اعليحضرت عبدالرحمن خان د افغانستان د معاصر تاريخ ځواکمن او مخکښ پاچا وو چې د د ١٨٨٠ څخه تر ١٩٠١ زيږدي کال پوري يې د افغانستان د ټولواک په توګه د دې هيواد سياسي ، اداري او نظامي بيا رغونه بشپړه او دولتي واکمني يې د اوسني افغانستان په دننه کې پلې کړل . د عبدالرحمن خان دژوند ، سياست او په هيواد کې دهغه د کړووړو په اړه زيات شمير کورنيو او بهرنيو څيړونکو ، مورخينو ، او سياست پوهانو هر اړخيزي ليکني او څيړني کړيدي ، او هر يوه ليکوال د خپل ليد لوري د افغانستنان دا ځواکمن او مدبر پاچا را پيژندلې او ښودلې دۍ . په دې ليکنه کې د نوموړي په اړه يواځې هغه برخي ته پام اړول کيږي چې د نوموړي پاچا ځانکړي اندونه او خيالات دي .

هيواد او نظام ته د خطر ځواکونه :

د دې سره سره چې اعليحضرت عبدالرحمن خان د افغانستان پر اوسنۍ محدوده پوره واکمن وو ، خو د يوه مدبر پاچا په توګه يې د هغو خظرونو څخه سترګي نه اړولې چې په هغه مهال کې د هيواد او نظام لپاره د خطر ځواکونه ګڼل کيدل . نوموړي په خپل اند د هيواد د دوام او پايښت لپاره د خطرونو تر ټولو ستر لاميلونه په دريو برخو ويشلي دي : لومړۍ : د سلطنتي کورنۍ په دننه کې اړ پيچ او جنګ جګړې ؛ دويم : هغه کسان او ځواکونه چې د انګليس لمن يې نيولې ده ؛ او دريم هغه ځواکونه چې د روس په لور تښتيدلي دي ؛ اعليحضرت عبدالرحمن خان دلومړۍ ستونزي او خطر د مخنوي لپاره په خپل منځ کې يوالي او اتفاق درلودل تر ټولو ښه لاربولي . او په دې اړه ليکي : د زړه له کومي هيله من يم چې زما تر مړيني وروسته په هيواد اود کابل په ښار کې جګړه او جنجال را پيښ نه شي . دا ځکه چې ما هڅه کړيده چې په خپل ژوند کې هغه کارونه تر سره کړم چې له امله يې د کورنۍ د غړو تر منځ د جنګ جګړو سبب ونه ګرځي . په خپل ژوند مي ټول امور او کارونه داسې تقسيم او تنظيم کړل چې د کورنۍ د غړو تر منځ نفاق رانه شي . او ټوله مي د خپل مشر زوۍ په مشرۍ راضي کړيدي .ما د پخوانيو واکمنو په څير د هيواد پر هره برخه بيل ځواک چاته ورنه کړ او د دې کار څخه مي په پوره پاملرني ځان وژغورۍ . ځکه چې د دا ډول ځواکونو درلودل د کورنۍ د غړو په منځ کې د جنګ جګړي اصلي ريښه ده . زه ګمان کوم چې زما په کورنۍ کې به د داډول مخالفت چاري مخ ته رانشي ، دا په دې چې هيڅ يو دا توان نه لري چې د هغه چا په خلاف را پورته شي چې هغه پر ټولو ځواکونو ، خزانې او واکمنۍ بر لاسۍ دۍ . پر دې سر بيره چې د دې خطر مخه نيول شويده خو د هغو تر څنګ نور لاميلونه هم شته چې د جنګ جګړو سبب ګرځي .

