د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې یوه پټه لوبه روانه ده .
دا لوبه د یوه فشار په بڼه داخلي فاسدو کړیو ، ګاونډیو افغان دښمنه هیوادونو او لویدیز په ګډه توګه روانه کړیده.
ددې له پاره چې د داخلي فاسدو کړیو او د هغوی بهرنیو ملاتړ کونکو فشار او مقاومت مات کړي د افغانستان خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.
محمد اشرف غني د خپلو لوړو زده کړو ، تجربو او معلوماتو په درلودلو سره ښايی پوه شي چې د واک اصلي کیلي په خپله دخلکو سره ده . خلک دي چې تاریخ جوړوي . بهرني ځواکونه کیدای شي د ټولنې د پرمختګ په لاره کې خنډونه او یا اسانتیاوي رامنځته کړي مګر ټاکونکي ندي.
په محمد اشرف غني باندې دا فشار ددې له پاره وارد کیږي چې د حکومت په جوړښت کې د خلکو اغیزه له منځه یوسي او د پخوا په شان د زورواکانو تر منځ د جوړجاړي له امله حاکمیت دوام ومومي.
تر اوسه داسې ګومان کیږي چې اشرف غني ددې فشارونو په وړاندې مقاومت کوی او نه پریږدي چې فاسدې کړۍ یو ځل بیا سل په سلو کې د هیواد په برخلیک واکمنانې شي.
دا چې رښتیا څه دي ؟ د خلکو له نظره پټ ساتل کیږي.
په ظاهري توګه اوس د افغانستان خلک او اولسمشر ، د دریو مهمو ستونزو ( کرونا وژونکی ناروغي ، د اولسمشری له پاره د عبدالله عبدالله د ټیم ناندرۍ او په قطر کې د سولې د مذاکراتو په نوم تشویشونه ) سره مخامخ دی.
باید ووایو چې د کرونا د ناروغي په وړاندې د محمد اشرف غني ادارې هڅې اغیزمنې او دخلکو په نزد د قناعت وړ دي مګر بس ندي. هغه وتوانیدده چې په دې لاره کې دخلکو ملاتړ تر لاسه کړي او هم خپل امکانات په اغیزمنه توګه استعمال کړي.
د قطر مذاکرات هم د ځینو په باور کیدای شي د محمد اشرف غني په وړاندې ستونزې را پیدا کړي مګر داسې ښکار ي چې نوموړی دا مذاکرات په خپله ګټه راوڅرخوي. او په دې توګه به د جګړې فشار را کم کړي.
تش په نامه سیاسي بحران : په افغانستان کې د اولسمشری ټولټاکنې یوه ډیره ستونزمنه پروسه وه چې په قصدي ډول د ځینو نوماندانو له خوا د ستونزو سره مخامخ کیده.
تر ډیره بریده زیار وایستل شو چې د پښتنو سیمې د رایه ورکولو څخه بې برخې شي د تذکرو سټیکر او یا بایومتریک او مصنوعی نا امنیو په رامنځته کولو سره ډیر رایه ورکونکي د رایه ورکولو څخه وګرځول شول.
مګر بیا هم یو شمیر خلکو د دې تهدیدونو او خنډونو پروا ونکړه او د رایو مرکزونو ته ولاړل. مګر هلته بیا هم د ټولټاکنو په ضد توطیه روانه وه . د بایو متریک ماشینونو تاریخونه او د رایه ورکولو وخت برابر شوی نه و، تر څو دا ټولې شفافې رایې باطلې کړل شي.
مګر بیا هم د ټولټاکنو کمیسیون وتوانید تر یوې اندازې ټولټاکنې تر سره کړي او هم د هغه پایلې اعلان کړي چې دا پایلې لکه څنګه چې د اوله معلومیده د عبدالله عبدالله ټیم له خوا رد کیدې دا وار هم عبدالله عبدالله خپل ځان ( د تیرو دوو دورو په شان ) ګټونکی وباله له دې امله یې د اولسمشر سره جوخت د لوړې مراسم د ( همه شمول حکومت ) په نوم تر سره کړل.
