د افغانستان سرحدونه او په ځانګړي توګه ختيزي او سهيلي کرښي د يوې ستري ستونزي په توګه د افغان اولس او ټولو افغاني دولتونو او حکومتونو په وړاندي وې او لا پاته دي . افغانستان په خپل معاصر تاريخ کې چې د سترې احمد شاهي امپراتورۍ سره يوځای راپيليږي ، د زياتو لوړو ژورو او بيلا بيلو پيښو سر ليکونه لري . خو هغه څه چې اغيزي يې تر اوسه شته هغه د دې هيواد د سياسي پلو او سرحدي کرښوټاکنه ده ، که د هيواد تاريخ ته ځير شو نو د لوۍ احمد شاهي امپراتورۍ د پيل څخه بيا تر اوسه چې د ښاغلي حامدکرزي د واکمنۍ مهال دۍ ، زموږ د هيواد سرحدي کرښي دوه ځله ټاکل شويدي ، لومړۍ ځل هغه وخت چې افغانانو لويه امپراتوري درلوده او د واک چاري د اعليحضرت احمد شا بابا سره وې ( ١٧٤٧ __ ١٧٧٣ ميلادي ) او دويم ځل هم هغه وخت چې امير عبدالرحمن خان واک ته ورسيد ( ١٨٨٠ __ ١٩٠١ ) . خو د دې دواړو تر منځ بيلوال دا و چې ، په لومړۍ دوره کې افغاني واکمنو پرګاونډيانود خپلو ارادو دمنلو توان درلود او په دويمه دوره کې ګاونډيو واکمنو پر افغانستان د خپلو ارادو د تحميل ځواک درلود .

د اعليحضرت شاه زمان تر واکمنۍ وروسته بيا د امير عبدالرحمن خان تر واکمنۍ پوري د افغاني لويې امپراتورۍ ټولي برخي په يوه او يا بل ډول د سيمه ايزو او خپل سرو واکمنوتر منځ ووېشلې شوې او کله نا کله يې ځني برخي لامالکه يا بې خاونده پاته شويدي . د سدوزو کورنۍ په منځ کې شخړي او بيا د محمد زو د کورنۍ تر منځ جګړي او د دې تر څنګ پر افغاني سيمو د بهرنيانو له لوري يرغلونه او تحديدونه د دې سبب شول چې د افغانانو پخوانۍ لويه امپراتوري د روسانو او انګريزانو تر منځ و ويشل شي او د هغې امپراتورۍ د نيوکليوس ( Nucleus ) هستې څخه داوسني افغانستان سياسي او جغرافيايې جوړښت منخ ته راشي . هغه وخت چې د اوسني افغانستان سرحدي کرښې ټاکل کيدلې ، دا هيواد نه يواځې دا چې متمرکز دولت او ځواک يې نه درلود بلکې د دوولويو اروپايې زبر ځواکونو تر منځ داسې را ګير او محاط شوۍ وو چې متعرضو ګاونډيو هر ګړۍ او هر لحظه پر افغانستان د بريد توان درلود او يا يې په افغانستان کې دننه د تجزيې او ملک الطوافي ادارو د تپلو وسايل او ګوډاګيان په واک کې وه .

په ١٨٨٠ ميلادي کال اعليحضرت عبدالرحمن خان په کابل کې د واک چارې تر لاسه کړې . دا په داسې حال کې وه چې ، د دولت او حکومت په نوم هيڅ نه وه پاتې يا له سره نه وه او يا هم د انګريزانو سره د جګړې پر مهال له منځه تللې وه ؛ د هيواد په هر سيمه کې سيمه ايزو واکمنو ځان ته د خپلسري دولت په څير چاري پر مخ بيولې ؛ او شمالي او سهيلي ګاونډ يان هم د نړۍ دويش په لټه او ليوالتيا په خورا بيړه د افغانستان پر لور را روان وه ، انګريزانو خو دوه ځله خپل بخت وازمويه او د دريم ځل لپاره يې د تيارې چاري پر مخ بيولې او تزاري روسيې خو د منځنۍ اسيا زيات هيوادونه يوپه بل پسې ونيول چې د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال يې د افغانستان شمالې څنډه ( پنجده ) تر خپلي قبضې لاندي راوستل . په داسې حالاتو کې د يوه جګړه ځپلي هيواد په توان کې هيڅ هم نه وه چې د دې زبر ځواکونو سره د خپلو سرحدي کرښو رښتنۍ سپيناوي وکړاې شي .