د دويم خطر د مخنوي لپاره د اعليحضرت عبدالرحمن خان په اند : د زيات تشويش ځای نه شته خو د هيريدو هم نه دۍ ، دا خطر د هغو کسانو له خوا را پيښ دۍ چې د انګليس په لمن کې د فر صت په هيله ناست دي . يو خو مي دا کار وکړ چې د کار کسان او د توجه وړ ۍ شخصيتونه مي له هغو څخه بيرته را وستلي او خوشاله کړيدي . او يوشمير نور يې چې هلته پاته دي هغه هم په پټه اويا څرګنده توګه زما څخه مواجب تر لاسه کوي . او دا څرګنده ده چې د نړۍ تر ټولو غيرتي کسان نه شي کولای چې د يوه منظم لښکر سره داسې مخامخ شي چې تر شاه يې څوک نه وي . په دې ډول به دا کسان هم د نورو په څير د بيا واکمنۍ خوبونه ويني او هلته به له منځه ځي . په دې هم پوهيږم چې انګليسي افسران دا نه شي هيره ولای چې هغوي څو ځله خپلي وعدې ماتي کړې او د روس سره يې د انګليس پر ضد تړونونه وکړل . خو که داسې وګڼو چې انګليسي افسرانو هم خپل حافظه له لاسه ورکړل او د افغانستان د واکمني پر خلاف يې د جګړې لپاره څوک وهڅول او يا وګمارل ، بيا نو زما خپلو اولادونو ته دا نصيحت دۍ چې زما تدبير خپل کړي او تر هغه وخته د دښمن سره وجنګيږي ، ترڅو دښمن مات شي ، او که په دا ډول جګړه کې د د سر بايللو اړتيا وه هم بايد دريغ يې نه کړي . ( تاج التواريخ : دويم ټوک ١٢٨مخ )

دريم خطر د هغو کسانو له خوا دۍ چې د روسانو سره ملګري دي . روسان د انګليسانو برعکس په افغانستان کې غښتلۍ دولت نه غواړي ، د هغوۍ خپلي ګټي په ناتوانه دولت کې ويني ، ځکه هر وخت هڅه کوي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې او نا ارامي دوام وکړي . روسان په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته ځکه خوښ دي چې د هغوۍ په اند ، که په دي هيواد کې کورنۍ جګړې وي ، دا هيواد به ناتوانه وي او انګليس به د هغوۍ لپاره په لويديځ و کرښو کې خطر نه سي پيدا کولای . دوهم دا چې د هند او روسيې تر منځ بايد ځواکمنه کرښه نه وي . که چيري هلته د لاسوهنو اړتياوليدل سي په هغه وخت کې به بيا انګليسان هم زيات عکسلعمل وه نه ښيي ، که انګليسان يو څه وکړي هم ، هغه به د لنډو مذاکرو او د يوڅو ورځپاڼو په حدودوکي وي . خو هغه خبره چې د زيات پام وړ ده هغه د سردار اسحق خان او د هغو د ملګرو ده چې اوس د روسانو په لاس کې دي . که څه هم د سر دار امحمد سحق خان غواړي د روسانو ملګرتيا خپل کړي ، مګر تر او سه يې د پوره باور ځای ته ځان نه دۍ رسولۍ ، خو کولای سي چې فساد او جنجال پيدا کړي ، او دا هم څرګنده نه ده چې هغه به پر مختګ وکړي او که نه ؟ هغه خبره چې روښانه ده هغه پرسردار محمد اسحق خان او د هغه پر ملګرو د افغانانو نه باور دۍ . هغوۍ ماته وخوړه او افغانستان يې پريښود ځکه اوس خلک باور نه پر کوي . ( تاج التواريخ : دويم ټوک ١٣٠ مخ )

دولتي ادارې او د هغو لارښوونه :

پخوا تر دې چې اعليحضرت عبدالرحمن خان واک ته ورسيږي ، په افغانستان کې د ادارې په نوم څه نه وه پاته سوي ، د هيواد لوۍ ښارونه او له هغې جملي د کابل ښار د سيمه بيزو ښه ځوانانو او کاکه ګانو په مټ اداره کيدۍ چې په دې اړه مو په لومړۍ برخه کې لنډي يادوني وکړې . اعليحضرت عبدالرحمن خان د واکمنۍ له پيله د يوه مرکزي غښتلي دولت د جوړيدو پر لار ګړندي ګامونه واخستل ، همدا لاميل و چې د هغه تر مړني وروسته هم دولتي واکمني د خطر سره مخ نه شول . نوموړي د خپل اداري نظام د پراختيا او ساتني لپاره ځانګړي اصول او موازين پلي کړي وه .

