PRACTICAL CRITICISM
By: I.A. Richards
عملي تنقيد
ائي اے رچرډز

تبصره نګار: ډاکټر محمد علي ديناخېل
ايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون
۶م اپرېل ۲۰۲۰

ليکوال: ائي اے رچرډز
په کتاب د تبصرې کولو نه اول ضروري ګڼم چې د ليکوال لنډه پېژندګلو وکړم ۔ ليکوال ائي اے رچرډز د نوي ادبي تنقيد په بنسټګرو کښې شمېرلے شي ۔ هغه په ۱۸۹۳ کښې پېدا شوے دے ۔ هغه په کلپټن کالج برسټن او مګډالن کالج کېمبرج کښې تعليم حاصل کړۀ ۔ په کال ۱۹۲۲ کښې هغه په کېمبرج کښې د انګرېزۍ لېکچرار منتخب شۀ او څلور کاله بعد د مګډالن کالج فېلو منتخب شۀ ۔ د ۱۹۳۹ نه بعد هغه په هارورډ يونيورسټۍ کښې د درس و تدريس په کار بوخت شۀ او په کال ۱۹۷۹ کښې ترخپل وفات کېدلو هم دغلته وۀ ۔ رچرډز لانديني کتابونه ليکلي دي ۔
 • Coleridge on Imagination
 • How to Read a Page
 • Poetries and Sciences
 • Principles of Literary Criticism
 • The Meaning of meaning
دلته به مونږه د هغه په يو کتاب عملي تنقيد بحث کوو ۔
کتاب: عملي تنقيد
دا کتاب په ادبي مطالعې کښې د خوند پېدا کولو د پاره يو ګائېډ (لارښود) دے ۔ ليکوال د پوهنتون د انډر ګرېجوېټ لېول مختلفو طالب علمانو ته د انګرېزۍ د مختلفو شاعرانو نظمونه د لوستلو او په هغې د تبصرې د پاره ورکړل ۔ دا نظمونه د ليکوالانو د نومونو نه بغېر ورکړے شوي وو او طالب علمانو ته هم دا هدايات وو چې هغوي پرې خپلې تبصرې وکړي او د خپل نوم نه يې بغېر واپس جمع کړي ۔ دا کتاب په تجرباتي تحقيق بنياد لري چې د کتاب ډېټا (مواد) په دغه طريقه راجمع کړې شوې ده ۔ ليکوال د نقادانو (طالب علمانو) دا رائے په يوې منظمې طريقې سره د بحث لاندې راوستلي دي او د هغوي د خوښۍ نا خوښۍ وجوهات يې هم لټولي دي ۔
په دې طريقه ليکوال يوه تفصيلي مطالعه کوي او هغه عوامل او رکاوټونه معلوموي کوم چې په شاعرۍ د پوهېدلواو د تنقيد د لارې لوئے خنډان جوړيږي ۔ د ليکوال د وېنا مطابق د دې کتاب مغزاته هغه مختلف تفصيلي بابونه دي په کومو کښې چې دا بحث شوے دے ۔ دا اتۀ بابونه په داسې طريقې سره ترتيب شوي دي چې په شاعرۍ د پوهېدلو او تنقيد کولو باره کښې پکښې نوي تنقيدي تجويزونه وړاندې کړے شوي دي ۔ د دې اتو بابونو کار په شاعرۍ او تنقيد پوهېدل دي ۔
دا کتاب په کال ۱۹۲۹ کښې چاپ شوے دے ۔ ليکوال پرې دوه مخه مقدمه پخپله ليکلې ده ۔ دا کتاب په پينځو برخو کښې تقسيم شوے دے ۔ اوله برخه پېژندګلو ده ۔ دوېمه برخه "ډاکومېنټېشن" يعني دستاويزبندي ده ۔ په دې برخه کښې طالب علمانو په لسو نظمونو خپلې تنقيدي تبصرې وړاندې کړي دي په کومو چې ورسره د کتاب ليکوال په مينځ مينځ کښې خپلې خبرې هم شاملې کړې دي ۔ درېمه برخه "تجزيه" ده ۔ دا برخه په هغه اتو بابونو مشتمله ده کومو ته چې ليکوال د کتاب مغز وائي ۔ د دې اتو بابونو نومونه دا دي ۔
 • The Four Kinds of Meaning
 • Figurative Language
 • Sense and Feeling
 • Poetic Form
 • Irrelevant Associations and Stock Responses
 • Sentimentality and Inhibition
 • Doctrine in Poetry
 • Technical Presuppositions and Critical Preconceptions
د کتاب څلورمه برخه "خلاصه او پېشنهادونه" دي ۔ په دې برخه کښې درې حصې او درې ضميمې دي ۔ اولنۍ درې حصې دا دي ۔
 • Culture in the Protocols
 • The Services of psychology
 • Suggestions Towards a Remedy
د کتاب په اخره کښې اشاريه ورکړے شوې ده ۔
لکه څنګه چې وړاندې ووئېلي شو چې د دې کتاب مقصد د شاعرۍ په مطالعه کښې خوند پېدا کول دي خو په دې کتاب کښې پخپله خوند په اول کښې نشته اولږ تر لږه زما په شان لوستونکے نۀ پوهيږي چې د کوم ځائے نۀ يې شروع کړم ۔ د کتاب ليکوال پخپله هم د دې حقيقت نه خبر ؤ نو هغه د کتاب په مقدمه کښې ليکلي دي چې هغه لوستونکي چې تجسس لري چې ما دا کتاب ولې وليکلو هغوي دې د کتاب څلورمه حصه اول ولولي ۔ 
