تبعه چاته ويل کيږي ؟

 

که  د نړۍ نقشې ته وګورو نو د ځمکې پر مخ ډير هيوادونه تر سترګو کيږي .  هر هيواد بيا خپل ټاکلی سياسي  _جغرافياوي بريدونه او پولې لري ..هر هغه څوک چې ددغو بريدونو دننه په يوه هيواد کې د ژوند کولو حق  ولري ، د هغه هيواد استوګن يا تبعه بلل کيږي . تبعه مفرد او جمع يې اتباع ده .

  په حقوقي لحاظ تبعه څوک  دی، يا چاته تبعه ويل کيږي ، په دې  اړه ،  د ټولنپيژندنې  پوهانواو حقوق دانانو ليد لوري بيلا بيل دي .

_ تبعه د ټولنې هغه  وګړي ته وايي چې په يوه ټاکلې سياسي جغرافيه کې ، د اساسي حقونو په لرلو، بې له توپيره د قانوني مکلفيتونو په قبلولو  ، د ژوند حق ولري .

_ تبعه  هغه وګړی دی  چې د سياسي ، مدني او ټولنيزو حقونو لرونکی وي

_ تبعه هغه وګړی دی چې د خپلو اساسي حقونوددرلودو په خاطر ، مسوليتونه، ژمنې او مکلفيتونه  هم قبلوي .

( رعيت هغه چاته ويل کيږي  چې مکلفيتونه لري خو حقونه نه لري .د رعيت حقوق عموما د هغوي د مکلفيتونو د ښه سرته رسولو له مخې  ټاکل کيږي .  

دتبعه حقوق  د قانون په چوکاټ کې په ليکلې بڼه ثابت وي او مکلفيتونه هم د خپلې پوهې او وجيبېله مخې سر ته رسوي .

په هغو ټولنو کې چې قانون واکمن وي ،  د ټولنې هر وګړي  ته تبعه ويل کيږي ، ځکه چې هغه  د مساوي حقونو او امتيازاتو لرونکی وي .

لنډه دا چې:  تبعه  (شهروند) د يوه هيواد هغه  استوګن ته وايي  ، چې هغه د نومړړي هيواد  د بشپړو سياسي ، مدني ،اجتماعي او فرهنګي حقونو څخه  برخمن وي .

د( تبعه ) پرځای د ( شهر وند ) اصطلاح هم کارول کيږي .داد دفرانسې د انقلاب نه وروسته ،انسان ته د زيات درناوي په خاطر، منځ ته راغلې ده .

شهروند Citroen )  د ښارCite)  له کلمې نه جوړه شوې اصطلاح  ده  ، دا چې ولې په شهروند کې د ښارکلمه شتون لري  ، لامل يې دادی چې له يوې خوا  دوګړو د حقونو اومکلفيتونو ترمنځ  اړيکي ، د زمانې په اوږدو کې عموما د وړوټولنو په بڼه  په  ( ښارونو)  کې وده او پرمختګ کړی دی او له بلې  خوا په ځنو  قاموسونوکې  د( ښار )  کلمه  د ( وطن  او هيواد ) په  معنی هم کارول شوې ده . د مدنيت کلمه هم له مدينې نه اخيستل شوې او مدينه ښارته وايي

 

په ټوليزه توګه ويلی شو چې د شهروند اصطلاح په دې معنی نه ده چې ګوندې  يوازې د ښارونووګړو ته ويل کيږي په شهروند کې  ښاري او کليوال ټول وګړي شامل دي .

د عامه پوهاوي په دې لارښود کې  موږ د ( شهروند)  په ځای د( تبعه) کلمه کارولې  ده  . ځکه زموږ د هيواد په اساسي قانون کې په همدې بڼه  ثبت ده .