سلام مروره وروره

دا د لیکنی اصول دی چه مقالی د هر هدف لپاره ځانګوړی طرز لری. هغه په صریح او غیر صریح توګه د لیکونکی عقیده ښیی. ستاسو مقاله که بی نومه نشر شوی وای نو ما به هیڅګله دا ګمان نوو کړی چه لیکونګی به یی مسلمان وی. خو خوشبختانه ستاسو نوم می ولید او څکه می په بیعلمی باندی توجیه کړه. دا ولی دلیلونه یی په لاندی لیکو کی ویل شوی دی.

 

وروره زما په انتقادی لیک مه خپه کیږه، دا خو دلیکوالانو یو لازم پلو ده. دا ستاسو په لیکنه سانسور نه دی بلکه ستاسو د لیکنی و منفی پلو ته کتنه ده. تاسو دا باید وزغمی کنه بیا خو خپله هغه ګناه کوی کومه چه مو په ما تپلی ده. 

تاسو رښتیا ویلی چه زه ستا په لیکنه خپه شوی یم. دا د یو مسلمان وظیفه ده چه د خپل دین په توهین خپه شی. تاسی می شاید بیا سیاسی طالب وبولی، مګر زما په نظر سیاسی طالب د سیاسی مسلمان معنی لری، او که خپه کیږی نه نو دا اصطلاح مو د سیکییولرو د نظر ترجمانی لری. سیکیولران د دین او سیاست بیلګون غواړی او له دی کبله له مسلمان سیاستوالانو نه کرکه لری. خو یو مسلمان پوهیږی چه اسلام او سیاست او حکومت بیلتون نه لری. آسلام د حکومت لپاره اصول لری چه هغه په ټولو مسلمانانو فرض دی چه مراعات یی کړی. اوس به راسو چه ما ولی ستاسو په لیکنه نقد نیولی وه؟ ایا زما ګمان وو او که یقین، او تاسو په کوم ځای کی تیروتنه کړی وه؟

تاسو لیکلی وو:

«مسلمانان دعوا لري چه اسلام د هرمشکل له پاره حل لري ، د اسلام دین یګانه د حل لار ګڼي ، او لوی لوی ملایان دا دعوا هم لري چه : د قران ، د الحمدالله سورت د هر مرض علاج دی ، بېله د مرګ نه، 

دیني طالب او سیاسي طالب ټول په دې عقیده دي چه اسلام د هر (اخلاقي ، حربي ، سیاسي ، صحی او طبي ، زراعتي ،  فامیلي )خرابۍ او مشکل د حل لپاره ، قران د حل لاره ښودلې ده 

که تاریخ راواخل ... »

له پورتنی لیکنی داسی ښکاری چه لیکونکی یی د مسلمانانو له همدی نظر سره موافق ندی. دا په دی چه تاسو د مسلمانانو عقیده په ډیره سطحی او نیمه سمه توګه بیان کړی ده. که تاسو د اسلام ټول لازم علوم ویلی او باندی پوه سوی وای نو داسی ادعا به مو په ټولو مسلمانانو نه وه وراړولی. دا ټیک ده چه اسلام د هر مشکل د حل لپاره اصول لری خو که د ټولو مشکلاتو حل ووایی نو دا به غلطه خبره وی څګه دا خو د حدیثو او د اصول فقه او د فقه کتابونه په واضحه توګه ردوی. که تاسو په فقه او یا د هغی په اصولو باندی بلد یی نو بیا دلیل ویلی شی. که تاسو د قانون سره بلد یی نو بیا زما په خبره پوهیدای شی چه څنګه اسلام د هر مشکل د حل لپاره اصول لری. د مثال په توګه اسلام د هر روا قرارداد مشخص شکل نلری. مګر د ټولو قراردادونو لپاره عام اصل لری. ّهغه داده چه هر قرارداد باید د طرفینو په رضا باندی متکی وی. نو هر وخت که یو نوی قرارداد راځی هغه د اسلامی اصولو په اساس تحلیلیږی  او بیا فیصله کیږی چه هغه یا روا دی او یا ناروا. په دی ډول باید له اسلام نه تعبیر وشی. خو تاسو د څینو عامه خلکو عقیده په ټولو مسلمانانو ټپلی او دا د علمی مقالو له اصولو نه سرغړونه ده. دا دعلماؤ په مینځ کی په پوروپاګندو باندی توصیف کیږی او په بی علمی. البته پروپاګنده د مغرضو او بدنیته کسانو له خوا خپریږی چه هغه یو غل وغش لری. د پورتنی دلیلونو د ویلو نه وروسته اوس پوهیدای شی چه ما ولی ستاسی لیکنه کمعلمه بللی ده. 