پنجده د افغانستان خاوره وه او لا هم په ناقانونه توګه د افغانستان څخه بيله ساتل شويده ، خو تر پنجدې زياته افغاني خاوره د ډيورنډ کرښي تر نوم لاندي زموږ د هيواده غوڅه شوېده ، چې زموږ د هيواد لپاره تر ټولو ستره ستونزه بلل کيږي . د دې ستونزي حل اوسپيناوۍ د افغانانو ستره هيله ده . دا پوښتني چې دا کرښه څنګه او کله وتپل شوه ؟ د يوې تاريخي پيښي په توګه زيات بحث ته اړتيا لري خو په دې برخه کې د درنو لوستونکو لپاره لنډ او اړين مالومات وړاندي کيږي .

د ډورنډ کرښي په اړه تر هر څه لومړۍ دا اړينه بريښي چې د هغه مهال پيښو ته پام وکړو چې د اوسني افغانستان په جغرافيايې جوړښت کې ځانګړي کالونه بلل کيږي ، د دې کلونو پيښي داسې يو په بل پسې وشوې چې : د ١٨٧٨ ميلادي کال د نوامبر پر ٢٠ مه نيټه انګليسي ځواګونو د خيبر ، کورم او بولان له لارو په بريد پيل وکړ ، امير شيرعلې خان د روسانود مرستي په هيله مزار ته ولاړ او په ناکامۍ کې هلته مړ شو ، انګريزانو د خيبر او بولان سيمي لاندي کړي او د جلا اباد تر نيولو وروسته پر کابل د بريد لپاره راوخوځيدل ، او په کابل کې له زندانه راوتۍ محمديعقوب خان يې د ګندمک سيمي ته وغوښت او دهغه سره يې په ١٨٧٩ ميلادي کال د مۍ په ٢٦ مه نيټه داسې تړون وکړ چې پر بنسټ يې انګريزانو ته د خيبر ، کورم او پښين سيمو ور کول ومنل شوه ، اوپه ١٨٧٩ کال د جولای په مياشت کې کيو ناري د انګريزاونو د استازي په توګه د کابل په بالا حصار کې ځای ونيوۍ ، خو د همدې کال د دسامبر په مياشت کې د انګريزانو په وړاندي د پاڅون اواز اوچت شو او د هيواد هر سيمه د مبارزې سپيڅلۍ سنګر وګرځيدۍ .

په کابل کې د کيوناري تر ځای پر ځای کيدو ورورسته پوره يوکال جګړه په ډيره تندۍ روانه وه چې انګريزانو د خپلو ځواکونو د پياوړتيا لپاره په برتانوي هند کې نوي هوسا او تازه نفسه قوتونه افغانستان ته د ليږلو لپاره تيا رکړل ، خو د افغانستان په قبايلي سيمو کې داسې ميړنۍ مقاومت وشو چې هيڅ انګريز ، و افغانستان ته په ننوتلو ونه توانيدۍ . او په کابل او د هيواد په نورو سيمو کې هم افغاني اتلانو د دښمن پر ځواکونو ناتار جوړ کړ . د ميوند فاتح غازي ايوب خان ، غازي محمد جان خان ، مير مسجدي خان ، ملا مشک عالم او يوزيات شمير نور اتلان د اولسي ځواکونو په ليکه کې ودريدل او د دښمن ځواکونه يې ورځ په ورځ تر محاصرې او تنګۍ لاندي راوستل ، تر څو انګريزان وتلو ته اړ ويستل شوه ، د دې لپاره چې په هند کې د انګريزانو په وړاندي د افغانانو څخه په الهام پاڅونونه تر سره نه شي ، نو يې د امير عبدالرخمن خان سره د دوستۍ په نوم د هغه واکمني په دې شرط ومنل چې د هيواده بهر به د چارو په سمبالښت کې د انګريزانو سره مشوره کيږي . دهمدې شرط په منلو سره د افغانستان بهرنۍ خپلواکي له منځه ولاړه .