په دې کتاب ليکوال اتلس مخونه پېژندګلو ليکلې ده کومه چې تر ډيره حده د کتاب په پوهېدلو کښې د لوستونکي مرسته کوي ۔ په دې پېژندګلو کښې د نورو ډېرو خبرو نه علاوه هغه د تنقيد په لار کښې د لسو مشکلاتو لنډ ذکر کړے دے کوم چې بيا په کتاب کښې په تفصيل سره ذکر شوي دي ۔ هغه لس مشکلات دا دي ۔
د شاعرۍ په ساده معنا د پوهېدلو مشکل ۔ ليکوال وائي چې ډېر کله عام نۀ بلکې ډېر پوهه خلق هم د شاعرۍ په ساده معنا نۀ پوهيږي او که داسې خلق بيا تنقيد هم کوي نو د هغوي د تنقيد لېول به څه وي ۔ دے وائي چې دغه قسمه خلق په شاعرۍ کښې د شاعر په احساساتو، د هغه په ټون او مقصد نۀ پوهيږي ۔
د شاعرۍ په حسي خواصو نه پوهېدل ۔ په شاعرۍ کښې د لفظونو ترتيب د غوږونو، ژبې ، تالو او نورو اعضاؤ د پاره هم يو خوند پېدا کوي ۔ او څوک چې دا حسي معنويت نۀ شي محسوسولے او برڅېره کولے نو دا هم په شاعرۍ د تنقيد په لار کښې يو خنډ جوړيږي ۔
منظر کشي ۔ امېجري د شاعرۍ اهم جز دے ۔ په لوستونکي کښې د منظر کشۍ د محسوسولو او په هغې د پوهېدلو او د هغې نه د خوند اخستلو صلاحيت هم پکار دے ۔ په مجموعي توګه شاعران د نورو خلقو نه ممتاز تخيلي صلاحيت لري ۔ بعضي لوستونکي داسې وي چې هغوي په شاعرۍ کښې د تخيل او د منظر نګارۍ په ځائے خصوصي نظر وي او دلچسپي پکښې لري ۔ تر دې پورې چې بعضي لوستونکي خو د شاعرۍ د ښه او بد معيار هم منظر کشي ګڼي ۔
کله يو لوستونکے يو نظم لولي او د خپل تخېل، ماضي او د تجرباتو نه ورته څه خبرې رايادې شي او هغه د دغه نظم سره ډېر تعلق نۀ لري خو د لوستونکي په ذهن حاوي شي او د تنقيد په لار کښې يو مشکل پېدا کړي ۔ دې کيفيت ته mnemonic irrelevances وائي ۔
سټاک ريسپانسز Stock Responses يوه بله مسئله ده ۔ د دې دا مطلب دے چې کله يو لوستونکے شاعري لولي نو داسې کيفيات راشي چې هغه لوستونکے بالکل خپل جذبات او احساسات وګڼي نۀ چې د شاعر ۔ د دې مطلب دا دے لکه کله يو څوک ووائي چې بالکل زما د زړۀ خبره يې کړې ده ۔
يوه بله مسئله د جذباتيت ده چې کله يو لوستونکے خپلو جذباتو کښې ډېره مبالغه پېدا کړي ۔
د جذباتيت په مقابله کښې يو بل مشکل inhibition دے ۔ دا نسبتاً مثبت رجحان دے ۔ دا په اصل کښې د جذباتيت او د ډېرې سختۍ مينځ دے خو دې ته هم اکثر سختي يا د زړۀ سختي وائي ۔ مطلب چې کله شاعري څوک لولي او خپل احساسات او جذبات مينځ ته نۀ راولي نو دې کيفيت ته انهيبيشن وائي ۔ خو په دې هم تنقيد کيږي چې د دې سره بيا د ليوال داحساساتو او جذباتو صحيح ادراک نۀ کيږي ۔
نظرياتي تړون ۔ دا هم يوه مسئله ده چې د شاعرۍ معيار د خپلې نظريې په بنياد کوي ۔
کله چې مونږ يو څيز په يو شکل کښې وينو او هغه ائيډيل وګرځو بيا هغه شان هر څيز ته ګورو او که د هغه پېمانې نه لږ ردوبدل رامينځ ته شي نو بيا زمونږ په نظر کښې راغورځيږي دې عمل ته technical presuppositions وائي ۔ او دا هم د تنقيد په لار کښې يو خنډ دے ۔
کله کله د تنقيد يوه خاص نظريه لوستونکي کتلي وي او په هغه نظريه د هر ادبي ليک تلل کوي دې ته general critical preconceptions وائي ۔
ليکوال د دې کتاب د ليکلو په وخت کښې درې مقصدونه مخې ته اېښودي وو ۔ وړومبے چې په تنقيد کښې يو نوے قسم د دستاويز بندي متعارف کړي ۔ دوېم د شاعرۍ د تنقيد د پاره د احساس او فکر په بنياد نوي تيکنيکس رامخې ته کړي ۔ درېم دا چې په يوه علمي طريقه په هغه څه خلق پوهه شي کوم چې خلق اوري او لولي ۔
نوټ: زما دا تاثرات د دې کتاب د منتخبو حصو د مطالعې په بنياد دي ۔ امکان لري چې ټول کتاب ولوستلے شي او نورې ډېرې د کار خبرې ترې راوځي ۔