شينواری پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز ګروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننګرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه په لواړګی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنګلونو کې، د کونړ په سره کمر، د پروان ولايت په غوربند او کشمير کې هم استوګنه لري.


((پښتانه د تاريخ په رڼا کې)) د شينوارو په اړه ليکي دي:

 (( لکه چې د شجرې څخه معلومېږي کاسيان په يوولسو څانګو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لور مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې (شينواری) د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه)

د شينوارو شمال لوېديځ ته د خوګياڼيو قبيله، شمال ته يې د کابل سيند او د مومندو قبيله، ختيځ ته يې د ډيرونډ کرښه تر لواړګی پورې امتداد او د اپرېديو د قبيلې سره پوله لري او جنوب خواته يې سپين غر موقعيت لري. دوی د هسکې مېنې (ده بالا)، مومنددرې، نازيانو، اچين او دور بابا په ولسواليو او د چپرهار په علاقه دارۍ کې استوګنه لري.


دغه قبيله په لومړی سر کې په دوو پلارو وېشله کېږي چې يوه ته سه پای او بل ته عبدالرحيم خېل وايي. چې سه پای مشر ورور او عبدالرحيم خېل کشر ورور دی.

 مشر ورور په خپل منځ کې اووه تپی دي؛ حسن خېل، حمزه خېل، الياس خېل، رينداد خېل، حيدرخېل، بابرخېل، سليمانخېل

کشر ورور يې په درې تپو وېشل شوې دي او هغه له علي شېرخېل، عدل خېل او سنګوخېل څخه عبارت دی.
د دغو خېلونو د استوګنې ځايونه:
١. حسن خېل
: حسن خېل د هسکې مېنې د ولسوالی په اوغز، ګورګوری، پايین، شيخ ميدان، ياغی بند، شپوله او ګيزاره کې پراته دي. يو شمېر حسن خېل په غوښت دره کې هم استوګنه لري. ويل کېږي چې د حسن خېلو شمېر به (١٦٠٠٠) تنه وي.
٢. حمزه خېل:
دوی په خپل منځ کې دوه تپي دي چې يوه احمد خېل او بل يې مغدود خېل دي. احمد خېل اکثره په ده بالا او لږ شمېر يې په تنګی، شرمبنی او لرو احمدخېلو کې اوسېږي. مغدود خېل په ګاګره، ګجڼه، مريز، سنګوټا او راوګی کې استوګنه لري.
٣.
الياس خېل
: لياسخېل (الياس خېل) اکثره په هسکې مېنې، ګزاره، لږ شمېر يې د هسکې مېنې په تنګی او يو شمېر په نری اوبو کې اوسېږي او د جعفريانو په نامه څو کورنۍ يې بيا د کوچيانو په ډول ژوند کوي.
٤.
رينداد خېل
: د مامند په تنګی، باغ، اچين او ګردی کې پراته دي. دا ښاخ په څلورو څانګو وېشل شوی دی او د پاخېلو، اليکه خېلو، بام خېلو او خليفه خېلو څخه عبارت دي.
٥.
حيدرخېل
: دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي چې يوه ته ((نيمې در)) او بل ته ((ممه خېل)) وايي. ممه خېل په لنډی، مورګی چينه، د اوڼی، اسدخېلو، تريلی، ميدانک، سره کلا او هجوم کلی کې مېشته دي.
٦.
سيلمان خېل
: په توتګی، وچکتوټ او د کوشتل په کليو کې اوسېږي.
٧. بابر خېل: دا يوه کوچنی څانګه ده چې يو شمېر يې په صندق، بټن او چهل ګزي کې اوسېږي.
٨.
علي شېرخېل
: دا د عبدالرحيم خېلو يوه څانګه ده چې څه برخه يې په لواړګی او څه يې په افغانستان کې مېشته دي. دوی په اوو تپونو باندې وېشل شوې دي او هغه له عيسی خېلو، باخېلو، تړخېلو، پيروخېلو، اش خېلو، خوګاخېلو او شودن خېلو څخه عبارت دی.
٩.
عدل خېل
: دا هم عبدالرحيم خېلو يوه پښه ده. دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي يعنې عثمان خېل او کرګوخېل.
١٠.
سنګوخېل: سنګوخېل په درېو پلرونو باندې وېشل شوې دي؛ ګدوخېل، څلورپلاری او غني خېل، سنګوخېل د مندئی څخه تر غني خېلو پورې د نازيانو په درو کې پراته دي.


له دې کبله چې د شينوارو يوه برخه د خيبر د تاريخي درې په شاوخوا کې استوګنه لري نو د خيبريانو په نامه سره هم يادېږي چې اورکزی او اپرېدي هم په همدې نومونو مشهور دي.


