فېس بوک  د انټرنيټ د ټولنيزو (اجتماعي) ويبسايټونو ( website)  په کتار کې يوډير په زړه پورې ويبسايټ دي . په دې ويبسايټ کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونووګړي لومړي خپل ځانونه ثبتوي  او بيا د همدې لارې يو بل سره اړيکي نيسي 

د فيس بوک چاپيريال په حقيقت کې ددې ويبسايټ د ګډونوالو   له پاره  ددوستانو او انډيوالانو د بنډار يا مجلس دځای حيثيت لري . هرګډونوال   کولي شي   په هره شيبه کې د ځان  سره نوي ملګري يو ځاي کړي  . د ځان له پاره يو شخصي پاڼه ولري ،  يا د ملګرو ډله جوړه کړي او يا هم د نورو په  ډ لو او ګروپونو کې  ورشريک شي  .

دفيس بوک ګډونوال   ، کولي شي په خپلو کې خپل اندونه ، عکسونه ، ويډيو ګانې او پيغامونه  يو بل سره  شريک کړي. په ورستيو  وختونو کې فيس بوک د ګډونوالو شمير  له ۶۰۰ ميليونو څخه هم زيات شوي  دي . دا وېبپاڼه په بشپړه توګه وړيا ده او تر اوسه  د نړۍ په بيلابيلو ٤٠ ژبو کې ژباړل شوي ده . چې پښتو هم په دې ژبو کې راځي.

د فيس بوک ګډونوال کولاي شي د خپل ځان له پاره يا هم د خپلې خوښې  د يوه هنرمند له پاره او يا هم د د خپلو سوداګريزو توکو د خر څلاو له پاره يوه  شخصي ويبپا ڼه يا ويبلوګ طرحه او جوړ کړي . چې نور کسان هم په هغې کې ځانونه ثبت او د اړونده موضوعاتو په اړه خپل وړانديزونه او  نظريات وړاندې کړي .

د فيس بوک  ټول ګډونوال ستاسو په وړاندې په پنځو ډلو ويشل کيږي :

ملګري ، د ملګرو ملګري . د يوې شبکې يا ګروپ غړي ، نا اشنا کسان اوهغه ګډونوال چې بلوک شوي وي .

فيس بوک  ويب سايټ خپل ځانګړي پروګرامونه او  پوستکالي هم  لري چې هر  ګډ نوال  د هغو په مرسته  کولاي شي د  خپلې خوښې سره سم  په ليکه (ان لين )بيلابيلې لوبې تر سره کړي .

د فيس بوک د ويبسايټ  جوړونکي يو امريکايي ځوان دی چی مارک زوکربرگ   Mark Elliot Zuckerberg   ( زيږيدو نيټه : ۱۹۸۴ز. کال مي ١٤)  نوميږي         

 دغه ځوان امريکايي ددې ويبسايټ د جوړولو په طرح  هغه وخت کار پيل کړ چې پخپله د هاردورد د پوهنتون محصل و . نوموړي د دغه ويبسايټ لومړنۍ طرح  په يوه کوټه کې د  کمپيوتر ساينس د پوهنځي  ديو شمير نورو محصلينولکه«اندرو مک‌کالم»، «داستين موسکويتز» ا و «کريس هاگز» په مرسته را منځ ته کړه . په پيل کې ددوي هدف د هاردورد پوهنتون د محصلينو له پاره د يوې ټولنيزې ويپاڼې جوړول و. نوموړي چې کله خپله طرح بشپړه کړه نو د ۲۰۰۴ ز. کال د فبرورۍ په ٤ نيټه يې  دانټرنيټ نړيوال جال ته داخله کړه .

د فيس بوک ويبسايټ په دومره چټکۍ د محصلينو پاملرنه ځان ته راواړوله چې يوازې په لومړيو دوه اونيو کې  د هارورد د پوهنتون دنيمايي څخه زياتو محصلينو خپل ځانونه په نوموړي ويب سايټ کې ثبت او راجستر کړل .  د هرې ورځې په تيريدو سره  په فيس بوک کې د ګډونوالو شمير په خورا جټکۍ سره  زياتيده ، يوازې په لومړيو څو مياشتو کې  د ثبت شوو کسانو شمير ملينونو تنو ته ورسيده .

(مارک زوکربرگ) په اوس وخت کې د فيس بوک د ادارې د اجرايوي مدير په تو ګه کار  کوي او د ٢٠٠٨م   کال د ( فوربس) د مجلې د راپور له مخې د نړۍ يو له ځوانو ميلياردرانو څخه ګڼل کيږي چې د شتمنۍ اندازه يې  په هغه وخت کې ۱٬۵ ميليارده ډالر اټکل شوې ده .