سرليک: د سپين غر د سپينې څوکې (سيکارام) په لور

نېټه: 22.11.2011 10:00

د سپين غر د سپينې څوکې (سيکارام) په لور
ډاکټر محمد ياسين ساد شينوارى

يو څو کاله مخکې زه کابل ته د خپل کور د جوړولو په نيت ولاړم او په دې څنگ کې د ډاکټر ياسين پوښتنې دپاره د ده کور ته ورغلم او د خبرو اترو د اوږدوالي په نتيجه کې مې له همده کره شپه راغله. کله چې د ماښام ډوډۍ سره وخوړل شوه او د چاى د راوړلو په وخت کې دغه ليکلې پاڼې هم له ځان سره راوړې او راته يې راکړې او ويې ويل چې ستا د اوغز کلى مې چې درته ښه په اړخ اړولى راړولى دى.ما دغه ليکنه ترې واخستله او کله چې دې د خوب لپاره خپلې کوټې ته رخصت شو نو ما هم خپلې چشمې راواخستلې او نيمه ړوندو سترگو ته مې واچولې او د ليکلي مضمون په لوستلو مې بينا وشړله. دغه مضمون ما څو څو کرتې ولوستل او لوستلو يې ډېر خوند راکاوه. کله چې سهار وختي راپاڅېدم اول مې اودس وکړ او بيا مې مسافرانه لمونځ وکړ. وروسته دى هم راغى او د سهار چاى يې راوړه. کله چې دواړه چايو ته کښېناستلو نو د مضمون په باره کې مې ورته ښې خبرې وکړې او ورنه مې وغوښتل چې دغه مضمون زه ځان سره پېښور ته وړم او هلته يې د ورځ په مجله کې درته چاپوم. په خبره موافقه وشوه او مضمون مې بېرته ورنکړ چې له ځان سره يې خوندي کړه. کله چې زه پېښور ته تلم نو له ځان سره به يې يوسم. زه له ده څخه رخصت شوم او د خپل کار په لوري ولاړم. کله چې کار خلاص شو او بېرته مې پېښور ته د راتلو نيت وکړ نو لومړى له ده کره ورغلم او د مضمون طلب مې ترې وکړ. کله چې دى کور ته ننوت او بېرته راووت نو راته يې وويل چې مضمون خو وړو ماشومانو ورک کړى دى. زه ډېر خپه شوم او ډېر افسوس مې وکړ او مايوسانه د پېښور په لور راروان شوم. چې بيا کابل ته ولاړم او ډاکټر ياسين کره ورغلم د ليدو سره يې سم راته وويل چې مضمون مې درته پيدا کړى. ما هم بې صبره ورته وويل چې راته يې راکړه چې تسليم شم چې بيا ورک نه شي. لنډه دا چې مضمون (لنډه سفرنامه) تسليم شوم او له ځانسره مې راوړ او د ورځ د مجلې ادارې کارکن ته مې ورکړاو هغه هم په ډېره مينه او اخلاص سره واخست او چاپ ته يې وسپاره.

ډېره مننه هم له ليکوال څخه او هم د ورځ دمجلې او داس سي پي ار ډي له اداري هيئت څخه

گ، اوغزوال شينوارى

پېښور تهکال ٢٠١١د جولاى لومړى د دوشنبې ورځ

ما او ميوند په فلاينکوچ کې درې ته کوچ وکړ او پاوباندې نيم من هندواڼه او يو نيم چارک شفتالو مو له ځانه سره لنډۍ کلي ته يووړل. په لاره کې کله چې هسکې مينې ته تللو د اسد الله شينواري له خولې مو دغه لاندې شعر د کاريز د چينارونو لاندې واوريد. شعر د لوى سيلاو په هکله وو چې د شاعر پته يې هيچا ته هم نه وه معلومه.

سيلاو په تنگي راغى مړي يې وکړه د شينوارو د چا په دا اعتبار وو

سيلاو راغى په تنگي سلام يې واچاو د ميرباز په چنارگي

پورتنى شعر مې د کاريز د چنارونو لاندې د اسد الله شينواري له خولې ليکلى دى. هغه ښاغلي ته هم مکمل شعر په ياد نه وو پاتې. بيا بېرته کلي ته ولاړو او په اټارۍ کې مو چاى د نخودو او مميزو سره نوش جان کړ. بيا د هسکې مينې په لور په حرکت کې شو او ماښام زه، اسد الله خان او ميوند هسکې مينې (غونډي کلي ته) ورسيدو. هلته مو د محب الله سره د غره د تللو موضوع د بحث لاندې ونيوه. هغه وويل چې مونږ هم د انور او عزت خان سره مصلحت کړى دى او هغوى هم د تللو نيت لري. نو مونږ ورته وويل چې سبا ته حرکت دى. هغوى ټينگار کاوه چې سبا ته تگ نه شي او مونږ عزت خان او انور هم نه دى ليدلى. بيا چې سيد انشاء راغى هغه سره مو مصلحت وکړ چې مونږ به سبا ته حرکت وکړو او محب الله حاضر شو چې د جلال آباد نه د کامرې لپاره فلم راوړي. مونږ شپه د خير الله ماما کره وکړه او سهار پاس د هسکې مينې (مورگۍ) ته ولاړو. شنبه د جولاى اتمه : هغه وو چې زه او ميوند بلوڅ کلي ته پوريوتو، انجنير صاحب مو وليده. هغوى خټې لرلې او کلى يې جوړاوه او معلم صاحب افسر خان هم کلى شروع کړى و. زه اسد الله بيا د حاجي صاحب محمد آصف ليدلو ته ولاړو، هلته عقل جان او احمد شاه هم حاضر و. د غارښلي په کلي کې مو د مرحوم رسولجان خپلوانو او عزيزانو ته د دعا لاس پورته کړ. عقل جان او احمد شاه هم وويل چې مونږ هم د غره د تللو نيت لرو، خو په خپل واک کې نه يو. بيا مو رخصت واخيسته او حاجي صاحب محمد آصف ته مو وويل چې خلک منع نه کړي او پرېږده چې غره ته ولاړ شي. او احمد شاه ته مې وويل چې زمونږ به يا شپه په اوغز او ياپه سلاکڅ کې وي (شپه مو بيا د تقدير له مخې په ماما کڅ کې د اختر گل سره راغله) که راتلئ! نو هلته به سره وگورو، او له مونږ سره نور ملگري هم سهار يو ځاى کيږي، کولاى شى سهار د هغوى سره يوځاى راشى. ما، اسد الله، شمشاد او ميوند په درې بجو د مورگۍ نه حرکت وکړ. د سرې کلا نه تنگي ته په نيم ساعت کې په سړک، تر ترۍ بنده راروسيدو او ترۍ بند نه اوغز ته په نيم ساعت کې او بيا ماما کڅ ته ورسيدو (چې دا وخت د مازديگر څلور بجې وې) هلته مو د اختر گل سره شپه راغله، خو په اوله کې په کور کې نه و او د قضاء مازديگر سره راپيدا شو. مونږ د څېړيو کڅ په لور په حرکت کې وو چې په مخه راغى. د مازيگر لمونځ مو همغلته په خوړ کې ادا کړ او بيا اختر گل د الوگانو په پټي ورخ سم کړ او د ماښام لمونځ مو د الوگانو د پټي سره د غوز د بوټي لاندې په داسې حال کې ادا کړ چې ښه خوب راته راغلى و. کله چې د اختر گل سره کوټې ته ولاړو نو لږه شيبه وروسته د اختر گل زوي بختي گل د تناره ډوډۍ، د غره سابه، خيزي، د رينځکي سابه او شړومبې راوړې، چې ښه په خوند مو وخوړل او په اصطلاح، نوشتي مو په ويستل. او ورپسې يې ښه شين چاى راوړ. اختر گل ډېر ناکاره سپي درلود. په نهو بج مو د خوب سرشته وکړه. د شپې په يوولس نيمو بجو کټملو په مونږ يرغل راووړ او مونږ يې د کوټو نه په راکېوتلو او په ځمکه خوب کولو ته اړيستو.

يکشنبه د جولاى نهم :

سهار وختي په څلور نيمو بجو راپاڅېدو خو لاسي پرق (بجلي) لا درکه وه او پيدا نه شوه. دا چې څه شوه هيڅ پته ونه لگېده، په هر ترتيب، جاى بود و جولانه بودو په پنځو بجو مو د دوه خولو په لور حرکت پېل کړ. په تبي څپرونو کې مو د اختر گل د زوي نه چاى جوش او گيلاسونه ترلاسه کړل. چې په دې وخت کې يوه قوي، بدشکله او مضر سپي زمونږ مخه ونيوله او په ناونو کې د سپي غپا انگيزې جوړې کړې.

په ٣٠ : ٦ بجو دوه خولو ته ورسيدو هله مو د چاى سرشته ونيوه، چې زيور په کچره سپور د څوري سره په ٣٠ : ٧ بجو راورسيد، له مونږ سره يې چاى وچشلي او مونږ په ډوډۍ ماړه شو. اوس يو زيور د غره په شمالي ډډه کې يوه لمنځه غورځولې ا و هغه غواړي چې خوړ ته يې راوغورځوي، خو لمنځه مقاومت کوي. کنډي رارغړي او زه او شمشاد د گټ په سر دا جريان ليکو.

وسلام د سهار

مهم ځايونه په لنډه توگه :

سره کلا –غارښلي کلي –چمپيان –د تورو دمو کورونه –د تري بنديانو کلى يا د مومن کور –ميلگي –چې مخامخ ورته د عيسى خان غونډۍ پرته ده –بيا اوغز ته داخل شو. په لومړي سر کې فتحخيل (چېل همزا خېل په کې پراته دي) چې مخ په لمر خاته يې د سلاکڅ او بولي ورته لار تللې ده. بيا د اوغز اکاخېل او ورپسې برلختي راځي بيا د زين لمسيو کلي راځي او ورپسې شيرتي راځي –بيا ايساره گټه راځي چې مونږ هلته ولمبل او ورپسې ماما کڅ راځي. ورپسې د څېړيو کڅ راځي –بيا پونگي راځي –ايرو (ناکي څنډلي) راځي چې دلته د ناکي چينه موقعيت لري او ورپسې دوه خولې راځي چې ورپسې يې بيا نواشه راځي او ورپسې د تيو مينه راځي او ورپسې تري ور راځي. اوس مونږ په تري وره کې ناست يو، په کره بين ډزې کوو، کچرته وري جوړوو ا و عکسونه اخلو او همدارنگه روميان، هگۍ او ډوډۍ خورو او په مخ کې سفر ته تيارى نيسو. اوس دا دي ١٠ بجې کيدونکې دي. زمونږ بل گروپ د سهار په ٣٠ : ٤ بجو د شرموخي نه حرکت کړى و او په ٩ بجو تري وره ته د بمي کارتوس په خلاصولو سره خپل راتگ مونږ ته اعلان کړ، او دا په داسې حال کې چې د محل سپيو په خپله غپا سره بدرگه کولو. په نوموړي گروپ کې انور، عزت خان د شرمخي، محب الله خان او سيدانشاه (پيټي په شا) راورسيدل. دا وخت د سهار ٩ بجې وې. نوموړي ګروپ له ځانه سره دوربين، کامره، کره بين او ډوډۍ راوړه.

٣ : ١٠ بجې وې چې له دې ځايه مو د ششو کنډو په لور حرکت وکړ. په تري ننوتو، چې مخې ته مو څلور لوى لوى ايسارونه راغلل، خو مونږ په موفقانه ډول ورباندې وروختو. په لومړي ايسار کې ميوند څپلکو ته پوندې ترميم کړې او ښه قوي څپلۍ ځنې جوړې شوې. په لاره کې لويې لويې گرگې پرتې وې چې اوږدوالى يې حتى تر ٢٥-٣٠ مترو او قطر (ډبلوالى) يې د يو متر په شا او خوا کې وو.

په ٢٠ : ١١ بجو مو د شيخا د انارگل څپر ته ورسيدو. په څپر کې مو چاى او ماسته وخوړل.عمرگل د انارگل زوى او د ميدان گل وراره دى. ماشومانو ته مې ژاولې ورکړې، چې هغوى د شيرني په څېر وژولې او تيرې يې کړې. وروسته بيا د يوه سخت پيچومي سره مخ شو. چې د ١٠-١٢ دمو په ترڅ کې ورباندې وختو او د خانو څپر ته مو ځان ورساوه. د نوموړي څپر يوه برخه د سوځېدو په اثر نړيدلې ه، څه برخه يې جوړه وه چې مونږ ورباندې کيناستو. پورې غاړه په غره کې د نښترو په ځنگله کې يو څوک په دوربين کې ښکاري چې زيړکالي يې په تن دي. چې په همدې استقامت د سپينې څوکې (سيکارام( په سر يوه جنډه لکه ده چې مونږ ته په شنه رنگ ښکاري. او څلور څلي په دوربين کې د ليدلو وړدي. اوس مونږ د خانو څپر په سر ناست يو او د عکس اخيستلو ته امادگي نيسو (اوس مهال د ماسپښين دوه بجې دي).اوس مونږ د خانو کنډو په چينه کې اوبه وچښلې او بېرته له چينې څخه واپس شو او تړه کې ناست يو او حضرت نور سره مو عکس واخيست او اوس دا لنډۍ زمزمه کوي.

راشه په زړه مې گوتې کيږده

چې پرهرونه مې د زړه درمعلوم شينه

نوموړى د شيخا اوسيدونکى دى دلته اوزې پيايي. خداى ډېر ښکلى غږ خو ټيټ قد ورپه برخه کړى دى. سپين پکول يې په سر دى او تيراوالې سندرې په ښه توگه زمزمه کوي.

ادکې مورې زړه مې په شمار شپاړس ټوټې دى

ويې ويې زرگر ته ناسته يمه ټوټې کوشيرومه

زما د زړه ناکاره رنځه

ويې ويې نه دې دارو شته، نه دې حال ويلى شمه

دا دي اوس ٣ بجې او پنځه دقيقې دي. حضرت نور مو رخصت کړ د خانو په پيچومي چې ډېر کلپ وو، په لاره کې کله چې د ششو کنډو څپرونو ته يو څه رانږدې شوي وو. د يوه ملگري سترگې د بيزوگانو په رمه ولگيدې او دا ناره يې وکړه چې هلئ د بيزوگانو سيل وکړي. په دې وخت کې متاسفانه چې محترم سيدانشاه لټ وواهه او په تش لټ وهلو ټول بيزوگان اوتر کړه او مونږ ښه سيل ونه شو کړاى. خو بيا هم يو يو ليدل کيدل. د نوموړي د قول په اساس به بيزوگانې د ٣٠ په شاوخوا کې وې.

په پنځه نيمو بجو مونږ د ششو څپرونو ته ورسيدو. لومړى ستړې مه شې راته سپيو په غپا سره وکړه. او بيا د څپرونو په لور ولاړو، هلته مو دمه جوړه کړه، چې په دې کې ښځو او ماشومانو د چايو ډک ډک چاى جوشونه سره د دوه کوچنيو د وژغنو نه د جوړو شويو ټغرونو سره چې د يوه لوى جاى نماز په اندازه وو زمونږ اړخونو ته خواره شو. مونږ د پياز سره د ډوډۍ په خوراک بريد وکړ چې په دې کې چاى هم راوړل شو او هغه مو په پوره اشتها نوش جان کړ او بيا په دې وخت کې لطيف جان چې اصلاً د شيخا حسن خيل دى راورسيد. مونږ ورته وړه ورکړه خو ده وويل چې تاسې ښه کار ونه کړ بيا محب الله او انور د پسه اخيستلو پسې لاړل او زه په ١٦٠٠ او پسه يې ٢٦٠٠ بيه کړ. خو معامله تر بحث لاندې ده او اوس شپږ نيمې بجې دي.

خو وروسته بيا د يارمک (يار محمد) ماما په اوزه (دوه کلنه وچه) دعا وشوه او په دوه زره پاکستانيو کلدارو واخيستل شوه او ذبح شوه. د ماښام د شروع سره لړمون خارج شو او يينه (ځيگر) د پټو دانو لپاره ځانگړى (تخصيص) کړاى شو.د شپې له خوا په څپر کې همدا خبره تکراريدله چې مه بيريږه دا به ته خورې. انور د يوې کاسې مستو د څښلو څخه وروسته مريض غوندې شو او غوښه يې ونه خوړه. د شپې لکه چارتراش په څپر کې څملاست او غوښه پخېدله. څرنگه چې په څپر کې ډېر لوگي وو نو د لږې شيبې لپاره راووتم خو د ډېر يخ باد له کبله بيرته په څپر ننوتم. سهار په پنځه نيمو بجو راپاڅېدو، چا لمونږ وکړ او چا مخ کنگال کړ.نن د دوشنبې ورځ او د جولاى لسمه نېټه ده.شپه مو د يارمک په څپر کې تېره کړه چې د ميلمه لپاره يې جوړ کړى وو، د څپر مساحت په دوه متره په دوه نيم متره کې راته او په آزاده توگه په کې څوک نه شو دريدلاى.مونږ سهار په پاو باندې اوه بجو د سپينې څوکې په لور حرکت پېل کړ. عزت خان سره کړې غوښه شا ته واچوله او اسد الله هم وچه ډوډۍ تر ملا کړه او انور هم ټوپک په اوږه کړ.اول گروپ کې عزت خان او اسد الله په يوولس بجو څوکې ته ورسيدل، بيا بل گروپ کې سيدانشاه، ميوند او شمشاد په يوولس نيمو بجو ورسيدل. دريم گروپ کې زه او محب الله په دولس بجو ورسيدو او انور د هغې شپينې ناروغۍ له کبله چې ورته پېښه شوې وه څوکې ته ونه خوت. په څوکه کې گرمي وه د سيوري په لټه کې شو، لږ څه سيورى په کوچني جومات کې و خو هلته دويم گروپ ويده پروت وو، چې مونږ ورسره نه ځايدلو.بيا زه د څوکې شمالي خوا ته ښکته شوم او د کمره سيوري ته څملاستم. هلته عزت خان اذان وکړ او ما (اللهم رب هذه الدعوة) دعا ولوستله او وروسته بيا په ٢٠-٣٠ دقيقو په ترڅ کې لاندې خوړ ته راکيوتو چې ښې يخې اوبه په کې روانې وې او اودسونه او لمونځونه مو هلته اداء کړل. په څوکه کې پنځه څلي وو، په لوى څلي باندې يوه زيړه جنډه د څلورو مترو په شاوخوا کې اوږده څپرگى چې په عين وخت کې جومات هم وو، جومات لوڅ وو او څپر په نيمه گډوډ ډول پټ شوى و. په څوکه کې مو عکسونه واخيستل او د اوداسه لپاره اوبه نه پيدا کيدې.کله چې لاندې راکيوتو نو يوه نيمه بجه وه. زما پښې تڼاکې شوې وې او په قراره راکيوتم. په انور پسې مو سيدانشاه وليږه هغوى هم راکيوتل او لاندې په خوړ کې مو هغو اوبو چې يوه ژرنده به وي اودسونه تازه کړل چې له همدې ځايه د لوى سيلاو په کال دريواړو تپو دوه ويالې جگې کړي دي چې دا پخې اوبه د هسکې مينې خوړ ته راواړوي. خو د لوى سيلاو له کبله د دوى کار په سيلاو لاهو شو، او ډېرو تلفاتو سره مخ شوي وو او کار سره ونه رسيد چې يوه وياله رسيدلې بوله او بله د ٥٠ مترو په شاوخوا کې پاتې وه. خلکو له دې کاره لاس واخيست او اسې يې انگيرلې وه چې زمونږ په دې کار د پاپين ستانې (زيارتونه) گويا خواشيني شويدي او دا اسماني افت ځکه په مونږ نازل شو.