بیت:
مختلف شدهیچکس گرچه مذهب بیگانه نیست
باغبان رادرچمن هرگل به رنگ دیگراست
په پښتوشعرژباړه:
که څېرڅېردي هیڅ چاله مذهب هم پردی نه دی
ملیارله په چمن کي هرګل ئې په بل رنګ دی
بل بیت ئې:
اختلاف خلق بیدل درلیباس افتاده است
ورنه یک رنگ است خون درپیکرطاؤس وزاغ
ژباړه:
توپیردخلکو ئې په ننداره کي سوبیدله
يوشان تې رنګ دوینوپه ځان کي دطاوس اودکارګه
10.04.2020
- شهزاده شيرين زوی
له کــوره مه ووځئ وبـــــاء خپره ده ساتنه وکـــــړئ لــــه خپل ځان ځنې لاســــونه ونيسئ ســــرونــو باندې کاڼي را اوري لـــــه آسمــــان ځنې
د کــــرونــــا په نوم د خدای قهر دی را نــــازل شوی ټول جهان بانــــدې عذاب وي عـــام استثناء نـه وي په کې يو شان يې بـــولئ زوړ او ځوان باندې
هيله ده دا خبـــره مـــه کــــوئ، چې هـــر څه پېښېږي د تقديـر په اساس ښايي وي ستاسو تقديـر، ستاسو تدبير وران به يې کړئ د وران تدبير په ا ساس
خدای فــــر...
11.04.2020
- احمدجان تڼی
د خوست د تڼیو د نریزي د کلي تنکۍ ژڼکۍ شپونکۍ په خپل غره کې په غټه پرښه ناست او په داسې حال کې چې د میږو او وزو رمه ورته څریده په دې وروستیو کې د پنجاپي پوځ د مرمیو خوراک شو. هغه پنجاپ او لاهور ته نه و تللی . هغه په خپل کلي ، خپل غر او خپل وطن کې و دا دده وطن او مینه وه . مګر د پنجاپیانو په نظر هغه دلته بیګانه و، او پنجاپیانو ته د یوه پښتون شپونکي شتون د زغم وړ نه و. چې داسې په ارامه خپلې میږې او وزې و څروي . دا ځکه چې د دې سیمې ، اصلي مالکان پنجاپیان خپل ځانونه بولي. دوی پښتنو ته هر چ...