ځیني خلک خصوصا د طلوع پردیپاله تلویزیون ویندویان تل د افغانستان له دولتي مسوولینو غوښتنه کوي چې له ایران سره پوله باید وتړل شي. پدې حساس وخت کې د پولې تړل هېڅ امکان نه لري ، ځکه چې هلته زمونږ دوه درې میلیونه خپل اتباع د مهاجرو په شکل اوسيږي . په کوم وجدان او منطق د خپلو هېوادوالو د راتګ مخه نیسو. هلته ټول افغانان هم په کورونا ویروس ندي اخته شوي . هغوي له ډېره مجبوریته پدې سره ژمي کې تاوده کورونه ، کار او عصري ژوند پرېږدي او د خپل پلرني وطن غېږې ته ځانونه رارسوي. مونږ دا حق نه لرو چې د هغوی پرمخ لارې بندې کړو.
که نور هېوادونه خپل سرحدونه تړي ، هغوی پدې تعداد اتباع په نورو هېوادونو کې نه لری ، د هغوي دا تصامیم د نورو هېوادونو د اوسېدونکو د ورتګ او مخنیوي لپاره دی نه د خپلواتباعو پروړاندې.

متل دی چې وایی : له پېښې تېښته نشته .
او یا څه چې په عالم ده ، څه مې غم ده .
ډېربېځایه تشویش به نه کوو او خپل مورال به نه بایلو. خو د هرې منفې پدیدې په هکله باید هراړخیز ، مثبت او ګټور تدابیر ونیسو.
زما په آند د افغانستان دولت باید له ایران سره ګاونډیو ولایتونو ته ترټولو زیاته پاملرنه وکړي. له یوې خوا طبي او مجهز پرسونل د ولایتونو مرکزونو ته انتقال کړي .
په سرحدي سیمو کې د ټولو افغانانو جدي صحي آزمویلو نه وروسته راغلي افغانان لږ ترلږه درې ورځې په هغو ولایتونو کې وساتل شي او د دوهم ځل آزموینې وروسته خپلو ولایتونو ته پرېښودل شي.
د هغوی خپلوان دې هم تر دوه ، درې اونیو پورې له راغلو مسافرو سره ډېر تماس نه نیسي .
اوس چې هوا هم مخ په ښه کېدو ده ، که د راغلو مسافرو ورونو لپاره د اوسېدو امکانات نه وي ، موقتي خیمو نه استفاده وکړي او د خوراکي موادو تدابیر ورته ونیول شي ، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه سازمانونو او موسسو مرستې پدې برخه کې راجلب شي.
د افغانستان دولت کولی شي د خپلو سیاسي او قونسلي نمایندګیو له لارې د مرستو راټولو لپاره مخصوص بانکي حسابونه پرانیزي چې د نړیوالو او له هېواده دباندې مېشتو افغانانو مالي او اقتصادي مرستي د کورونا اونورو مهلکو امراضو د تداوي لپاره راټولې کړي.
د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید پراخ تبلیغات د عامه رسنیو ، د جوماتونو د ملا امامانو او دولتي مسوولینو له خوا جاري وساتل شي. د حج او اوقافو وزارت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ منظم تبلیغاتي مواد د جوماتونو ملاامامانو ته ورکړي چې د خلکو د پوهولو لپاره تبلیغ کړي.
په روغتونونو کې د مریضانو او همدارنګه په محابسو کې د بندیانو د پایوازانو له ورتګ نه څومره چې امکان ولري ، مخنیوی وشي.
د خوښیو ، ښادیو محفلونو او همدارنګه په دیني او مذهبي ، د فاتحې او غم په مراسمو کې د ډېرو خپلوانو راټولېدل ، په روغتونونو کې د ډېرو مریضانو راټولېدل او په سیاسي غونډو او مظاهرو کې ګډون د دې مرض د خپرېدو چانسونه لا زیاتوي.
په دې هکله د نورو هېوادونو له تجربونه هم باید ګټه واخلو، ځکه چې وقایه له تداوي نه ارزانه او ګټوره تمامیږي.