یو شمیر پخوانیو چارواکو او تش په نامه سیاسیونو نوي منځته راغلي شرایطو ته د بحران نوم ورکړ او خبرداری یې ورکړ چې دا به د هیواد د پاره ډير په زیان تمام شي. د پخواني اولسمشر حامد کرزي تر مشری لاندې یو شمیر وزګار کسان چې ځانونو باندې یې د سیاسیونو نوم ایښی دی خورا فعال شوي دي. دوی له دې لارې هڅه کوي چې د یوې خوا فاسدو کړیو ته د حاکمیت زمینه برابره کړي او د بلې خوا په حکومت کې خپل نفوذ د پخوا په شان وساتي.
نوموړو ډنډورو ته د افغانستان خلکو هیڅ اهمیت ورنکړ دا ځکه چې:
1. . که څه هم د اشرف غني د کیمپاین ټیم د داسې کسانو څخه تشکیل و چې د خلکو باور یی نه شو تر لاسه کولی او د بلې خوا د اشرف غني اعلان شوو مرستیالانو هیڅ کومه رایه د اشرف غنی له پاره رانه وړه . خو بیا هم خلکو د خپل سیاسی ویښتیا له امله هر ډول خطر په ځان ومانه او په ډیر شمیر سره د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړل تر څو په هیواد کې ریښتینی دموکراسی ته لاره اواره کړي خو بیا هم په سلګونو زره د خلکو پاکې رایې د دروغجنو ادعا ګانو له امله باطلې شوې خو بیا هم محمد اشرف غني بریالی اعلان شو.
2. نړیوالې ټولنې د شته واقعیتونو له امله د اشرف غنی تایید کړه او هغه ته یې مباره کي وویله.
په داسې حال کې چې اوس هیڅ کوم سیاسی بحران شتون نلري یوازې څو محدودې کړۍ دي چې خپلې ناوړې ګټې په خطر کې ويني نو ځکه وایی چې هیواد بحران خواته روان دی.
د ټولنې موجوده واقعیتونه:
افغانستان د یوه ټولنیز – سیاسی - اقتصادي انقلاب په درشل کې دی ددې انقلاب اصلي محرکه قوت ، خپله د افغانستان خلک دي چې غواړي فساد ، جرم او جنایت ، غصب او لوټماري ته خاتمه ورکړي او په هیواد کې ریښتینی دموکراسي رامنځته کړي.
دا انقلاب په مخ روان دی . د دې انقلاب په بریالي کیدو سره به داخلي لوټماران او فاسد کسان واک د لاسه ورکړي خلک به په خپل برخلیک واکمن شي او په سیمه کې به د پنجاپستان او تهران استعماري دولتونه د ماتي سره مخامخ شي.
همدا خبره ده چې فاسدې کړۍ په لومړي پړوا کې ددې انقلاب د مخنیوی د پاره را مخکې شوي دي چې ددې کړیو څخه پنجاپستان ، تهران او نړیوال استعمار ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په افغانستان باندې فشار راوړي تر څو خلک ونه کولی شي خپل انقلابی اهداف تطبیق کړي.
د اولسمشری د تیرو ټولټاکنو تجربه:
په ۲۰۱۴ کال د اولسمشری په ټولټاکنو کې د افغانستان خلکو ، یو سوله ایز انقلاب تر سره کړ. د اولسمشرۍ په ټولټاکنو په لومړی دوره کې اشرف غني هڅه وکړه چې ځان یو ترقي غوښتونکي ، وطندوست او انقلابي په ډاګه کړي . همدا خبره وه چې زیات شمیر خلکو د نوموړی څخه په لومړی دوره کې ملاتړ وکړ.
دوی د فاسدو کړیو نوماندانو ته رایې ورنکړې بلکې دوی وکولی شول چې محمد اشرف غني ، چې د خلکو په نظر په جنګي جرمونو او لوټماریو تورن نه وی په ټولټاکنو کې بریالي کړي.
دا د اولسي انقلاب یو زنګ و ، چې لویدیز او داخلي لوټماران یې وراخطا کړل ، نو ځکه دوی راز راز ګواښونو ته لاس واچوه او بیا امریکا متحده ایالاتو د دوی مرستې ته راودانګل او په دې ډول یې محمد اشرف غني د واکمن کیدو مخنیوی وکړ. او د هغه واک یې نیم کړ.