د تورخم او شمشاد سيمې هم د عليشېرخېلو شينوارو د استوګنې سيمي دي. د لواړګی شينواری په خپلو خېلونو کې وېش د حجرې له مخې ترسره کوي چې اوس د هر خېل حجري په لاندي ډول دي:


خوګاخېل (١٧٢) حجرې، شېخ مل خېل (٦٨) حجرې، اش خېل (٢٣) حجرې، مختارخېل (٢١) حجرې او غني خېل (٣٥) حجرې.

د لواړګی شينواری اکثره د سوداګری په چارو بوخت دی او هغه ترانسپورتي تجارتی لارې چې د کابل او پېښور تر منځ چلېږي د همدې خلکو په لاس کې دي. (اضالع،ايجنسي ها و قبايل ايالت پشتونستان، ٥٧ مخ)
د لواړګی شينواري د افغانستان د شينوارو سره ښې اړيکې لري. د لواړګی د شينوارو شمال خواته شلمان، ختيځ ته يې ملاګوری او جنوب ختيځ ته يې اپرېدي موقعيت لري. د لواړګی سيمه د تورخم نه د خيبر د اپرېدو تر پوله شپږ ميله اوږده او درې څلور ميله پلنه ده.


شينواری په مېلمنه پالنه کې مشهور دي. د دوی حجرې تل د مېلمنو او مساپرو پر مخ خلاصي وي. د حجرو تر څنګ يې جوماتونه هم شته، په دوی کې د جرګې سسټم ډېر قوي دي او اکثره خلک خپلې لانجې د قومي جرګو له لارې اواروي. د لواړګی شينواری اکثره خپلې جرګې په سپين جومات کې چې د لواړګی تر منځ د لويي هديرې سره موقعيت لري جوړوي.
په شينوارو کې د نورو پښتني قبيلو په څېر د ننواتی دود هم ډير قوي دي چې ارو مرو يې قبلوي او مني يي.
په دوی کې د سولې کولو دود هم د پخوا په شان په خپل حال پاتې دی چې (تيږه) يې بولي او اپرېدې ورته (کاڼی) وايي ( پښتانه، کابل ١٣٤٩ کال، ١٨٠-١٨٦ مخونه.)


همدا راز د باجوړو په الينګار، چمرکنډ، څاوګی، شېخ بابا او سره کمره

کې هم شينواری استوګنه لري.
د شيګل شينواری تقريباً درې سوه کاله پخوا د ځينو عواملو له کبله د سره کمره خواته تللی دي او د شيګل ځمکه يې له نورو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نيولی وه. د شينوارو راګ شيګل ته او د نورو قومونو څخه د شيګل نيول د شيخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم يې (ذکريا) دی ترسره شوې دي. د دوی سره د شيګل په نيولو کې ماموندو هم ملګرتيا وکړه. شينواری د کافرانو د سخت مقاومت سره مخامخ شول په تېره بيا هغه وخت چې د کنډرو کلا محاصره شوه نو شېخ بابا امر وکړ چې ټول شينواری دی د کلا د سوځولو لپاره يوه يوه ګېډۍ لرګي راوړي نوموړي کلا وسوځل شوه او شينواری بريالی شول چې وروسته شېخ بابا د شينوارو تر منځ شيګل ووېشه چې په دې وېش کې ادرم (عبدالرحيم خېلو) ته کټه سيد، امان کوټ، ګربوړی، کنډرو، زبړبت ډاګ، ملاعلم کلی، شينکی، غرتنګی او شنګر شا ورسېدل.
سليمانخېلو ته چاکوړی، شينګرګل، نيم لاچی، سيمه لام، بنوديت، سورمل، برګله يی او ماټينه ورسېدل. (د پښتنو ټولنيز – اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه.
په لواړګی کې د عليشېرخېلو څانګې دا دي؛ خوګاخېل، شېخ مل خېل، پيروخېل، ميردادخېل، اش خېل، مختارخېل، غني خېل، پتمی خېل، بسی خېل، طالب خېل، سيدخېل، اشرف خېل، طوطی خېل، شربی خېل، بابی خېل، شدان خېل، مادور خېل، مياخېل او عالم خانی.
د ننګرهار په ولايت کې د شينوارو شمېر ( ١٥٥٢٧) تنه، د کونړ په ولايت کې (٥٠٠٠) تنه د لواړګی شينواری (١٢٧٧٠) تنه او د سره کمر شينواری (١٣٠٠٠) تنه ښودله شوې دي

د ښاغلي ډاکټر طالبي ياد څخه په مننې !.