د شهنواز باقر !
شاعري مى ځكه خوښه ده چى په نوى بڼه ويل شوى او له كليشو پاكه ده ! 
زما دوينې د هر څاڅكي پسې گرځي ښكاريان 
زخمي مرغه  يم ترې پټ شوى په چنار كې  يمه
د لرغونی زمانی څخه راواخله تر نن ورځی پوری ، د پښتوژبې روان شعری بهیر ته،  كه یو څه په انتقادی نظر وكتل شی ، نو ډیرې  داسى كلمى شته چى  د هر شاعر په شعرونو كى ، په بيا بيا تکرار شوی او  د همدغو تکراری او سولیدلو کلمو  له لاسه ترى كليشى جوړى او د شعر خوند هم پيكه  كړى دى . دبيلگى په توگه  : زلفى ، جانان ، چشمان ، گلستان ، معشوقه ، عاشق  ....  !  
 دا او دى ته ورته تكراري او كليشه اى كلمى ، ټولى پردۍ كلمى دي او موږ ته ، د خپل كلاسيك ادب څخه په ميراث را پاتى دي . 
 خو نن شکر دی پښتو ژبه هغومره خواره هم نه ده لکه څلور ، پنځه سوه کاله د مخه چی په سیمه کی د واکمنی ( فارسی ژبی  ) د ادب تر اغیزی لاندی  وه .
د نن پښتو ژبه څه ناڅه د پنځه شپيته ميليونو  پښتنو ژبه ده ،  په سلگونو ښوونځيو او لسگونو پوهنتونونو كى په خپلى مورنى  پښتو ژبى تعليم او زده كړى كيږي ، هر كال د ژوند په بيلا بيلو ډگرونو كى په پښتو ژبه په سلگونو  كتابونه ليكل كيږي او بيا چاپيږي  ، مو ږ اوس په هر ولايت كى  خورا غني او بډايه كتابتونونه او كتاب پلورنځي لرو ، نو په كار دي چى زموږ معاصر شعر هم  له كلاسيك شعر څخه ، د ژبى د سوچه والي ، محتوى او مفاهمو  له پلوه توپير ولري .  
خو له بده مرغه ددی ډول پرمختګونو سره سره بیا هم زموږ یو شمیر معاصر شاعران ، لاتر اوسه د کلاسیک ادب تر اغیزو لاندی همغه پخوانى  سولیدلی او تکراری کلمی وخت نا وخت په خپلو شعرونو كى کاروی . 
د خوښى زيرى  بيا دادى  چى په وروستيو وختونو كى ، داسى ځوانان هم د پښتو ژبى د ادب ډگر ته راوتلي چى د خپل شعر مضمون او د ژبى سوچه والى ته يى ، خورا زياته پاملرنه كړى او هرڅه چى د شعر په ژبه ليكي ،  هغه  په يو نوي چوكاټ كى ځايوي  .
د دغو ځوانو شاعرانو په ډله كى يو هم شهنواز باقر دى . 
 ما د شهنواز باقر شاعری يوازى د فیسبوک له لاری لوستی ده ،  خو تر هغه ځايه چى زه فكر كوم ، شعر يى خوند او رنگ دواړه لري . تر ټولو ښه ځانګړنه یی داده چی د شعر ځمكه يى  ، نه یوازی د بهرنيو ژبو له تكراري کلماتو  پاكه ده   بلکی د موضوع له پلوه هم  ډير څه نوي لوستونكو ته وړاندى كوي . 
زما په نظر باقر په كم عمر كى د سترى مشاهدى څښتن دى ،  طبعيت ته په خورا ځيركۍ گوري ، ناخوالى او خوښى دواړه ترى را اخلي او بيا ترى دخپل شعر اميل په داسى هنري انداز كى جوړوي چى په لوستلو يى ورته ، ډيرى  نوم  وتلي شاعران گوته په غاښ پاتى دي . 
د شهنواز باقر د شعر يو كمال دا هم دى چى هغه په خپل  شعر كى ، دپخوانيو شاعرانو كليشه او سوليدلى كلمى ، پاس  په تاخچه  ايښي دي ، هغه چى هرڅه ليكي  په نوى بڼه يى ليكي ،اوس خو درويشت كلن ځوان دى ،  نه پوهيږم چى  په پاخه عمر كى به ، د حمزه بابا  په پل به پل كيږدي او كه يو گام به ترى مخكى لاړ شي، دا قضاوت به د بافر راتلونكى ته پريږدو
اوس زما د خبرو د ثبوت د پاره ، دهمدى كتاب پاڼى واړوى او  دهغه دشاعرى رنگينه دنيا له نيږدى نه پخپله وگورى   .
د دروازې نه مي پرده راښکله پټ شوم په کې
 د ژمي شپه وه او په کور کې مې بړستنه نه وه
ستا انتظار وو که په ماباندې وخت نه تېرېده 
 چې ورنيږدې شوم په دېوال کې د سات (١) ستنه نه وه
 (١) - سات ( ساعت) 
په پاى كى د باقر د نويو شعرونو د ټولگى د چاپ مباركي ، ټولو هيوادوالو ته وړاندى كوم او  د هغى ورځى په ياد ، خپله ليكنه پاى ته رسوم چى همدا كتاب يى ترلاسه كړم او بيا ډير څه تاسو ته پرى وليكلى شم .  
انجنير ستانه مير زهير - جلال اباد - روښان مينه 
دلوه -٤ نيټه ، ١٣٩٤ ل كال