 

اوس به راسو ستا و دوهم پارګراف ته: 

«که تاریخ راواخلو او تېر ادیانو تاریخي کړو ته په تېز او ژور نظر وګورو  نو عیسوي ملایانو هم همداسي دعوا کول چه دین هر مشکل ته حل لري ، کله چه عیسوي ملت او  امة ، د عیسوي ملایانو خبري ورسره ومنلې ، نو دغه وخت و چه ملایانو بازار او دوکانونه ، املاک پلورنځیانی پرانستلې او سماوي باغونو خرڅول ئې پیل کړل ، او حکومت (امارت عیسوي ) هم پر مځکي حاکم کړی ،  پر ځمکه ئې یو غوبل جوړ کړئ ، ښځه ئی د شیطان نسل ونمول ، او ښځي ئې له طبیعي او سماوي حقوقو نه محرومه کړې ، ( د ملک د رانیولو او د ملک او جایداد د قبالې د درلودلو نه ئې محرمه كړي ، خو  خبره دائي حال ته راورسېدله چه: الإيمان بالله واليوم الآخر  اهمیت ولاړی ورک سو ، او پخپله «الملاَ» مقدس سو او د مځکي پر مخ د «اله » راسته لاس او نماینده سو او د «الملأ» سره مخالفت  د «الهَ» سره مخالفت ؤ او په کفر سره تلقي کېدلی او له عیسویت نه محروم کېدی ، او بخښه او معافي هم د «الملأ» په خپل لاس او قدرت کي واخستل ، چه اوږد مضمون را لنډ کړم ، ټول اقتصادي ، مذهبي  او نور کوم قدرتونه چه وه ، هم ئې په خپل لاس کي ونیول . خو آخیر د فرانسې نامیان پر راوغورځېدل ، او ازادي واخستل او د «الملأ» و عیسوي امارت ته ئې د پای ټکی کښېښاوه» 

تاسو ویلی عیسوی ملایانو هم داسی دعوا کول. په پورته پراګراف کی مو دا خبره په ټولو مسلمانانو او ملایانو آچولی وی. دا علماٌ څه مفهوم لری؟ که د انالوجی په طریقه بلد یی نو بیا باید د مسلمانانو او عیسویانو او ملایانو او پادریانو  او څنګه چه همدا ټول په دین عقیده لری نو د دواړ دینونو یعنی اسلام او عیسویت تشبیه کامله وی.د مقایسوی علم دا اصل دی چه نارنج او مڼه باید له یو بله سره مقایسه نسی.  په دی برسیره مو د عیسویت منفی اړخونه بیان کړی دی. دا په دی معنی چه اسلام هم همداسی منفی نظریات لری. او بیا مو د سیکولرانو د غلبی توصیف کړی دی. داسی انالوجی په بی علمی او یا پروپاګندی باندی شاهدی وایی. مسلمان ملایان په اسلام باندی دلیل نیسی او عیسوی ملایان (پوه شه چه دا تشبیه په خپله غلطه او غرضې ده) په عیسویت. نو څنګه چه تاسو د عیسوی ملایانو نه توهیینی تعبیر کړی د ا د اسلام او د هغو د ملایانو توهین هم دی. دا غلط دی. عیسویان امارت نلری. ته باید د امارت او خلافت د حکومتی نظام په مفهوم پوه شی چه هغه دینی او اسلامی اصول لری او دا اصول په عیسوی دین کی نشته. تاسو شاید دواړوته د دینی حکومتونو په سترګه کتلی وی او څکه مو یو بللی وی. نو دا خو به د سیکولرانو په نظر یو وی، خو په علمی لحاظ تیروتنه ده. مونږ خو وویل چه انالوجی کامله تشبیه غواړی نو ستاسی د عیسوی ملایانو د بدو کارونو تشبیه هم باید کامله وی چه دا په ځای خبره نده. آسلام ښخه او نر د یوبل سره مساوی بولی او هغه دواړه د الهی قانون په وړاندی مساوی مسئولیتونه لری. او هیڅکله د شیطان نسل نده بلل سوی. ټول مسلمانان او ټول ملایان ښځی د سماوی او یا طبیعی حقونو څخه نه محروموی. څنګه چه اسلام د ښځی د طبیعت سره مطابق حقونه ورکړی نو ستاسی د اسلام تشبیه له عیسویت سره بیخی بیځایه ده. تاسو د امارت لفظ ویلی دی. دا یعنی حکومت. بیا تاسو د ځمکو خبره کړی. نو پوه شه په اسلامی امارت کی دولت خپل املاک لری او که امیر وی نو هغه د دولت په املاکو کی تصرف کولای شی خو شخصی مال یی نسی بللای. لدی کبله د کلیسا املاک د امارت املاک نسی بللای. د کلیسا املاک د اوقافو له نظام سره تشبیه لری خو تشبیه یی کامله نده. په دی برسیره تاسو څنګه د کلیسا د املاکو خرڅونه بده بولی په داسی حال کی چه هر حکومت دا حق لری او د هغه انکار به د پوهی سره بغاوت وی. تاسو د «الملا» لفظ لیکلی. نه پوهیږم و اول استعمال ته وګورم او که د هغه استعمال په دوهم لیکنه کی. داسی ښکاری چه تاسو په عربی کی بلد نه یاستی. الملا عربی ښکاری خو عربی ندی، بلکه عربی لفظ «الملاء» دی چه دا ډیری معناوی لری، په قرآن کی د قوم د اشرافو معنی لری. ملا او مولی او یا منلا بیل دی. سوریان عرب او عجم ملا د اسلامی عالم لپاره استعمالوی او شمالی افریقایان بیا مولی استعمالوی. دا چه تاسی الملا ویلی نو ستاسو د عربی پوهنی ضعف ښیی. اوس به راسو د علماوو تبعیت ته. که ملا د قران او سنت په اساس کومه خبره کوی نو د هغه ردول د قران او سنت ردول دی. او داسی که څوک غواړی نو د هغه په اسلام کی شک دی. خو تاسو مسلمان ملایان او عیسویان یو بولی مګر هغه بو ندی. د عیسویانو په خلاف په اسلام کی د ملایانو هره خبره الهی خبره نده او په دی اساس ستاسو تشبیه غولونکی ده. ستاسو راتلونکی پراګرافونه د پورتنیو ادعا ګانو تائید کوی:

