لیکوال جان روان ځاځی 
پسرلنی اختر د چينايانو تر ټولو لوی اختر دی. ډېری چينايان له خپلو ټاټوبو څخه لرې په نورو ځايونو کې دندې لري، هملته خپلې چارې پرمخ وړي، دوی د نوي کال پسرلني اختر ته شېبې شماري؛ ځکه په ویاړ یې په ټول چين کې یوه اوونۍ رخصتي وي، هر څوک هڅه کوي، چې له کورنۍ او ملګرو سره يو ځای د اختر شېبې ولمانځي.

د پسرلني اختر په را رسیدو سره په چين کې ترانسپورټ ډېر بوخت وي، په میليونونو خلک له يوه ځای څخه بل ځای ته تګ راتګ کوي او د سیلانۍ بازار هم ښه ګرم وي.

د چين سږنی پسرلنی اختر د روان زیږدیز کال د جنورۍ له  ۲۵مې نېټې سره برابر و، د دې اختر له پیليدو سره هممهاله د چين د هوبي ولایت په ووهان ښار کې د يوې مرموزې ناروغۍ څپه پورته شوه، خلک يې ورخطا کړل؛ وروسته مالومه شوه، چې دا د کورونا ساري ناروغيو نوی ویرس دی، چې اوس یې رسنۍ د ووهان ویروس په نوم هم یادوي.

په ټول چين کې حتی له نړيوالو سره دا وېره وه، چې د چين د پسرلني اختر د رخصتۍ په ختمېدو سره به دا ویروس نورو هيوادونو ته، په ځانګړې توګه په چين کې دننه له یوې سیمې څخه بلې ته په ډېرې چټکې سره سراحت وکړي، ځکه لکه پورته مو چې يادونه وکړه، دغه وخت ټول چين کې د پسرلني اختر ورځې وې، ډېری خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي وو، د دوی رخصتۍ  پای ته رسېدې او خپلو کاري ځایونو ته تلل.

 د چين په څېر په لوی نفوس لرونکي هيواد کې د دا ډول ساري ناروغيو وقايوي چارې ډېرې ګرانې وي. چين ارام کېنناست، ددې ناروغۍ د وقایې او کنټرول لپاره يې مټې را بډ وهلې او په ټول هيواد کې يې څو تدبيرونه اعلان کړل.

په لومړي ګام کې يې په ټول هيواد کې روانه رخصتي څو ورځې نوره هم وغځوله، وړکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه يې وځنډول او ورپسې يې دا ګام پورته کړ، چې هر هغه کس چې له یوه ځای څخه بل ځای ته ځي، باید له رسېدو سره سم دوه اوونۍ هملته قرنطين او له خپل ځای څخه بهر لاړ نشي.

بل هغه څوک چې رسمي دندې لري، هغوی د خپل کاري دفتر په لومړۍ دروازه کې معاینه کیږي، د بدن د تودوخې درجه يې مالوموي، که څوک تبه ولري او یا يې د بدن د تودوخې د حرارت درجه لوړه وي، هغوی ته اجازه نه ورکول کيږي، چې داخل ننوځي، بلکې د نورو بدني کتنو لپاره يې روغتونونو ته لیږي.

همدغه شان د چين په ټولو لويو مارکيټونو، روغتونونو، میټروګانو، ښارګوټو او نورو لويو  ځایونو کې ددې ناروغۍ د وقايې لپاره ټینګ تدابیر نيول شوي دي.

لنډه دا چې د دې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين د حکومت چارې ډېرې جدي دي او تر ډېره یې مثبته اغېزه کړې ده، خو دا هم بايد هیره نه کړو، چې د چين دولت سره خپل خلک هم اوږه پر اوږه ولاړ دي او د حکومت هر امر يې پر ځان منلی دی.

په ګردې نړۍ کې د دې ناروغۍ د پراخېدو وېره خوره ده؛ خو لوي اقتصاد لرونکي هيوادونه خپلې اقتصادي او سیاسي موخې لټوي، د دې پر ځای چې د چين او خلکو لاسنيوی وکړي او د بشري ناورين مخه ونيسي برعکس د رسنيو له لارې ډنډورې او افوهات خپروي.

زموږ خوا ته متل دی؛ وايي، د پاکستان پولیسو په بې خیرۍ کې خیر وي.

دغه وخت لويدیځ؛ په تېره بیا امریکا ارامه کېنناسته، چانس په لاس ورغی، د خپلو سياسي او اقتصادي موخو لپاره یې په خپلو رسنيو او د نورو هيوادونو امریکايي پلوه او یا د دوی تر اغېزې لاندې رسنيو کې افوهات او پرو پاګنډه پیل کړه، خونړۍ څپه يې پورته کړه، پر نړۍ يې د وېرې څادر نور هم وغوړاوه او خلک يې لا پسې وډار کړل چې ګواکې اوس ټول وژل کيږي، په یو نه په یو شکل یې خلک ذهناً وځپل، په تېره بیا افغانان یې داسې رالاندې کړل، لکه اوښ چې پر چا سېنه کيږدي.

متل دی، وايي رېښتیا چې راځي، نو دروغو به کلي وران کړي وي، خو افغانستان کې بیا دروغ او پروپاګنډ د ټوپک له غوټي هم تېز روان وي.