وروسته بياپه درې بجو په سخته لاره ډنډونو ته ورسيدو چې د وينا له مخې پخوا به شينوارو ورڅخه په سختۍ د تيږې گوزار اړاوه. خو اوس يوه اته کلن ماشوم هم تيږه د ډنډ بلې غاړې ته اړلې شوه.فعلاً دوه ډنډونه موجود دي چې يو له بل څخه په ٧-٨ متره واټن کې واقع دي. د ډنډ په اوبو کې سرو چينجو ته ورته موجودات سره غونځېده، چې اوبو څښلو ته يې د سړي اشتها په مرۍ کې خفه کوله. د ډنډونو څخه په ١٠٠-١٢٠ مترۍ کې غرب خوا ته د ٧ په ١٣ متر مربع په مساحت يو ډېر ښايسته چمن چې د ټاپو په شان و اوبه ورنه گېر چاپېره راتاو شوې وې. داسې ښکاريده لکه چا چې په لاس ورته نقش جوړه کړې وي او بيا يې ښه په ترتيب سره جوړ کړى وي. هلته مو څلور قطعي عکسونه واخيستل، وروسته بيا په لنډي سر باندې د سنگو څپرونو (فاميليو) ته په نيم ساعت کې راکيوتو او په پنځه نيمو بجو د سنگو مينو ته راورسيدو.دلته څوارلس څپرونه (مينې) دي. هره مينه خپله رمه لري. خو د سپيو تعداد کم دى، ټول درې دانې دي. غټه رمه ٢٥٠ پسونه او وړه يې ٧٠-٨٠ ته رسيږي. وري ډېر مړه کيږي او په دې شپه درې وري او يوه گوډه ميږه ورک وو.نوټ : گوډه ميږه چې د سيدانشاه د خسر (محمد کبير خان پاچا صاحب) وه، پښه يې ماته وه او مونږ په ډنډونو کې وليده، ځاى په ځاى ولاړه وه. په دوربين کې له ورايه لکه د غره د پسه پشان شکاريده، لټ مو ورته وواهه، غوښتل مو چې ښکار يې کړو خو په دې کې چا غږ کړ چې ډز ونکړى دا خو لکه چې کومه مېږه له شپانه پاتې ده. بيا وروسته معلومه شوه چې نوموړې مېږه هلته څو اونۍ (هفتې) تيرې کړي دي.يادونه : همدارنگه د مورگې په نيمايي کې دوه چرگان کښېناسته خو مونږ سره په دې وخت کې ټوپک نه وو چې ډز مو پرې کړى واى. شپه مو په سنگو کې تېره کړه. د شپې لخوا سنگو والو په مستو، ډوډۍ او چايو ښه ماړه کړو او په څپر کې يې راته ښه اور بل کړ. سهار په شپږ بجو مونږ د سنگو والو نه (چې ټول يې د گاڼې حسن خيل وو) رخصت واخيست او مخ په خانو کنډو مو حرکت وکړ. په دې ترڅ کې انور چې پرون د مورگې د ختلو څخه چې تقريباً ٢٠٠ متره به څوکې ته واټن پاتې و د هغې ناروغۍ له کبله چې ورته ورپېښه شوې وه ونه شو ختلاى نو نن په شپږ بجو د څوکۍ په نيت د ټوپک سره په حرکت پېل وکړ او ويل يې، چې ترڅو ختلى نه يم نه کيوزم او لوز يې وکړ چې د مورگې د زيارتونو ښودل شوې نخښه به راوړم. په کاڼي مورگه کې مو مستياره (يو ډول بوټى دى چې ځايي خلکو د ملاريا پر ضد ورڅخه کار اخيست) او اوبخته راوشکول. اوس مونږ خانو کنډو ته رانږدې شوي يو او ساعت اوه نيمې بجې دي او د خانو کنډو خپلې پخوانۍ لارې ته په نه بجو ورسيدو. اوس د خانو چينې ترڅنگ زه، محب الله او ميوند د اوبختي سيوري ته په داسې حال کې ناست يو چې محبالله خپل څيرى شوى پرتوگ اړوي راړوي او تيږې داسې څيرى کړى وو لکه په چاقو گانو يې چې وهلى وي.