نوموړی باید هغه فورمول ته چې د پخواني اولسمشر حامد کرزي له خوا ، د واکمنۍ د دوام د پاره رامنځته کړی و، شا کړي او اولس ته وخت ورکړي چې په خپله د هیواد واک په لاس کې واخلي.
په دې کې شک نه شته چې د اولسمشری په تیره دوره کې محمد اشرف غني فاسدو کړیو تر ډیره بریده فرمایشونه منلي او په خپل شاوخوا یې غوړه مالې او فاسدې ډلګې راټولې کړي وې چې دا ددې سبب شول چې پخوانی دوره کې د خلکو د هیلو او غوښتنو د تطبیق کوم څرک ونه لیدل شي.
که څه هم محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د پورتني فورمول څخه ګټه واخیسته او په دې ډول یې هیواد د سترو ستونزو سره مخامخ کړ، بیکاري ، لوږه او نا امني زیاته شوه او د خلکو چیغې ووتلي.
د افغانستان سیاسي بهیر د دې هیواد د خلکو له ټاکل کیږي او دا خلک دي چې وبه کولی شي د هیواد پټ او ښکاره دښمنان د خلو او خځلو په شان د خپلې مخې لرې کړي.
حامد کرزی نسخه : پخواني اولسمشر حامد کرزي په خپل نږدې دیارلس کلن حاکمیت کې هڅه کړي وه چې فاسدې او لوټمارې کړئ د ځانه راضي او خوشاله وساتي نو ځکه یې په دې منظور یوه ځانګړي کړنلاره درلوده:
1. ټول اداري ، امنیتی او اقتصادي واک فاسدو او لوټمارو کړیو ته سپارل ، او بی حسابه امتیازات
2. تش په نامه د دموکراسی تمثیل ، مګر واک د دې فاسدو کړیو په لاس کې پاتې کیدل
3. تش په نامه د فساد په ضد مبارزه
4. د ټولنې د پرمختګ د پاره د بنسټیزو کارونو نه تر سره کول
5. په غیر عادلانه توګه د قومي لحاظه دولتي څوکیو ویش
6. د متعصبو کړیو د خوشالی د پاره د پښتنو حقوقو تر پښو لاندې کول
7. او نور
که څه هم حامد کرزی سل په سلو کې ونه کولی شول پورتنی نسخه عملي کړي دا ځکه چې دلته نړیوال قوتونه موجود و، دولتي جوړښت یې د نږدې څاره او تر یوې اندازې یې د افغانستان د پرمختګ پلانونه عملي کول.
د حامد کرزي پورتنی پالیسی ددې سبب شوه چې چې هغه په ټولنه کې یو بیکاره ، مفت خور ، فاسد او مضر قشر رامنځته کړی. داسې قشر چې د شخصي ګټو د پاره تیار دی چې د هیواد او خلکو برخلیک سره لوبې وکړي.
خلک د حامد کرزي د پورتنی پالیسی څخه په بغارو راغلي و، دوی په ټولنه کې بدلون غوښته مثبت بدلون. داسې بدلون چې اداري فساد ، د پښتنو ضد ښکاره تعصب او بی عدالتي له منځه ولاړه شي.
مګر د اولسمشری د دوهمې دورې د پاره نوموړي خلکو ته یو شمیر ژمنې ورکړې چې خلک هم د ډیرو ستونزو په ګاللو سره تیار شول چې نوموړي ته د باور رایه ورکړي که څه هم په میلیونو د خلکو پاکې رایې د چارواکو له خوا باطلې شوې خو بیا دوی وتوانیدل چې اشرف غني بیا واک ته ورسوي.
د ټولنې محرکه قوه:
په هر هیواد او ټولنه کې په عمومي ډول سره دوه قوتونه موجود وي ، د دې دواړو قوتونو تر منځ مبارزه روانه وي:
1. انقلابی قوتونه : هغه قوتونه دي چې د ټولنې د پرمختګ ، ثبات او ارامي غوښتونکي وي ، دا قوتونه لوږې ، بیکارۍ ، لوټ او غصب په وړاندې مبارزه کوي او دا قوتونه هڅه کوي چې په هیواد کې ریښتیني دموکراسي رامنځته او خلک خپل برخلیک په خپل لاس وټاکي.