د خزانو او عايداتي چارو په اړه اعليحضرت عبدالرحمن خان ليکي :

د ټول هيواد عايدات خزانې ته رسيږي او د مصارفو لپاره هم ټول هيواد ته له همدې خزاني څخه پيسې ورکول کيږي . خزانه په دو برخو ويشل سويده عامه خزانه او خاصه خزانه . خاصه خزانه زما شخصي خزانه ده چې زما د ملکيت ، تجارت او باغونو څخه پيسې ورته راځي او زما د شخص کارونو او مصارفو لپاره هم د همدي خزانی څخه کار اخلم . يواځې زما د کالو او خوړو لپاره د عامه خزانې څخه پيسې اجرا کيږي . دا دواړي خزانې بيا پر دو نورو برخو ويشل سويدي ، جنسي خزانه او نقدي خزانه ، چې دا ټوله په ارګ کې ساتل کيږي . او هم په ټولو ښارونو کې د دې خزانې دفترونه سته چې ساتنه يې د دولت له خوا په سيمه کې د ټاکل سويو مستوفيانو پر غاړه ده او د ټولو په سر کې مي يو تن مستوفي الممالک ټاکلۍ دۍ . هر څومره پيسي چې خزاني ته راځي او يا بيرته له خزانې څخه وځي ، د هريوه رسيد بايد موجود وي . هېڅوک بيله رسيده پيسې نه ورکولای سي او نه يې اخستلای سي . هېڅوک حق نه لري چې د عامه خزانې څخه پيسې واخلي زماپه ګډون ، زما مشر زوۍ حبيب الله خان او د دولت نور لوړپوړي کسان هم حق نه لري چې بيله سنده او لازمي اړتيا د خزانې څخه پيسې واخلي . د نورو کارونو ترڅنګ زه هره ورځ د خزانې راپور غواړم ، او دا مالومات راسره سته چې نن څومره پيسې خزانې ته راغلي او څومره پيسې له خزانې وتلي دي . او په دې ترتيب د مياشتو او کال حساب کوم چې د تير کال په پر تله مو څومره په خزانه کې زيات والۍ راغلۍ دۍ ، او دهغو پيسو په اندازه د نوي کال لپاره د ودانيو او اباديوکارونه تر لاس لاندي نيسم . ( تاج التواريخ : دويم ټوک ٤٥ مخ)

د عدل اود محکمو چاري :

د اعليضرت عبدالرحمن خان په اند د هري ادارې لپاره يوې ځانګړي محکمې ته اړتيا وه ، د همدې اړتيا له مخي يې د هري ادارې لپاره د هماغه ادارې په دننه کې د محکمې اداره جوړه کړي وه ، خو عامي محکمې په ځانګړي توګه د پخوانيو واکمنيو څخه په پوره تفاوت پر مخ بيول کيدلې . په دې اړه اعليحضرت عبدالرحمن خان ليکي : د يوشمير ادارو د تنظيم لپاره مي د هغه ادارې په دننه کې محکمې جوړي کړې ، خو په عامو محکمو کې مي د پخوانيو واکمنيو خلاف ، په زياته پيمانه د شريعت د پلي کولو لپاره لاره پرانستل . پخوا به يو وژونکۍ د يو څو پيسو په بدل کې د هرډول جزا پرته د واکمنو له خوا خوشي کيدۍ ، خو ما دهغه وژونکي لپاره شرعي حکمونه جاري کړل او هغه دا چې د وژل سوي سړي د کورنۍ خوښه ده چې وژنکۍ قيصاص ته برابره وي او که يې بخښي ، چې داد بنده حق دۍ ، تر هغه وروسته د حکومت خوښه چې د وژونکي سره څرنګه کړه لازم ګڼي ، هم يې د بخښني او هم ورته د جزا ورکولو حق لري . د نورو بدلونونو تر څنګ يو بل بدلون مي د ښځو په اړه راوست ، پخوا به چې کله ښځه واده سوه او يا به د چا په نوم سول ، نورنو د هغې ښځي دټول ژوند خاوند او مالک د هغې ميړه او د ميړه تر مرګ وروسته د ميړه کورنۍ وه ، که د ميړه کورنۍ د هغې ښځي په اړه هره پريکړه کړيوای ، ښځه مجبوره وه چې هغه ومني ، چې دا د حضرت پيغمبر ( ع ) د وينا او حکمونو خلاف کار وو . خو اوس مي دا بدلون راوستۍ دۍ چې : که ښځه کونډه پاته سوه دا دهغې ښځي خوښه ده چې په هغې کورنۍ کې بيا واده کوي او که غواړي د پلار کورته ولاړه سي ، او يا هم د بل چا سره په خپله خوښه واده وکړي . او دا مي هم قانون ګرځولۍ دۍ چې هيڅ يو کس نه سي کولای چې هغه انجلۍ چې بلوغ ته نه وي رسيدلې و چاته په نکاح کړي . او که دا کار پخوا سوۍ وي ، په هغه صورت کې چې کله انجلۍ پيغله سي او بلوغ ته ورسيږي ، بيا دهغې حق دۍ چې هغه پخوانۍ قول منۍ او که يې نه مني ، هيڅوک په جبر نه سي کولای چې ښځه و نکاح کولو ته مجبوره کړي . د زيات ولور د مخنيوي لپاره مي هم يوشمير اړين ګامونه پورته کړل ، پخوا به د لويو کورنيو د انجونو لپاره داسې لوړ ولور ايښودل کيدۍ چې زوم به د ژوند تر پايه نه سوه کولای چې هغه دين او ولور پريکړي ، ما حکم وکړ چې د لويو کورنيو لپاره د ولور حد د دريو زرو رپيو څخه تر پنځه زره روپيو پوري دۍ ، او د عامو وګړو لپاره دا ولور د دري سوه ( ٣٠٠ ) څخه تر ( ٩٠٠ ) نه سوه روپيو پوري دۍ ، خو که چيري يوشمير کسان په خپله خوښه دا زياتوي او يا يې لږه وي دا ده هغوۍ په توافق او خوښي پوري اړه لري . او که د کومي محکمې په دفتر کې د دې خلاف څه وليدل سي ، هغه مامور خامخا تنبه او جزا ورکول کيږي . ( تاج التواريخ : دويم ټوک ٤٩ مخ )