په خانو کنډو کې د عزت خان ټپه :

خداى دې سنگو مينو کې مړ کړه

چې جنازه دې په خرولو وتړمه

اوس اسد الله، عزت خان، سيدانشاه او شمشاد د خرولو په ټل کې په ماتولو لگيا دى او ساعت پاو باندې نهه بجې دي. مونږ خپل سفر ته دوام ورکړ او دا دى اوس پاو باندې لس بجې دي او مونږ ټول د اوبختي د لوى بوټي سيوري ته ناست يو او سره کړې او د تناره او تبۍ ډوډۍ سره يوځاى خورو چې په دې وخت کې ښه ښکلى باد لگيږي چې د سړي روح تازه کوي. مخامخ د د غر گڼ شين ځنگل ښکاري او د ککۍ ترور کړوسي کرت رانه کړل او په نتيجه کې مونږ هم له غوښې محروم کړ او رخصت شو. دلته مخامخ په منځ کې د هسکې مينې خوړ چې له دوه خولو څخه شروع کيږي ښکاري. مخامخ هغه غر ښکاري چې کڅو ته ورباندې لار اووښتې ده او په لس نيمو بجو مو د کډو کنډو په لور حرکت پېل کړ. وسلام.

وخت د مماڼو رانه تېر شو

زه په گورگورو به لالى پخلا کومه

گورگورې ټولومه، زه گورگورې ټولومه

د غره په سر دې ښامار وخوره

چې ډلې ډلې پاډوگر درخېژومه

گورگورې ټولومه زه گورگورې ټولومه

د غره په سر مې در نظر شو

دا زنگولى يار زما په کې راځينه

په ٣٥ : ١١ ژورې پونگې ته راورسيدو. هلته مو د داسې يوې لمنځي د سيور لاندې دمه جوړه کړه چې څلورو کسانو سره لاسونه ورکړل او پرې راتاو يې نه شو کړاى. هلته يو هلک وو چې د ١٦-١٥ کالو به وو (مومن د غفار ملا زوى) او کچره يې ورکه کړې وه او ورپسې لالهانده گرځيده.په پاوکم دولس بجو د ژورې پونگې نه راروان شو خو د ما نه د سرپوغوټۍ په ژوره پونگه کې پاتې شوې. په دولس بجو کډو کنډو ته ورسيدو او پاو باندې دولس بجو خوسا ډنډوکونه راورسيدو خو اوبه وچې دي. او مونږ ډېر تږي وو. مونږ خپل حرکت ته د خلوت څېړيو په لور دوامورکړ، خداى دې وکړي چې هلته اوبه پيدا کړو (ان شاء الله چې وي به) چې اوس مهال د غرمې ١٧ : ١٢ دي او وورسته د يو څه مزل نه مونږ يوه ځنگله ته ورسيدو چې ډېرې گڼې ونې لري. څرنگه چې دلته لويې لويې ونې پيدا کيږي نو خلک د تيرانو لپاره زياتره همدلته دېره ځاى جوړوي او د خپل ضرورت وړ لاړي او تيران دلته ترلاسه کوي او ځينې خو لا سکاره هم همدلته کوي) کله کله ځنگل اور واخلي او لولپه شي (چې اکثر د سکرو کولوپه وخت کې د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.)خلوت چيني ته په پاوکم يوه بجه ورسيدو هلته مو اوبه وچښلې خو خوند يې خراب وو او د اوبو مقدار د پخوا په نسبت ډېرکم (څلورمه برخه)) وو. د ملگرو د وينا له مخې پروسږ کال ناوه ورته ايښې وه او اوس تش ډنډوکى پاتې دى چې هغه هم په وچيدو دى. اوس مونږ د خلوت څېړيو لاندې ناست يو. چې ټولې پنځه دانې څېړۍ ولاړې دي او د سټو قطر (ډبلوالى) يې د يوه متر په شاوخوا کې دى. اوس مونږ د غورغوشتو په ښکر ورخيژو او دا مهال د ماسپښين يوه بجه ده. هسې روايت دى چې دلته څلور واړو يارانو ناستې کړي دي نو ځکه يې نوم ورباندې د خلوت څېړيو ايښى دى. او نوموړې څېړۍ د زيارت د څېړېو په نوم هم شهرت لري او خلک يې د احترام له کبله د وهلو څخه په کلکه ډډه کوي. اوس مونږ د غورغوشتو ښکر ته پاو باندې يوه بجه راورسيدو. له دې ځايه ښي خوا ته د اوغز کوټې ښکاري. مخامخ هسکه مينه او کيڼې خوا ته دره ليدل کيږي. البته په کنډو کې ښه يخ باد لگيږي. همدارنگه له دې ښکر څخه د کوټ سيمه، رودات او د جلال آباد ښار د ليدلو جوگه دي.په پاو کم دوه بجو د لوى پيڅې سر ته ورسيدو. دلته دوه لارې دي، ښي خوا ته د اوغز کنډو ته او کيڼې خوا ته د شيخاکنډو په لار تللې ده او په همدې ځاى کې زموږ گروپ بيا په دوو برخو وويشل شو. زه، ميوند او اسد الله د شيخا کنډو په لار او بيا ترخاڼه او ورپسې د کنډوالو او بيا په درې سرې غونډۍ خپل ابايي کور (لنډي کلي) ته ورسيدو چې دا وخت د مازيگر ٢٠ : ٥ بجې دي. کله چې ورسيدو په باغچه کې مو انگور راوشکول خو يو څه شنه (خام) وو او بيا مو د مازديگر د لمانځه لپاره اودسونه وکړل او لمونځ مو د خپل کلي په مزدک کې ادا کړ.