2. ارتجاعي قوتونه:دا هغه قوتونه دي چې دوی یوازې د خپل واک ، ځواک او شتمنۍ په فکر کې وي دوی هڅه کوي چې د خلکو لوټ دوام ومومي او نه پریږدي چې خلک خپله راتلونکي په خپله وټاکي. دوی ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره تیار دي چې هر راز خیانت او جنایت ته لاس واچوي.
په افغانستان کې د پورتنیو ځواکونو تر منځ مبارزه یوه پیچلي او لوړ پړاو ته رسیدلي ده. د افغانستان خلک ( په هر توکم او سیمه پورې چې تړلي دي) غواړي په هیواد کې ریښتیني دموکراسي رامنځته شي. لوږه ، تنده او وزګارتیا له منځه ولاړه شي. ټولنه د پرمختګ لوړو پړاونو ته ورسیږي.
د اشرف د غني اولسمشرۍ دوهمه یا ټاکونکي دوره: محمد اشرف غنی تل دا ادعا کړي دهه چې نوموړی به د امیر امان الله خان پاتې انکشافي پلانونه عملي کوي او دا پړاو به پای ته رسوي. په دې کې هیڅ شک نشته چې یوه بیکاره او فاسده اداره نشی کولی په ټولنه کې انکشافی او پرمختیایی پلانونه مخته بوزي.
اوس اشرف غني که په رښتینی توګه خپلو ژمنو ته وفادار وي اړینه ده چې یوه ملي پاکه اداره رامنځته کړي او دا اداره وکولی شي ټول انکشافي پلانونه په ښه ډول سره تر سره کړي.
ددې له پاره چې ټولنه د پرمختیا په لور روانه شی تر ټولو اړینه ده چې په خپله خلک په دې بهیر کې ټاکونکی رول ولوبوي. د افغانستان په ټول تاریخ کې مرتجعو قوتونو هڅه کړیده چې د ټولنې د پرمختګ مخه ډب کړي.
د اوسنیو اولسمشري ټولټاکنو وروسته چې اشرف غني په بشپړ اکثریت سره د هیواد اولسمشر اعلان او لوړه یې وکړه ، مګر داخلي مرتجعې کړۍ او امریکا بیا کرار نه کیني چې په هیواد کې د یوه مرکزي ځواکمنې ادارې د رامنځته کیدو مخنیوی وکړي.
په رسنیو کې راپورونه ورکول کیږی چې د هیواد اولسمشر محمد اشرف غني اوس چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا تر فشار لاندې دی چې د یو شمیر پخوانیو ډلو او تنظیمونو چې په هیواد کې په جنګي جرمونو او لوټماریو تورن دي غوښتنې او فرمایشونه ومني.
د امریکا متحده ایالات ددې په ځای چې د افغانستان د خلکو نظر او غوښتنو ته پاملرنه وکړي ،په ډیره سپین سترګۍ سره یې د نوموړو فاسدو کړیو دفاع ته راودانګل تر څو یو ځل بیا دا فاسدې کړۍ د افغانستان په خلکو واکمنې کړي.
ویل کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی که چیرې دا غوښتنې ونه منل شي دوی به خپلې مرستې کمې کړي او د به د افغانستان د پاره ډیر ستونزمن حالت رامنځته کړي.
داسې په ټولنیزو رسنیو کې راځي چې تر اوسه محمد اشرف غني نوموړو فشارونو ته غاړه نده ایښي او دا فشارونه او غوښتنې یې غیر قانوني بللي دي.
.
همه شمول ، ډرامه :
: دا فاسدې کړی د ناوړو موخو د پاره تیر ایستونکي ترمینالوژي استعمالوي او په دې ډول هڅه کوي چې د هغې شاته خپلې کرغیړنې څیرې پټې کړي.
