ستانه مير زهير

د لنډو کيسواو ناولونو  !

                                                       کره کتنې ته اړتيا شته که نه ؟

له نيکه مرغه  پښتو ژبه  د شلمې پيړۍ په پای او د يوشتمې پيړۍ په پيل کې  ، هغه  که په لره پښتونخوا کې  ده او که په بره پښتونخوا کې ، بې له دولتي سپورټ او مرستې څخه  په چټکی سره وده مومي او په پيلابيلو برخو کې يې  په زړه پورې پرمختګونه په نصيب شوي دي .  پخوا که يوازې د پښتو ژبې د  ادب  او تاريخ په ميدان کې قلم  خو ځيده ، نن  يې د ساينس په ډګر کې هم يون پيل کړی دی .   طب ، کرنې ، مالدارۍ ، کمپيوټر ، رياضي ، جيولوجي او داسې ورته څانګو کې خورا   په زړه پورې کتابونه ليکل شوي او ليکل کيږي . تر ټوله غوره خبره خو داده چې نن د يو شمير ځوانانو په هڅه او هاند پښتو ژبه د انټر نيټ نړۍ  ته هم په پراخه کچه ننوتې او په لسګونو داسې  ويب پاڼې شته چې په بيلابيلو برخو کې په زړه پورې اطلاعاتي ، مستند  او  علمي  معلومات لري .

د پښتو ادب په برخه کې دومره ويلی شو : که پخوا يوازې د شعر بازار ګرم و ، نن له نيکه مرغه د نثر ميدان هم تود دی .  په هر کال کې د شعري ټولګو په څنګ کې په لسګونو د لنډو کيسو او ناولونو ټولګې هم يوه په بلې پسې  له چاپه راوځي چې ډيرې يې په زړه پورې او خوندورې کيسې لري . په ورستيو ورځو کې  دداستاني ادب دتاوده  ډګر تکړه لوبغاړي  خورا ډير دي خو زه يې د بيلګې په توګه د څو کسانو نومونه اخلم :عصمت قانع             سعد الدين شپون ، زرين انځور ، صفيه حليم ، اسدالله غضنفر ، اجمل پسرلی ،                عارفه عمر لور ، وکيل شينواری ،  ايمل پسرلی ،   اکبر بری ، علم ګل سحر ،                      بريالی باجوړی ، پيرمحمدکاروان، بازمحمدعابد، عبيدالله محک ،  نور محمد سهيم..... او داسې نور چې اوس يې  زما په  ذهن کې  نومونه  نه شته او اميد دی چې د نامه د نه يادولو له امله خپه نه شي .

بله مهمه خبره چې په تيرمهال کې د لنډې کيسې سره څنګ په څنګ سمه روانه وه ، هغه په لنډه کيسه نقد يا کره کتنه وه . په دې ډګر کې يو وخت  هريو ښاغلی اسدالله غضنفر ، عبيدالله محک ،  زرين انځور ، لطيف بهاند ، نور محمد سهيم ، اجمل پسرلی او يو شمير نورليکوال  خورا هڅاند او فعال وو ، د کارنده او په زړه پورې اصلاح کونکې   کره کتنې  ډګر يې خورا تود ساتلی و. خو له بده مرغه په دې ورستيو څوکلونو کې دغه ښاغلي  ټول داسې چپه خوله پاتې شوي  چې ته به وايې لنډه کيسه   يا ناول هيڅ ارزونې او کره کتنې  ته اړتيا نه لري او بالکل په تول پوره ده . البته بايد هير نه کړو چې  ښاغلی اسدالله غضنفر د افغان ادبي بهير په غونډو کې دغه ميدان تر اوسه هم تود ساتلی دی ، خو شفاهي نکره کتنه  هغومره اغيزمنه نه وي لکه څومره چې تحريری کره کتنه اعيزمنه وي ، لامل يې دادی چې په تحريری کره کتنه کې  له هره پلوه د زيات غور او دقت نه کار اخيستل کيږي او په بيا بيا ويلو  يې لوستونکو ته ډير څه ورکوي

 د کره کتنې په ډګر کې دغه جمود او  سکوت زما په اندبيلا بيل لاملونه لري :

0         د کره کتنې د  صلاحيت لرونکي ليکوالانو څخه  ، يو شمير بهرنيو هيوادونو ته کډوال شوي   او هلته دورځني  ژوند په ستړو اخته دي ، يو شمير يې د هيواد دننه  په ب انجوګانو او موسسو کې کار کوي ، د هغومشغولتيا او  مصرو فيتونه هم دومره زيات دي ، نقد يا کره کتنه څه چې اصلا د لنډو کيسو لوستلو ته هم وزګار نه دي.

0         دزوړ  دوديز کلتور تسلط او واکمني هم اغيزه لري  . يو شمير ليکوالان تل په دې هڅه کې وي چې يوازې ستاينې يې وشي ، د کره کتونکي  له خوا د نيمګړتياو د ښودلو سره هيڅ ډول علاقمندي نه لري . په اصطلاح کره کتونکي خپل هغه دښمن ګڼي چې ددوي د پرمختګ مخه نيسي او يا په اصطلاح ددوي  سپکاوۍ ته يې ملا تړلې ده .  ښايي ځنې کره کتونکي ددغه ملحو ظاتو له مخې هم په يوه اثر  کره کتنې ته زړه ښه نه کړي .

0         ځنو ليکوالانو په خپلو کې وړې وړې  ډلګۍ او کړۍ  جوړې کړي دي ، دغه کړۍ د سياسي ګوندونو په څير چلند کوي .ددوي برنامه ده چې  په خپلو کې د فارسي متل له مخې ( تو مرا حاجي بګو ، ما تورا ملا مګم ) راشه درشه لري .بيلګې يې زياتې دي چې زه يې د ځنو ملحو ظاتو له مخې  يې  نه وايم .  ددې کړيو د يوه غړي په اثر تنقيد د ټولو په وړاندې تنقيد دی ، نو په دغسې حالاتو کې ټول سره لاس يو کوي او د تنقيد کونکي په ضد پوچ او بې ځايه تبليغات کوي .ښايي  دغه ډول غبرګونونه هم يو شمير کره کتونکي دې ته اړ کړي وي چې چپه خوله پاتې شوي وي  .

0         يوه ورځ مې د پيښور د سيمې د نوميالۍ ليکوالې او د بي بي سي د تکړه ژورنالستې صفيه حليم  سره په دې اړه خبرې کولې چې موږ بايد له انتقاد نه ويره ونه لرو ، ځکه په  بهرنۍ نړۍ کې ،  موږ ګورو چې په سياست مدارانو ډير عجيب او غريب انتقادونه کيږي خو په هغوي  هيڅ اغيزه نه کوي او تل خپلو هلو ځلو ته  د پخوا په څير دوام ورکوي . خو د وتلې ليکوالې ځواب ډير په زړه پورې و ، هغې راته وويل : د ليکوالانو او سياست مدارانو زړونه توپير لري . د سياست مدارانو زړونه د تيږو نه جوړ دي او د ليکوالانو زړونه  د مومو نه ، دواړه بايد په يو تله کې ونه تلل شي . ځکه  ليکوالان  ډير نازک طبعه وي او په لږه نيوکه هم خپه کيږي  . کيدای شي دغه ډول طرز تفکر هم د يو شمير کره کتونکو په مخ کې خنډونه جوړ کړي وي او نه غواړي چې  ددوي کره کتنه د ځنو نازک خياله ليکوالانو د خپګان سبب شي .

د کره کتنې په وړاندې ښايي  نورخنډونه هم وي خو په همدې به بسنه وکړو .

 که موږ په دې اميد يو چې  اول دې کميت ډير شي ، کيفيت ته به بيا  وروسته پاملرنه کوو نو زما په اند دا به هم يوه تيروتنه وي . ځکه د دغسې د بې محتوی کميت په پايله کې، کيدای شي ځنې داسې کتابونه چاپ شي چې يوازې به د کورونو په  تاخچو کې د پنډونو پنډونو خاورو لاندې وراسته شي . ښه به داوي چې کميت او کيفيت دواړه څنګ په څنګ مخکې لاړ شي او ددې سترې هيلې د سرته رسيو له پاره په کار دي چې وخت ناوخت کره کتونکي د چاپ شوي اثر په اړه خپل نظر څرګند کړي . دا کار دوه ګټې لري :

لومړۍ ګټه يې داده : کله چې د کره کتونکي له خوا ديوه اثر ښيګڼې په ګوته کيږي نو د ليکوال هغه هميشنۍ تنده چې هر انسان يې د خپل شهرت سره لري څه نا څه خړوبيږي او په دې توګه هڅه کوي چې همدغسې  نورې په زړه پورې پنځونې وکړي .

دويمه ګټه يې دا ده : که چيرې ليکوال ته په سمه توګه  خپلې نيمګړتياوې په ګوته شي ، ښايي د بل اثر د تخليق په وخت کې بيا ، همغه نيمګړتياوې تکرار نه کړي او په دې توګه به موږ وکولی شو د پښتو ژبې  د ادب  په ښيرازۍ کې به د با ارزښته کتابونو څښتنان شوو .

.