پست او ډاګ : اعليحضرت عبدالرحمن خان د دې ادارې په اړه ليکي : زما تر واکمنۍ وړاندي د دې ادارې يواځې نوم وو ، په شپږ و او يا لسو مياشتو کې به د پيښاور په لور د دې ادارې يون او حرکت وسو او هغه هم کله مخکي کله ورسته په نامنظمه توګه ځني چاري تر سره کيدلې ، خو زما د واکمنۍ پر مهال دا ادره ډيره ګړندۍ سوېده ، د هيواد په هر ګوټ کې د دې ادارې دفترونه پرانستي دي . دا ا داره د هند د پوست او ډاګ په څير کار کوي . اوس په ٣٦ شپږ ديرش ساعته کې د هند څخه کابل او د کابل څخه د هيواد هري برخي او نورو ګاونډوي هيوادونو لکه روس ، ايران ( پارس ) او هند ته ډاګيان په پوره چټکۍ ځانونه رسوي ، او ورسره ليږونکي ليکونه او پاکټونه ، خپلو پتواو ادرسونو ته په پوره ډاډ رسيږي . دا ادارې په اړوندو لوازمو پوره سمبال ، پستي ټکيټونه ، د اعلاناتو او اماناتو د ليږلو ټول لوازم لري ، هغه عايد چې د دې ادارې څخه تر لا سه کيږي ، په ډيره ښه توګه د دې ادارې مصارف پوره کوي .

د دولتي ودانيو اداره : اعليحضرت عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال يوشمير ودانۍ او لاري جوړي شوي چې لا تر اوسه هم د هيواد په يوشمير لويو ښارونو کې په ستر ګو کيږي . نوموړۍ د خپلي واکمنۍ پر مهال د دولتي ودانيو د ادارې په اړه ليکي : زما د واکمنۍ پر مهال د ودانيو ادارې ته زياته پاملرنه سويده ، د پخوانيو زمانو څخه داسې ودانۍ زياتي نه دي چې د ګچو او ډبرو کارونه دي پکښي سوي وي ، يواځې په لرغوني بلخ ، په غزني کې د يوشمير پخوانيو واکمنو ودانۍ او زيارتونه او يو لږ شمير جوماتونه پاته دي . د دې يادوني څخه خوشاله يم چې زما د واکمنۍ پر مهال د هيواد په ډيرو لويو ښارونو کې زياتي داسې ودانۍ جوړي سويدي ، چې په ودانولو کې يې د ګچو او ډبرو څخه کار اخستل سويدۍ . په ټول هيواد کې د سړکونو جوړول پيل سوي اود يوشمير مهمو لارو کارونه پای ته رسيدلي دي ، د بيلګي په توګه : د کابل څخه د بلخ په لور لويه لار ، د کابل څخه د هرات لويه لار چې د هرات کندهار بيا غزني او کابل ته او هم د کابل څخه د هزاره جات لوري ته لويې لاري دي . يوه بله لار چې د کابل څخه جلا اباد او له جلال اباد څخه تر اثمار او کافرستان پوري غزيدلې ده . او هغه لار چې د کابل څخه تر پيښوره د تنګي قارون له لاري غزيدلې ده پوره لس کاله يې د جوړيدو چارو په برکي ونيولې ، دا ځکه مهمه ده چې اوس يوزيات شمير خلک د دې لاري په کارولو هوسا او ارام دي .