ټول ګډون ( همه شمول) یو د دې لغتونو څخه دی. یعني دوی په دې مانا دا ټکۍ استعمالوي چې ګواکې دوی داسې حکومت غواړي چې ټول په کې ګډون ولري. خو دا نه وايی چې د ( همه یا ټول) څخه یې مطلب څه دی؟
1. ایا د دې څخه د دوی موخه ټول قومونه او توکمونه دي؟
2. ایا ددې څخه د دوی موځه ټولو ژبو ویونکي دي ؟
3. ایا ددې څخه د دوی موخه د ټولو مذهبونو لرونکي دي؟
4. ایا ددې څخه د دوي موخه د ټولو سیمو اوسیدونکي دي؟
5. ایا ددې څخه د دوی موخه د ښځو او نرانو ګډون دی؟
6. ایا ددې څخه د دوی موخو د ټولو عمرونو لرونکي دي؟
7. ایا ددې څخه د دوی موخه د نرانو او ښځو ګډون دی؟
8. ایا ددې څخه د دوی موخه د ټولو ټولنیزو او اقتصادي طبقو خلک دي ؟
9. او داسې نور
خو دوی دا ( همه ) نه مشخص کوي داسې ښکاري چې د دې ( همه ) څخه د دوی موخه د ټولو غلو ، لوټمارانو ، فاسدو چارواکو ، مافیاو ، د بهرنیو هیوادونو د مزدورانو ګډون دی چې غواړي دا فاسد کسان د هیواد ټول واک په خپل لاس کې ټینګ وساتي.
د کتونکو په باور د دې څخه موخه ، په بشپړه توګه ، فاسدو ، متعصبو او مزدورو کړیو ته د افغانستان د واک سپارل دي. چې افغانستان به یو کمزوری په فساد ولاړه اداره ولري چې هغه به د ایران ، پنجاپستان او نورو دولتونو د امرونو او فرمایشونو سره حرکت کوي. ملي یووالی ، سوله ، ثبات به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او اقتصادي پرمختګ به ټپه ودریږي. یوازې به د زورواکانو او لوټمارانو قصرونه او لوړ پوړي ودانۍ رامنځته کیږي .
لکه څنګه چې تر ننه دولتی واکمنی په میراثي ډول رامنځته شوي او دا واکمنی به د پخوا څخه زیاته پراخه شي. په دولتي ادارو کې به وړتیا ، زیار ایستل او تجربه کوم ارزښت ونلري د ښوونځي د نهم او لسم ټولګي زده کونکي به مستقیما وزیران ، والیان او رییسان او جنرالان کیږي.
خو که چیرې محمد اشرف غني ، د ( همه شمول دولت ) ډرامې ته تسلیم شو ، په هغه صورت کې د افغانستان هیواد به پنځوس کاله شاته وغورځي او په هغه حالت کې به نوموړی د افغانستان په تاریخ کې د بیکاره اولسمشر په نوم یاد شي.
اوس د افغانستان د موجوده ستونزې د اوارولو د پاره د ( حامد کرزي فورمول ) په دړد نه خوري دا ځکه چې خلک هیڅکله دې ته تیار ندي چې دا مافیایي ډلې په خپلو اوږو وګرځوي.
وزګاره سیاسیون:
نږدې ۱۴ کاله حامد کرزي او د هغه فاسدو همکارانو په هیواد واک وچلوه. چې دا د محمد ظاهرشاه څخه د هیواد داسې واکمن ګڼل کیږي چې د هیواد برخلیک باندې واکمن وي.
خو کله چې نوموړی واک محمد اشرف غني ته ولیږدوه ، پکار داوه چې نور خپل استراحت وکړي او د سیاست له ډګر څخه ووځي. مګر نوموړی دا کار ونه کړ. تر ډیره بریده یې د هیواد په ټولو پیښو کې مستقیمه یا غیر مستقیمه اغیزه درلوده. د خلکو په ګومان غني په نیمه حاکمیت کې د حامدکرزی رول منفي او فاسدو کړیو په ګټه و.
اوس هم نوموړي خپل پخواني همکاران په ځان راټول کړي دي او هڅه کوي چې په ټولنه کې د یوه قوت په توګه راښکاره شي. دوی غونډې کوي مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي اواعلامیې صادروي.
اوس بیا د دوی د مطرح کیدو چانس رامنځته شوی دی. دوی د اولسمشرۍ د وروستیو ټولټاکنو له امله د رامنځته شوو ناندریو څخه په خپله ګټه کار اخلي یعنی په دې مانا چې دوی په ظاهري توګه هڅه کوي چې دې بحران ته یوه د حل لاره پیدا کړي.