ډېرو افغانانو په تېره بیا کم سوادو د دغه ویروس پیدا کيدل نيغ په نيغه عقېدې پسې ټینګ وتاړه او جالبه دا، چې د تېرو کالونو پخوانۍ ویډیوګانې يې پر ټولنیزو رسنیو شریکې کړې او په ښېراوو کې يې د ټولو نامسلمانانو د نابودۍ او بربادۍ خبره کوله او دغه خبره يې بار بار تکراروله، چې پر چين د خدای ج قهر او عذاب راغلی دی.

موږ بايد دا په ياد ولرو، چې خدای ج رب المسلمين نه بلکې رب العلمين دی، الله ج یوازې د مسلمانانو پالونکی نه بلکې د ټول بشر پالونکی دی او پر خپلو چارو ډېر ښه پوهیږي.

 داسې يې وبولئ! د ووهان کورونا ویروس یوه وبا ده، ټول خلک وژني، نو موږ ته څه کول په کار دي؟

 ایا موږ به هر وخت د نورو په ستونزو خوشالیږو؟

کرونا ویروس یوازې د چين ستونزه نه، بلکې یوه نړيواله ستونزه ده او دا باید هیر نه کړو، چې ووهان کورونا ویروس یوازې د چين دښمن نه، بلکې د ټول بشریت دښمن دی، نو نړيوالو ته په تېره بیا لویو هيوادونو ته په کار دي، چې دغه وخت شخصي ګټې ونه لټوي، پروپاګنډ خپاره نه کړي بلکې پر وړاندې يې یووالی وساتي.

د دغه ویروس د مخنيوي په برخه کې د چين ګامونه نه یوازې د دغه هيواد لپاره بلکې د نړۍ لپاره هم ګټور دي، که چين یې مخنيوی ونه کړي او پر نړۍ څپه خوره کړي، بیا به یې وقایه او کنټرول ډېر ستونزمن شي بلکې په کمزورو هيوادونو کې به د انسانانو لو ګډ کړي.

چين د دغه ویروس پر وړاندې داسې ګامونه پورته کړي، چې د نړۍ ډېر کم هيوادونه به يې توان ولري، د دغه ویروس پر وړاندې يې داسې تدبیرونه نيولي، چې له امله يې په ټول هيواد کې ورځ تر بلې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په کمېدو دی او بل چين ددې توان لري، چې د دغه شان ناروغيو مخه ډب کړي.

 زه چې په ښو او بدو پوی شوی یم، موږ خدای ج ته لاسونه لپه نيولي، ښېرې او دعاګانې کوو، ځيني هيوادونه  ترې ګل او ګلزار غواړو او ځینې ترې برباد غواړو.

 تل مو په ښېراوو کې روس، امریکا او اسراييل تباه او برباد ياد کړي او هميشه مو افغانستان اباد او پرمختللی غوښتی او فلسطين مو له اسراييلو څخه ازاد غوښتی دی.

ایا تر اوسه مو دا فکر کړی، چې زموږ دا ښېرې او دعاګانې ولې نه قبلیږي؟

ځکه!

مونږ د خدای ج پاک کلام ته مخه نه ده کړې، مونږ پر هغه کلام ځان نه دی پوی کړی، ځکه! زمونږ ښېرې او دعاګانې هم اغېزې نه کوي.

بل دا چې پورته لېکنې کې يې هم یادونه وشوه، چې رب ج یوازې د مسلمانانو پالونکی نه بلکې د ټول بشر پالونکی دی.

کله مو دا فکر کړی، چې دا څلوېښت کاله مونږ ولې پر داسې ویروس اخته یوو، چې هيڅ د خلاصون څرک يې نه لګیږي…….. چين به  له کورونا ویروس  ځان خلاص کړي، مونږ به  څه کوو؟  ایا په هيواد کې دغه بدبخته روان جنګ له کورونا ويروس بدتره نه دی؟

 خدای ج په قران کریم کې قول کړی، چې زه د چا حالات نه بدلوم، چې خپله يې بدل نه کړي، نو مونږ افغانانو ته په کار ده، چې لاس په کار شو او په هيواد کې له روانو ناخوالو ځان خلاص کړو.

  په چين کې د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي، چې ۸۰ سلنه یې زاړه کسان دي؛ خو زمونږ په ګران وطن افغانستان کې د ورځې په منځني ډول درې سوه افغان ځوانان وژل کیږي، دا یوازې د دوی وژنه نه ده، بلکې همدومره ځوانې جينکۍ کونډې، میندې بورې، خویندې بې وروره …….او څو برابره ماشومان ترې یتيمان پاتې کيږي. هغه  شاعر وايي:

دعا کوه، ښېرې کوه ـــــــ  پښتونه جنازې کوه

ایا کرونا ویروس به ډېر خطرناک وي، که پر مونږ افغانانو دا راغلې بدبختي؟

مونږ تل د نورو پر پل ګام ایښی دی، سپي پسې منډې وهو، خو خپل غوږ ته لاس نه اچوو.

په ټولنیزو رسنيو مو شور جوړ کړی، چې په چين کې د کورونا ویروس وبا ګډه کړې او ټول ښارونه یې خالي کړي دي.

چين د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان په کورنيو چارو کې ګوتې نه دي وهلي او تل يې ښې اړیکې ورسره پاللې دي.

مونږ ددې پرځای چې پرخپل دوست ګاونډي هيواد زړه سوی وکړو او مرستې او لاسنيوي ته يې راودانګو، برعکس ورته ښېرا کوو.

د اکرام الله ګران صېب پر دې بیت خپلې خبرې راټولوم:

د مذهب بنیاد پرستو، د انسان خونریزي بند کړئ

لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده