په ویبپاڼو کي مي کتل څو «وییني» مي تر سترګه سوي،چي داباید سمي ولیکو.
ترمخ تردې چي «وییني» وګورو دپښتو ژبي یوڅوستایني دنامه سره ګورو. لکه:
پراخه یوه ستاینه ده،دنامه سره راځي. پراخ ملک،پراخ هېواد، پراخ تندی ... خو پراخه مړینه، پراخ مېړه، پراخ سړي ناسمه لیکنه ده. ډېرمړه،ډېرسړي،ډېره مړینه،ښه مېړه ... ښکلې سندر غاړې او ښه آواز ئې، که و وایوچي ښه سندرغاړې ده؛خودښکلاستاینه نه کوو،بلکي د«آواز» یائې د ټولنیز حالت ښه یو.د«ستاینو»سم پکاروړل دنامه سره دایو ډېراوږدپښویزاوادبي بحث دی؛پردغه څوبولګو دلته بسنه کوو. اوس ويیني ګورو. [دکرونا «وبا» یوازي دزړو کسانو ژوندنه اخلي مګرممکن دځوانانوترمنځ هم پراخه مړینه درامنځته کېدو لامل شې.]
که دغه پورته جمله داسي ولیکل شي: [ دکرونا «ټکه» یوازي دزړو کسانو ژوندنه اخلي،ښایي چي دځوانانو دډېري مړیني لامل هم وګرځي.]
د«وبا» ناروغي یوه ښکاره ناروغي ده،چي ناروغی اسهاله وي یاني (دویني نس ناسته)لري او «کی» وهي اودناروغه دبدن اوبه ډېر ژر وچه وي. خو «کرونا» یوه نابوبره «ټکه» ده،چي پرانسانانو رالوېدلې ده.ښه به دا وي، چي د«کرونا» ناروغۍ ته «ټکه» ووایو نه «وبا»! ځکه هره ناروغي ځانته بېل نوم اوډول لري. هر خوږ ته سرطان نه سو ویلای. هره جنسي ناروغي «ایډس» نه سوبللای اودغسي نور.
پراخه مړینه: دغه ستاینه له دغه نامه سره څرنګه چي پورت هم وویل سوه نه جوړیږي. ښه به داوي،چي ډېره مړینه وویل سي یا ولیکل سي.
بله ویینه ګورو: [ګڼ شمېرراپورونو تاییدکړي چي د۱۰زروکسانودمړیني له منځه ۹۰سلنه داسي دي دپوخ عمرکسان دي.] لومړی ۹۰سلنه دا څه مانا؟ «سلنه» په پښتوکي نسته! کې مطلب «په سلوکي وي» نودي ولیکي. اوبل «راپور» شی نسي تاییده ولای بلکي ژونالست یامطبوعات داشی پخپل راپورکي تاییده وي. که دا«ویینه» داسي ولیکل شي!
[په ګڼ شمېرراپورو کي داراغلي،چي په۱۰ زرو کسانو کي دمړیني کچه «۹۰ په سلوکي» دپاخه عمرکسان دي.]
بله جمله ګورو: [دځیرک تلیفونونوخرڅلاو په کلنۍ کچه په سلوکي ۳۱ سلنه رالوېدلی دی.]
ښه لیکنه ئې: (په سلوکي ۳۱ رالوېدلی دی.) دغه لیکنه ئې بس وه! خو «سلنه» څه مانا او څرنګه شمېره ده؟ مالسمه، شلمه،نیويمه، سلمه اروېدلي اولیکلي لیدلي. سلنه مي نه ده اروېدلې اوپه طبعي اعدادوکي هم نسته. زموږ ژورنالستان اوخبرلیکونکي ئې لیکي. که پورته ویینه داسي ولیکل سي: [دځیرک تلیفونوخرڅلاوپه کلنۍ کچه «په سلوکي ۳۱» راټیټ سوی.)
دنور ژبو خبرلیکونکي او ژورنالستان زیار باسي،چي خپل د ژبي ادبي ګړدودي اړخ پراخه او ښکلا ورکي،خوزموږ ژورنالستان زیار باسي،چي په ژبه کي ناسمي وییکي ولیکي.
په دې مي ډېره خوابديږي،چي داسي یوه خوږه،پښویزه ادبي ژبه مو خپل دځان ژورنالستان په بېکاره بې پښتوګړوئې ولیکي. ما څو څو واره دالیکلي،چي «سلنه» شمېره نه ده مې لیکۍ. اود«بر» دپښتنو څخه هم یو لیکوال دغه ګیله لرله؛خوزموږ ژورنالستان دا نه ویني. متل دی،چي وایي: (اوښ ته ئې ویل: چي دا غاړه دي ولي کږه ده؟ ده ویل نوکوم ځای مي سم دی،چي پاته غاړه سي.) پرموږ دي یوالله ورحمیږي،چي ټول ځایونه موسم سي.
د پښتوژبه زموږ او ستاسو د ټولو ده هر یو پښتون خپل پر اندازه حق پکښې لري،چي خبري پکښې وکړي او خپله عقیده په کې څرګنده کړي.