امير عبدالرحمن خان په هيواد کې هر څه له سره پيل کړه ، دولتي اداره او د هيواد پر بيلا بيلو برخو د واکمنۍ تامين ، په هيواد کې د سولي او امن ډاډمنه فضا ، د دولتي بودجي پياوړتيا ، او نوري هغه اړيني دندي چې د يوه واکمن دولت په توګه ورته اړتيا وه ، ﻻد هيواد پر زياتو برخو يې د واکمنۍ لاس نه وو برشوۍ چې د ګاونډيو زبرځواکونو تر فشار لاندي د هيواد شمالي ، سهيلي ، ختيزو او لوديزو سرحدونو د تثبيت او څرګندولو اړتيا مخ ته شوه . د امير عبدالرحمن خان په وينا : د سرحدي کرښو د تثبيت په لړ کې تر ټولو زياتي ستونزمني کرښي د هيواد سهيلي او شمالي کرښي وې ، دا ځکه چې دواړو ګاونډيانو د افغانستان خاوره او سيمي د ځان کړيدي ؛ امير عبدالرحمن خان انګريزانو ته د غوښتني او مشورې په توګه ليکلې چې : دا به دافغانستان او دوست هيواد بريتانيا په ګټه وي چې سرحدي سيمي د افغان دولت په واک کې پريږدي ، د يوې خوا به زموږ خاوره نه وي ويشل شوې او له بله پلوه به د بريتا نيا دوست هيواد په هميشنۍ جګړو کې راښکيل نه وي ؛ ( تاج التواريخ : ١١٤ ) خو د امير دا خبره او غوښتنه وانه وريدل شوه ، په مقابل کې يې د افغان امير د تحديد لپاره سياسي ديپلماتيکي لاري وتړلې او د نظامي افسرانو په وسيله په ځانګړي توګه د ( لارد رابرتس ) په وسيله يې ګواښونه پيل کړه ، امير عبدالرحمن خان د دا ډول حالت څخه په وار وار سرټکولې او هغه يې د دو هيوادونو د دوستي خلاف کړه وړه شميرلې دي .

په داسې حال کې چې امير عبدالرحمن خان لا په بشپړه توګه د هيواد ټولي برخي تر خپل واک لاندي نه وې راوستي او امير د هيواد په منځنيو سييمو کې د ياغيانو په ځپلو بوخت وو چې د انګليسانو له خوا د سرحدي کرښو د تثبيت لپاره د هانري تيمور ديورند ، چې په هند کې د انګليسي واکمنۍ د بهرنيو چارو وزير وو ، په ١٨٩٣ ميلادي کال د سپتامبر په نولسمه نيټه د يوه هئيت په مشرۍ کابل ته ورسيدۍ .

امير عبدالرحمن خان يوځل بيا انګريزي هئيت ته د سرحدي سيمود ټاکلو په اړه خپل پخوانۍ دريځ وښود ، چې داسيمي بايد له افغانستان څخه بيلي نه شي ، خو انګريزانو د امير دې دريځ ته په يوه بيړني نظامي اکټ جواب ورکړ ، او د هئيت د مرکو او مذاکرو په جريان کې يې پر ژوب ، بلند خيل ، واڼه او يوشمير نورو سيمو يرغل وکړ او هغه يې د افغاني ځواکونو څخه ونيولې ، امير ته په دريو محاذونو ( د هيواد په دننه کې دواکمنۍ ټينګښت ،د شمالې يرغلګر ګاونډي مخنيوۍ او په سهيل کې د انګريزانو مقابله ) کې جګړه تر توانه وتلې بريښيدل نو يې د راغلي هئيت سره د تړون پر منلو موافقه وکړه . او په دې ترتيب د افغانستان سهيلي سرحدي کرښي وټاکل شوې ، چې د انګريزي هئيت د مشر هانري تيمور ډيورنډ په نوم ياديږي . د يادوني وړ ده چې نړيوالو ارونو ته په پام سره دا ډول سرحدي کرښه د ډيفکتو سرحد په نوم ياديږي ؛ چې قانوني او حقوقي ارزښت يې په بشپړه توګه نه دي منل شوۍ . د ډيورنډ کرښه په رښتيني ډول د يوه زبر ځواک تر نظامي او سياسي دباو لاندي د يوه امير ځانګړې پريکړه ده ، هغه پريکړه نه د اولس استازي پارلمان او نه په افغاني دود لويې جرګي ته وړاندي شوې ، او د تيرو ( ١٠٢ ) يو سل او دوو کالو په ترڅ کې د هيڅ افغان واکمن له خوا نه ده منل شوې ، ځکه لا تر اوسه هم ټول افغان اولس دا پوله د يوه غير قانوني او تپل شوي سرحد په توګه پيژني .