هغوی د اساسی قانون موادو ته پاملرنه نه کوي او هم په نړیوال عرف کې د ټاکنو بهیر ته نظر نه اچوي. یعنی دا چې په ټولټاکنو کې بریالی وګړی حق لري او مسوولیت لري چې کابینه او حکومت تشکیل کړي.؛
په مقابل کې د ټولټاکنو بایلونکي باید دا پایلې ومني او کولی شي د اپوزیسیون مسوولیت په غاړه واخلي. مګر دا سیاسیون د اساسي قانون په نظر کې نه نیولو سره هڅه کوي چې داسې شرایط په اشرف غني ومني چې په اساسی قانون کې وجود نلري.
په دې ډول دوی هڅه کوي چې راتلونکي اداره هم یوه بیکاره او فلج شوي اداره وي چې واګې یې د دوو کسانو او یا ټیمونو په لاس کې وي.
ښه به دا وي چې حامد کرزی د کرونا ناورغی اوصول په ځان ومني د کوره ونه وځي. او کله چې دا ناروغي ختمه شوه په سیاسي پیښو کې بې پرې توب ثابت کړي او حج ته ولاړ شي. د تیرو ګناهونو د لوی څښتنه بښته وغواړي او په راتلونکي کې یوازې خیریه مرستو ته لاس واچوي.
د خلکو د ملاتړ د تر لا سه کولو میتودونه:
د افغانستان خلک د بن د موافقو ۲۰۰۱ کال را پدې خوا په کابل کې د جوړ شوي حکومت ملاتړ نه کوی دا ځکه چې په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان هغه کړۍ او ډلې واک چلوي چې د خلکو او وطن په ضد یې زړه بوګنونکي جنایتونه تر سره کړي ، دوی دا هیواد په کنډواله اړولی او د خلکو هر څه یې لوټ کړي دي.
دا کړۍ د ایران او بنجاپستان له خوا رامنځته شوي او د لویدیز په مرسته ځواکمنې شوي او واک ته رسیدلي دي. دا کړۍ د خپلو شخصي ګټو د پاره تیارې دي چې افغانستان تباه او د هیواد خلک د نابوۍ کندې ته وغورځوي.
د نړۍ او د هیواد تاریخ په ډاګه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو تل د داسې فاسدو او جنایتکارو کړیو ملاتړ کړی ، هغوی یې واک ته رسولي او یا یې په واک باندې ساتلي دي. چې ښه مثال یې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د نسکورولو وروسته په بن کې د مزدورو او جنایتکارانو د ډلګیو د استازو راټولول او دوی ته د واک سپارل و.
د بن په غونډه کې د افغانستان د خلکو څخه یوه تن هم استازیتوب نه کوه بلکې د دې غونډې ټول ګډون کونکي د مزدورو او لوټمارو کړیو څخه هلته تللی او د دوی ګټې یې خوندي کولې.
د لویدیز په مشوره سره په بن کې د کابل د پاره د غلو او داړه مارانو څخه یو حکومت تشکیل شو چې د هغه په سر کې حامد کرزی و ټومبل شو.
که څه هم په لومړیو کې د غلو او جګړه مارانو کړیو شمیر او پلویان لږ و ، مګر د دولتي امتیازاتو او د لویدیز څخه د پټو مرستو په تر لاسه کولو سره د هغوی څخه هر یو په ډالرو میلیونر او حتی میلیاردران شول.
دې واکمنو کړیو په هیواد کې د دولتي واک تر څنګ په هیواد کې مختلفې مافیاوې رامنځته کړې. دا مافیاوې عبارت دي له :
د نشه یی توکو مافیا ، د ځمکو د غصب مافیا ، ګاز او تیلو مافیا ، د کانونو د غیر قانونی ایستلو مافیا ، د قیمتي کاڼو د قاچاق مافیا ، انساني قاچاق مافیا ، ....
ددې له پاره چې د خلکو پراخ ملاتړ تر لاسه شی او پورتنیو ستونزو ته د اوارې لارې پیدا شي اړینه ده چې د خلکو سره دا ستونزې شریکې کړل شي:
عمومي پوهاوی :
ددې له پاره چې محمد اشرف غني وکولی شي خپل مخالفین د سیاسي ډګر څخه لیرې کړي باید د هغوی په وړاندې لازم او سنجول شوی پلان ولري :
1. د ټولو هغو کسانو چې په هیواد کې په لوټماری ، جرم او جنایت باندې تورن دي او یا د هغوي په هکله نه انکار کیدونکی اسناد وجود ولري ، باید خلکو ته رسوا کړي.
