د استرالیا حکومت د کرونا ویروس له ویرې له چین څخه د خپلو وګړو د راویستلو لړۍ پیل کړې.

د دغه هیواد ۲۴۳ اتباع چې ۸۹ ماشومان هم پکې شامل دي د دوشنبې په ورځ له چین څخه د استرالیا کرسمس ټاپو ته ورسیدل او هغوی سمدلاسه یوې مهاجرت خونې ته ولیږدول شول.

د بهرنیو چارو وزارت په حواله، دا مهال څه دپاسه ۶۰۰ نور استرالیايي وګړي د چین په وهان او ګاونډي هوبای ولایت کې پاتې دي چې دوی یې د راویستلو هڅې کوي.

د استرالیا حکومت ويلي د چین له وهان ښار څخه راستنیدونکي استرالیایان په کرسمس ټاپو کې د څوارلس ورځو لپاره قرنطین کوي ترڅو د کرونا ویروس د لا زیات خپریدو مخنیوې وکړای شي.

دغه ټاپو چې د استرالیا لویديځ ته څه دپاسه دوه زره میله لیرې پرته ده د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د سترې توقیف خونې په لرلو مشهوره ده، چې کابو دوه لسیزي پکې د استرالیا پرلپسې حکومتونو دغه هیواد ته ورغلي ناقانونه مهاجرین ساتلي وه.

ولې اوس د استرالیا حکومت وايي چې له یادې توقیف خونې څخه د هغو استرالیايي وګړو لپاره د قرنطین ځای په توګه ګټه اخلي چې د چین له هوبای ایالت او وهان ښار څخه استرالیا ته ورستنیږي.

لومړي وزير سکاټ موريسن ویلي استرالیا کې د کرونا ويروس د لا زیات خپريدو له ويرې څخه دغه ګام پورته کړی.

دا مهال اسټراليا کې د کرونا ويروس پينځلس پيښې تاييد شوي.