دواړه غبرګ د سیاه او سفید په پروګرام کې د ستیج پر سر د خلکو په وړاندې را څرګند شول . سبین او تور سره جلا دی او که همنوا؟سپانتا وا یی چې زه د کرزی په وخت کی د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت وزیروم . زلمی چې زوړ دی وایی چی زه دامریکا سفیر وم او اوس دهمدې هېواد خانګړی استازی یم .زه مخکې له دې څخه چې پر اصلی موضوع رڼا واچوم خمه د خیام یوې څلوریزې ته چې وایی :
درکارګه کوزه ګری رفتم دوش
دیدم دوهزار کوزه ګویا وخموش
نا اګاه یک کوزه براورد خروش
کو کوزه ګرو کوزه خر و کوزه فروش
د سپین غر ، پامیر، هندوکش،سلیما غره او کوه بابا سر شار کهساره ،هرلور ته د بوراګانواو توتیانو شور په ښکلو او مستو سردرو کې نښتر په لوړو نندارود مهرویانولیدنه کوی.دمتانت او وقار خاوره، دعزت او قیام هغه سنګرچې په تاریخ کې یې استکبار منلی نه دی.ستا په هوا کې ګوربت په نڅادی کشکرې . مړزاوکارغان هیڅ خای کې خان تینګولی نشی هندو ان تاج محل ستایی ستا په نوم زرکې سندرې وایي اوکوتر ې غومبر وهی د پانی پت په تلین د سپین اوتور پروګرام کې دې داګیدړبیا ز مریانو ته څه وایی.افسوس زړې نغمې دی ، بد ګونګسی او سپکې اوازې دی، دنا اهلووجاسوسو او ناپوهو ترانې دی چې څوک یې یو رنګ او څوک یې بل رنګ په هرمحفل وایی نو ا ې د ډیران چرګه لږ شانته سوچ وکړه :
سپانتا دیوه اسلامی هېواد له سیاسی نظام نه په بهرنۍ کچه ، ښه دی او که بد خبرې نه شی کولی . د یوې مسلمانې ټولنې سیاسی جوړښت ا و ترکیب ، فرهنګ او تاریخ او په تیره بیا له امریکا سره د اړیکو او روابطو په برخو کې ناکام او بې خبره پاتې دی .حال داچې د کړکېچ ټوله برخه اوږده پر امریکا را ګرخی اوپه حقیقت کې دکوزې جوړولو کارګه ګنل کیږی چې دافغانستان له کړکېچ نه یې دبسوګۍ واده جوړکړی . سپانتا په علمی لحاظ غونډې ته نه بلکې تول ملت ته سپکاوی کوی د هغه سره یوه اسلامی طرحه چې په هغې کې د یوې ټولنې ټول د اسلامی سیاست ابعاد ، اصولی او حقوقی غوښتنې په بهرنی لحاظ نغښتې وی نشته . نن سبا زموږ د ټولنې سیاسی تصور د واهی القابو، مقام او څوکۍ ددروغجن سیاست په نوم ټیټ پاتې دی داخکه چې یو وزیر دوزیرتوب کفایت او اهلیت نه لری او نه یې اهلیت سا تلی شی وګوری سرپرست وزیرانو ته! .سپانتا د بحث له ډګره دیر لېری موقعیت کې د پوچو کارتوسو ډزې کوی او د سیاست سیاسی او ادبی ظرفیت نه لری نو نه بوهیږم چې کوزه پلورونکی او که کوزه اخیستونکی ورته ووایم . په پشتو کې دا خبره ډېره عامه ده چې وایی «پشۍ به د اوړو جوړه کړم میو به په کې څوک وکړی»؟ کا کا سپانتا تا به په شعله او پیاوه کې څه زده کړی وی موږ خو تا ښه پیژنو چې د المان به اخن ښار کې دغونډې درلودې د حیرانتیا خبره داده چې کرزی به تل دعالم اسباب خبره کوله او نه پوهېده چې کوم وخت اوخای کې یې استعمال کړی دغه ګوډاګی (حامد خان) له کوم سورکی را پیداکړې لکه خلقی ګلاب منګل !
زلمی اوس ډیر زوړ شوی خبل فرهنګ ور څخه هیر شوی هغه افغانستان چې ده پېژانده اوس بل افغانستان دی . دی بخپله هم وایی او دا دده خبره ده . ولې زلمی باید دغه د حضرت عمر فاروق( رض) وینا په غورسره ولولی: ان تشرکوا فی امانتی فیما احملت من امورکم فانتی وجه کا حدکم وانتم الیوم تقرون بالحق خانفی من خانفی ووافقنی من وافقنی ولست اریدان تتبعوا هذا لدی هو رای کتاب الخراج۲۷
زه فکر نه کوم چې یوسفیر یو استازی او دانشمند افغان هغه هم د یو داسې هیواد چې له افغانستان سره به هیڅ صورت دمقایسې وړ نه دی او بیا دهمدې ډیرې اوږدو او نه بښونکو نیمګړتیاووڅخه سترګې پټوې او تېریږې . تا وویل چې امریکا په افغانستان عاشقه نه ده اوافغانستا په امریکا چې زلیخا او یوسف( ع) دې ورنه جوړکړل خو زلمی خان د کوزه ګر کوزه خراوکوزه فروش لقب تر لاسه کوی ! په دې کړکیچ خو د څو لسیزو تاریخ پروت دی کور دی وران شه ! دا خو دستیج بر سر د یوې کنډوالی او غوجلې خبره نه ده داخودیوه باتور ، مقتدر ، مسلمان اوانتام ګر ملت هغه برخلیک ا و محاسبه ده چې ټوله نړۍ يې پېژنی. ته او ملګری دې سباننتا له حقیقت ، سیاست ، اهلیت او کفایت نه ډیر لېرې واټن کې موقعیت لری چې سالم عقل یې نه منی .دا واقعیت دی که ستاسې غونډه به تولنیزه عدالت او د رښتینی سیاست پر اصولومحاسبه شی نو فکر نه کوم چې د بریا نومری به ترلاسه کړی .تا په ډیره ابتدایی کچه کې پڅ ، بډ، بډ، او ګونګه لهجه کې وویل چېامریکا سهوی او خطاوی کړی دی دا زه منم اما دادې ون ویلې چې موږبه څلورو کتابو ملا مت او محکوم یو .به انسانی علو موکې هر هوښیار انسان خبله ګناه او سهو منی خو ستا پیچونه پېچلی او مټکور ول او هم په بشبړه توګه بې معنی داچې خینې تاته له هوا نه د دېبلومات کریدت درکوی او یا تا باندی د امریکې جمهوری غوښتونکو باور کړی زه وه نه شوم چې په کوم سیاست او ستراتزۍ ږ دا بیا د قضیی بله برخه ده او دلته ځای نه لری.