2. د دوی ټولې پټې او ښکاره اړیکي چې د افغانستان دښمنه هیوادونو سره یې پخوا درلودې او یا لري هغه خلکو ته ښکاره کړي.
3. ټول هغه پټ موافقه لیکونه چې ددې ډلو او وګړو تر منځ د بریالیتوب په صورت کې رامنځته شوي دي بربنډ او خلک پرې خبر کړي.
دا چې اوس دا کړۍ هڅه کوي چې خپلې غوښتني په اولسمشر باندې ومني نو اړینه ده چې :
1. ټول هغه پیشنهادونه او غوښتنې چې د سیالانو له خوا وړاندې کیږي د خلکو سره په تفصیل سره شریکې شي.
2. ټول هغه پیشنهادونه چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو سکرتری په دې هکله تر سره کړي دي د خلکو سره شریک کړل شي.
3. ټول هغه پیشنهادونه چې تش په نامه سیاسیون یې په دې هکله تر سره کوي خلکو ته بیان کړي.
4. ټول هغه پټ او ښکاره تهدیدونه چې د مختلفو اړخونو له خوا تر سره کیږی د خلکو سره شریک کړی.
د خلکو هڅونه :
باید په زغرده ووایو چې د پورتنیو معلوماتو په شریکولو سره د خلکو څخه وغوښتل شي چې دوی د دې ستونزې د اوارولو د پاره :
1. خلک کوم نظر لري.
2. ددې ستونزې د لرې کولو د پاره کوم وړاندیز لر ي.
3. دوی ددې ستونزې اواری کې څه مرسته کولی شي.
پاکې او ملي ادارې رامنځته کول: دا چې د دوهم ځل د پاره محمد اشرف غني د واک په څوکۍ کیناست اړینه وه چې نوموړي په خپلو مقرریو کې ډیر دقت وکړي تر څو یوه وړ اداره رامنځته کړي.
لومړی باید ووایو چې ایا دا فرض ده چې د اولسمشر مرستیالان باید هزاره او تاجک واوسي . بلوڅ، هندو ، سیک ، پشه یی، نورستانی، ایماق، قرغیز، قزاق ، مغول، ترکمن ، ازبک او نور حق نلري چې په دې څوکیو کار وکړي؟
مګر ولیدل شوه بیا هغه د فاسدو کسانو په ګومارلو پیل کړی دی.فاسد ، شکمن او متعصب کسان په مختلفو څوکیو باندې ګومارل شوي او دا ګورمال روان دی. د ټولنیزو رسنیو د ادعا ګانو سره سم ماشومان هم د جنرالی په څوکیو ګومارل شوی او کیږی. او په دې او په دې ډول یې په دولت کې د میراثي توب اصل د پخوا په شان ساتلی دی.
داسې ښکاري چې یو ځل بیا د ټولني بشپړ اکثریت اولس ( پښتانه چې نږدې ۶۵ سلنه دی) په اداره کې د ګډون څخه لیرې ساتل کیږی او ټول پام هغو توکمونو ته کیږي چې د حامد کرزي په دوره کې موجوده و. بیا به د پخوا په شان پښتانه په افغانستان کې هم پښتانه ځانونه بیګانه وبولي او د محکوم اولس په توګه ځانونه وګڼي.
ځینې کسان دا استدلال کوی په داسې حال کې چې په پاکستان کې د پښتنو تناسب د پنجابیانو په نسبت ډیر ټیټ دی خو د عمران خان په حکومت کې د پښتنو استازیتوب د کابل د اشرف غني د حکومت څخه زیات دی. دا استدلال تر ډیرې اندازې واقعیت ته نږدې دی.
په پاکستان کې پښتو ژبه محکومه ده ، په افغانستان کې هم د پښتو ژبه محکومه ده.
په پاکستان کې هم د پښتنو سیمې د انکشافي پلانونو بې برخې دي په ا فغانستان کې هم بې برخې ساتل کیږي.
په پاکستان کې د پښتنو سیمې په قصدي توګه د جګړې ډګر دی په افغانستان کې هم د پښتنو سیمې په قصدي توګه جګړې ډګر دی.
