټراليا کې د کرونا ويروس د مړ کيدو او يا ورکيدو حال کې دی.

د نوموړي په وينا که چيرې اسټراليا کې لګول شوي محدوديتونه نرم کړای شي نو لدې سره ويروس بیا زیات خپريدلی شي.

نوموړی وايي، د پولو په مکمله توګه پرانیستل کیدل د کرونا وایرس د واکسینو په جوړیدو پورې تړلې خبره ده او هرکله چې داسې واکسین جوړ شي او استرالیا کې خلکو ته توضیع شي نو ورسره به پولې هم خلاصې شي.