«او هغه چه فرانسې خپل ملي میثاق ولیکلی ، او د مذهب لاستی ئې لنډ کړی ، او انسان ته ئې هغه خدای ور کړې ازادي بیرته ورکړه ، او انسانانو په خپله خوښه مخه و دین او طبیعی علومو ته کړه ، او د جهان رهبري ئې په لاس کي واخستل ، او که چه ئې استعمار کښي زورمندي شروع کړه ، نو بیا د نړۍ خلګ ئې مخته ودرېده او د فرانسویانو سیاسي لاسونه ئې ورلنډ کړل ، بیرته ئې فرانسې ته ولیږل»

دا پورتنی لیکنه د فرانسویان د عملکرد ستاینه او په هغه د ایمان نشانه ده. اوس که تاسو څه پوهه او تحلیل لرلی وای نو دا توصیف به مو نوو کړی. څګه دا لومړی ملی میثاق نه وو. د حضرت محمد (ص) بیعت میثاق وو او د مدینی د خلکو لپاره تړون د بیعت مطلب وو. هغه بیعت او تړون د ننی اساسی قانون او انتخاباتو لپاره اولنی منبع بللای شو. د فرانسی او ایتالیا علماء تر ټولو زیات اسلامی افکار ویلی او توسیع کړی دی.  پوه شه چه د فرانسی انقلاب ددی په ضد وو او لا اوس هم هغسی مخالف دی. البته طبیعی قانون ته یی غاړه ایشی وه جه هغه هم د ابن رشد د نظریاتو زاده وه. د هغوی رهبری په همدی پورته ټکیو ولاړه ده او هغه ټکی اسلامی مصدر لری. هغوی عیسوی کلیسایی نظام نسکور کړ او په عوض کی یی اسلامی افکار د سیکیولری په جامه کی په تحریفی شکل راوړل. تحریف په دی معنی ده چه د اسلام د حق او واچب نه تیرشول او مطلقه ازادی یی غوره کړه. که تاسو شک لری نو د امریکا د سیکیولرو مخورو نه خبر شی چه هغوی ولی د قران نسخه له ځان سره ساتلی وه. هغوی د فرانسی د ازادی افکار په خپل اساسی قانون کی تعمیل کړل. 

فرانسی له انقلاب نه وروسته هڅکله دین ندی منلی صرف سیکیولر افکار منی. د جهان رهبری که مو استعمار مطلب وی نو لا تر اوسه دوام لری. دهند د سمندر په جزیرو کی مستقیم او په افریقا کی غیر مستقیم رول لری. افغانستان ته هم د استعمار لپاره راغلی ول. 

تاسو اوس غربی صفت کوی مګر خلک اوس په نویو لیارو پسی ګرځی. 