په پاکستان کې هم د پښتنو مشران قتل کیږی په افغانستان کې هم په زرګونو د پښتنو مشران او متخصصین وژل شوی او کیږی.
په پاکستان کې د پښتنو د تصفیه روانه ده په افغانستان کې هم په مرکزی او شمالی سیمو کې د پښتنو د تصفیې پروګرام عملي کیږی. او داسې نور.
پورتنی هغه حقیقتونه دي چې تش په نامه سیاسیون او سیاسي ډلې پرې سترګې پرې پټوي او د اولسمشری په تیره دوره کې هم پرې سترګې پټې شوي دي.
خلک ډیر هوښیار دي سترګې لري او ټول لوستي کسان ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري. اوس بدرنګې او ښایسته څیرې د چا له نظره نه پتیږي. ارګ میشتي نه شی کولی د خلکو له سترګو څه پټ کړي.
که چیرې محمد ا شرف غنی خپلو کړنو او پالیسیو ته د خلکو او وطن په ګټه پاملرنه ونکړي او یوازې د فاسدو ، لوټمارو کړیو او لچرو ځان غوښتونکو غوښتنو ته غاړه کیږدي په هغه صورت کې به د دې دورې څخه وروسته به دده په په هکله د حامد کرزي په شان د خلکو نظر تل منفي واوسي او حتی ځینی کسان به یې د محاکمې غوښتنه کوي.
که چیرې اولسمشر په رښتینی توګه غواړي افغانستان د اوسنیو ستونزو څخه راووځي باید راتلونکی دولتی اداره په شفافه توګه تنظیم کړي تر څو وړ کسان په کې مقرر او هغوی په رښتیني توګه وطن ته خدمت وکړي:
1. کابینه باید غیر سیاسی اوسي.
2. د کابینې غړي باید مسلکي واوسي .اوس ټول وزیران غیر مسلکی دي او همدا خبره ده چې د انکشافي پلانونو په تطبیق او ورسپارل شوو دندو کې ناکام دي.
3. وزیران او چارواکی باید په خلکو کې د ښه نوم لرونکي وي.
4. چارواکي باید د یوه توکم ، ژبی ، سیمې او مذهب په هکله فکر ونکړي.
5. هر چارواکی باید د خارق العاده استعداد لرونکي وي.
6. چارواکي باید په فساد ککړ نه وي.
7. د بهرنیو او په ځانګړي توګه د ګاونډیو هیوادونو د پټو سرویسونو سره ښکاره او یا پټې اړیکي ونلري.
8. د دولت د بودجې د بې ځایه لګولو ډډه وکړي.
د افغانستان خلکو تر منځ قومي ، ژبنی او مذهبی اختلافات وجود نلري دې خلکو یو ځای ژوند کړی دی او یو ځای به ژوند کوي. خو د حامد کرزي د حاکمیت په رامنځته کیدو سره قومي ، مذهبی ، سیمه ایزو او ژبنیو اختلافاتو ته لمن ووهل شوه. په دولتي څوکیو ددې په ځای چې یو څوک د اهلیت ، لیاقت او تجربې له مخې مقرر شي د قومیت او توکم له مخې د مقررۍ اصل رامنځته شو.
په دې ډول سیاسیونو هڅه وکړه چې قومی اختلافاتو ته لمن ووهي او ددې لارې خپله امتیازات ترلاسه کړي. دلته قومي او مذهبی ټیکداران رامنځته شول.
له دې امله که چیرې محمد اشرف غني قومي او مذهبی ټیکداري له منځه یوسي او په دولت کې وړتیا ، زده کړو ، رښتینوالی او تجربی له مخې چارواکی وګوماري په هغه صورت کې راتلونکي اداره به بریالی وي.
په پای کې :
د اساسي قانون له مخې اشرف غنی باید یو ویښته هم معامله ونکړي. په ټولټاکنو کې مات شوي نوماندان باید د اپوزیسیون څوکۍ خپله کړي او په دولت کې د دندو او شراکت خوبونه پریږدي. همدا لار اساسی لار ده.
پټه لوبه باید ښکاره کړل شي او په دې لوبه کې باید افغانستان اولس شریک کړل شي.
اولسونه دي چې سیاسی ، پوځي او اقتصادي لوبې ګټي.