کرونا او زموږ پنځه زره کلن تاریخ

بابا څنګه ده کرونا؟
هیڅ شی نشته دا د کافرو دسیسه ده په مسلمانانو تاثیر نه کوي.
نو بیا د کعبی طواف ولی بند شو؟ په سعودی عرب، مصر او نور اسلامی هیوادونو کی مسجدونه ولی بند شول؟ په مسجد نبي کی ولی د لمونځ کوونکی شمېر کم شو؟ دا خو ټول مسلمانان دي.
دا هم د کفار دسیسه ده تا تیره شپه په تلویزون کی ونه لیدل چی کوترو د کعبې طواف کاوه؟ د خدای د کور طواف هیڅوک نه شی بندولای.
ماته د بابک (پخوانی ولسمشر) کیسه را په یاد شوه، چا ورته ویلی وو چی ښځه دی حامله ده. هغه سمدلاسه ځواب ورکړ چی په دی کی هم د پاکستان لاس دي. خر ګری هم اندازه لري خو د ننګیالو په وطن کی نه.
ګوره بابا د دی ناروغانو تر ټولو زیات شمېر په هغو هیوادو کی دی چه ته ورته کفار وایی. زه تاته شمېری درکړم د مثال په توګه په چین اتیا زره، په ایټالیا کی څه کم شپېته زره په امریکا کی تقریباْ پنځه دیرش زره، په هسپانيا کی نژدی نه ویشت زره او په جرمنی کی نژدي پنځه ویشت زره د کرونا ناروغان موجود دی نو دا ته دا څنګه دوی خپله دسیسه بولي حال دا چه تر ټول یی زیات دوی ځپلی؟
ته هم ماته سم نه ښکاری، په ایمان دی وډار شه. ته خبر نه یی په قرغه کی یو ملا دی په ضمانت څاښت ورکوي او بیا د کرونا پلار هم څوک نه شی نیولی.



ما ورته وویل سمه ده، سړی چی دومره خر شی بیا به خود د دنیا ټولو امپراتوریو ته ماته ورکولای شی.
په نوره نړی کی چي د کوم هیواد یو تبعه هم ووژل شی نو ښه غټه کیسه ورڅخه جوړه کړي. د یو کس په مقابل کی د خپل دښمن په سلګونو کسان وژني ، د یوه معمولي بندی په مقابل کی یی سل بندیان خوشی کېږي، پاسپورټونه یی په ټوله نړی کی اعتبار لري چی دا ټول دلایل پخپله د هغو خلکو په ارزښت دلالت کوي. زموږ ارزښت د خپل پاسپورټ له ارزښته معلومېږي او څوک چه ارزښت نه لري مرګ او ژوند یی هم ارزښت نه لري. ځکه خو راته د کوید ۱۹ ناروغي (کرونا) هم ټوکی ښکاري.
افغانان چی کله حج یا عمری ته ولاړ شی د ټولو خلکو د ملنډو شی او هلته ورته هیڅوک د ا نسان په سترګه نه ګوري. ایرانیان ورته افغانی کثافت وایي او پاکستان خو له ما څخه تاسي ته ښه معلوم دی چی له افغانانو څخه څه ډول چلند کوي. اوس په دی عقل او سواد زه را ولاړېږم او وایم چی کرونا په موږ تاثیر نه کوي. ماشاالله له دومره عقل او دي عظیم غیرت سره تر اوسه څنګه نه یو نظر شوی؟

تاسې چرسيان لیدلی هغوی تر ټولو بي پروا او په هر څه کی تر اندازي زیات توکل په خدای خلک دي، ځکه چرس د انسان د دماغ ظرفیت ټیټوي، درک یی کموي او هر څه ورته یو خیال او خوب ښکاري. زه پوهېږم چي زموږ ټول خلک چرسيان نه دي خو د اکثرو خلکو فکرونه مو د چرسيانو دی او هر څه په خدای تاوانوي.
تر همدی نن تاریخ پوري (۲۲ مارچ ۲۰۲۰) په ټوله نړۍ کی د کوید ۱۹ د ناروغانو شمېر شاوخوا ۳۳۸۰۰۰ دي او له ۱۴۰۰۰ څخه يي زیات کسان وژلي دي. چی په دی حساب په هرو سلو تنو کی څلور تنه د دی ناروغۍ په واسطه وژل شوي دي، حال دا چي د دي هیوادونو روغتیایي سیستمونه (روغتونونه، طبی سامان الات او د ډاکټرانو مهارت) ډېر معیاری دي. زه فکر کوم چی په افغانستان غوندي ملک کي به د دی ناروغی له کبله مړینه ډیر زیاته او له کنتروله وتلی وي.
موږ دوه ډیر مهم فرصتونه له لاسه ورکړی دي:
اول: له ایران سره سرحد تړل چی تقریباْ له امکانه لري خبره وه
دوهم: د ایران په پوله د قرنطین کمپونه جوړول چی سخت خو ممکن او عین حال کی، د ناروغۍ د مهارولو تر ټوله مؤثره طریقه وه. خو اوس چه له ایران په لسګونو زره کسان راغلل او په ټول هیواد کی تیت شول د ناروغۍ کنترول ډیر زیات سخت دي او فکر کوم چی ډیر زیات تلفات به ولري.
درېیم فرصت چی تر اوسه یی په لاس کی لرو او باید د ژوندي پاته کیدلو له پاره ورڅخه ګټه واخلو هغه په کور کښېناستل او له خلکو سره د تماس کمول دي. لمونځونه په کور کی وکړو، په لاس او غېږ روغبړ ونه کړو غیر ضروري کاروبار او دوکانونه وتړو، په روغتونونو کی یوازې عاجلی څانګی پرانیزو نو موږ به تر ډېره د زیاتو مرګونو مخه نیولي وي او که نه نو خدای مه کړي نو د کرونا له امله به د نړي په کچه د مرګونو ریکارډ مات کړو.
محمد اکبر پیمان
د مارچ ۲۲ کال ۲۰۲۰