د لارو د جوړيدو تر څنګ پلونه هم ودان سول ، او دهغو پر څنګ وني کښينول سوې ، د لاري د ساتلو او مراقبت چاري د هغو سيمو د اوسيدونکو پر غاړه دي چې د هغه ځايه لاره تيره سويده . د لاري د ساتلو تر څنګ هغوي د هغې لاري د امن په اړه هم مسوليت لري ، که چيري يو لاروۍ په يوه کلي کې مړسي او يايې مال غلا سي ، د هغه کلي خلک د دې مسوليت لري چې يا د هغه مرتکب پيدا کړي او يايې تاوان پريکړي ، د همدې امله په هيواد کې شرير او نا پاکه سړۍ ځای نه لري او ټولي لاري پوره امن لري بيله ويري او ډاره ديوې سيمي څخه بلي سيمي ته تګ او راتګ کوي . البته بايد د خپلوبا خبرو او امنيتي ادارو څخه په نيکۍ يادونه وکړم چې دا شرايط يې برابر کړيدي . د لارو د امن او د لارويانو د ډاډ لپاره مي کلکي کلاګاني هم وداني کړيدي .د بيلګي په توګه د دهدادې کلکه کلا چې په زياته پيمانه ګج ، پخي خښتي او ډبري پکښي کارسويدي . دا اودې ته ورته نورو ودانيو په جوړولو کې ما او زما او په اداره کې کارکونکو پوره او د ستايني وړ ونډه اخستې ده ، چې د يوشمير نومونه را يادوم : عبدالرحمن خان مهندس ، عبدالسبحان خان مهندس ، مير عمران د ودانولو ادارې رئيس ، منشي نظير ، منشي محمد بخش چې پخوايې د پنجاب ايالت د نخشه ليکونکي دنده درلودل او هغه زما د حکم پر بنسټ د کابل ډيرو کسانو ته د نقشې ښولو لاري وروښودلې . ( تاج التواريخ : دويم ټوک ٥٠ مخ )

ورستۍ خبري : د دې ليکني د ورستۍ خبرو په توګه به د اعليحضرت عبدالرحمن خان د ځانګړي ژوند او اند په اړه يادوني وکړو چې له يوې خوا به داليکنه د وعدې سره سم پای ته ورسيږي چې په پيل کې مي کړې وه ، او له بل پلوه به د دې ليکني داسې پايله سي چې د لاس وهني پرته به د نوموړي پاچا خيالونه را څرګند سي . اعليحضرت عبدالرحمن خان د ځان او خپلو کارونو په اړه ليکي : د ماشومتوب څخه تر اوسه مي د ژوند چاري د نورو سلاطينو او پاچاهانو چې په اسيا کې واکمني لري ، بل ډول دي ، د هغوي زيات وخت په بيکارۍ او عشرت کې تيريږي او فکر کوي چې د پاچا سره نه ښايې چې کاروکړي او يا په پښو لاره ووهي ، خو زما باور دا دۍ چې تر دې ستره ګناه نه سته چې خپل روح او تن بيکارۍ ته پريږدو، دا د هغه نعمت کفران او بې ارزښتي ده چې لوی خدای موږ ته راکړۍ دۍ . هغه کسان چې زما دا کتاب لولي په دې به پوه وي چې زما ټول عمر په کابل کې نه دي تير سوۍ ، د يوه سپاهي په توګه ، د تشريفاتو پرته په ساده لباس کې خپلي دندي پر مخ بيايم . يواځې څو ساعته خوب کوم نور هر وخت په خپلو کارونو بوخت يم ، په داسې حالاتو کې هم کار کوم چې ډير ستړۍ او ناروغه يم ، د خپلو هيوادوالو د ستونزو د حل لپاره حکمونه او هدايتونه ورکوم . ډير زيات د کار ليوالتيا لرم ، او دا ټول زحمتونه او ستړياوي ځکه پر ځان منم چې د هيواد چاري مي ښه او او بشپړي سي ، هغه شاعر واي چې :
حرامست بر پادشه خواب خوش _________ که باشد ضعيف از قوی بارکش
خوږ خوب ديه حرام پر پاجا باندي ___________ تر غښتلي چې ضعيف وي تر بار لاندي
( تاج التواريخ : دويم ټوک ٥٧ مخ )
پای