ستاسو نوره بیعلمی په لاندی ټکیو کی:

«اوسنۍ فرانسه مسنعمرې نه لري ، اسماني باغونو پلورنځئ ئې ندی پرانستي ، او په خپل ملک کښ يي یو خاورین نظام چلوي ، او د خپل وطن څخه ئې زمیني باغ او جنت جوړ کړی»

دا پورتنی ټکی دفرانسی په نظام د ستاسود مینی او ایمان اندازه ښیی. اوله نیم جمله غلطه او دوهمه او دریمه یی د بیدینی تعبیر کوی او څلورمه نیم درواغ دی. تاسو د فرانسی د پاریس د شتمنو له وضعی نه خبری کړی او د عام اقلیت او مسکین فرانسویانو وضعیت مو پریښی دی. د ۲۰۱۴ امار ښیی چه د یو سلنی برخه د عامو خلکو نه جګه وه( ۱۲٪) او دا لا جګیږی. دا په دی معنی په فرانسه کی د جینی د کوایفشنت په اندازه ۲۹.۹۰ ده. په بل عبارت په ۲۰۱۷ کی ۸.۸ ملیونه فرانسویان د د مسکینی له معیار نه په ټیته اندازه ژوند لاره، ورځنی درامد یی د یوی یورو نه ټیت وو. دلته ستاسو عقیده شیی چه یوازی خاورین نظام د ترقی لیاره ده. که تاسو د عباسی او اندلس تاریخ ویلیوای نو تاسو به قانع شوی وای چه ترقی د الهی نظام په شوری کی هم راغلی او د اوروپایی نهضت بنسټ ده. د کلیسا په خلاف اسلام مسلمانان په قرآن کی په تکرار فکرکولو ته رابولی نو که یو ملت له علم سره مینه ولری هغه کولای شی هم دین ولری او هم ترقی. 

تاسی بیا لکلی:

«ناوړه سیاست ته ئې شا کړه او اجتماعي عدالت او انسانی میني ته ئې مخه کړه تر څو چه دا اسمان وي تل به دا فرانسه وي»

تاسو د مسلمانو له وضعی نه سترګی پټی کړی دی. هغه مسلمان چه د فرانسی په آزادی کی شریک جنګ کړی وو دهغوی سره څه چلند شوی وه؟ د مسلمانو تعلیم یی څنکه کنترول کړی وه او ده؟ د مسلمانانو دینی آزادی تر کومی اندازی کنترول شوی ده؟ ایا هغوی ته د جمات د جوړه ولو څومره امکانات برابر دی؟ یا هغه تر کومه اندازی خپل دینی عاداتو ته ادامه ورکولای سی. دی سوالونو ته جواب ستا علم زیاتولای شی.  فرانسه اخیرنی دولت وو چه له استعمار نه یی لاس واخیست. ایا دهغوی د ظلم په هکله مو د شمالی افریقا د مسلمانانو تاریخ ویلی. ایا اوسنی فقر او جنګونه ولی غربی افریقا کی دوام لری؟ زه نه پهیږم تاسو ظلم څه بولی؟ اجتماعی عدالت څنګه پیژنی؟ ایا استعمار او انسانی مینه دواړه سره یوځای کیدای شی؟

بیا مو داسی لیکلی:

«تاسو په لکهاوو کلې د اسلامي امارت لپاره تر خاورو لاندي کړي ، دواړه خپل مړو ته شهدان وايی»

زه نه پوهیږم ته څنګه ځان ته منور وایی چه تر اوسه دی دا نده درک کړی چه افغانستان د ۴۵ کفری قواوو تر اشغال لاندی وو او ده. که مو عادی اسلامی علم لرلای نو دا خبره به مو هیڅکله نوای لیکلی. 

«، او ملل متحده ستاسو اسلامي امارت نه مني» «، اوس به څه کوې»

طالبانو د امریکا سره د تړون په ورڅ ځان د اسلامی امارت نمایندګان وبلل. دا شل کاله یی د بین الملل په خلاف جنګ درلود. نو هوښیاران به لیږ تم کیږی او له وخته مخته به له بیځایه خبرو نه ډډه کوی. 

آخیرنی خبری

مسلمانان په تیره بیا پښتانه د سیکیولرانو او غربیانو د ظلم ځپلی خلک دی او هفوی ته د غرب صفت د هغوی په سر د میخونو ټک وهل دی. بلی د غربیانو ښه اړخونه کولی شوای چه باندی ولیکل شی خو لیکوال باید کوشش وکړی چه هغه د پښتنو د ښه کلتور او اسلامی عقیدی په چوکاټ کی واچوی. په دی توګه د ملی توحید او سوکالی لیاره اواره کیدای شی.