بايت byte
Quantities of bytes | ||||||
Common prefix |
Binary prefix | |||||
نوم |
نښه |
Decimal |
Binary |
نوم |
نښه |
Binary |
KB/kB |
103 |
210 |
KiB |
210 | ||
MB |
106 |
220 |
MiB |
220 | ||
GB |
109 |
230 |
GiB |
230 | ||
TB |
1012 |
240 |
TiB |
240 | ||
PB |
1015 |
250 |
PiB |
250 | ||
EB |
1018 |
260 |
EiB |
260 | ||
ZB |
1021 |
270 |
ZiB |
270 | ||
YB |
1024 |
280 |
YiB |
280 |
د کمپيوټر ساينس په علومو کې د معلوماتو د زيرمه کولو پيمانې ته بايټ Byteوايي . بايټ په حقيقت کې د Bite نه جوړ يو وړوکی ګروپ دی چې يو بايټ Byte د 8 بيټو Bite نه جوړ دی
د کمپيوټر د اصلی حافظې ، هارډ ډيسک ،فلاپي ډيسکونو او نورد زيرمه کولو ظرفيتونه په با بايټ سره اندازه کيږي . چې دا هم د متريک سيستم په څير لوړ او ټيټ واحدونه لري چې ټيټ يې بيټ او لوړ ې پيمانې يې
کيلو بايټ Kilobyte، ميګا بايټ (megabyte ) او ګيګا بايټ( ( giga byt ، تيرابايټTerabyte
Peta byte ،exabyte ، zettabyte، yottabyte دي .
يو کيلو بايټ ( KB ) 1024 Byte کيږي . يو ميګا بايټ 1024000 بايټه کيږي اويو ګيګا بايټ 1073741824 بايټه کيږي . دا واحدونه په جدول کې په ښه توګه ښودل شوی دي .
د ښه پوهاوي له پاره پورتنۍ پيمانه په ساده ډول په دې توګه تشريح کولی شو :
١ بايټ _ د يوه ليکنې متن د يوحرف سره برابر دی
١٠ بايټه _ د ليکنې يوه يا دوه کلمې
١٠٠بايټه _ د ليکلي متن يوه يا دوه جملې
کله چې موږ يو کمپيوټر مطالعه کوو ، کيدای شي، د بيلګې په توګه د داسې مشابه او ورته عباراتو سره مخامخ شو :
دا کمپيوټر يو Byte٣٢ بايتي پينتوم پروسيسور ، ٢٥٦MG ميګا بايټه په ظرفيت حافظه ، ٨٩ GBګيګا بايټه په ظرفيت هارډسک لري چې دا ټول د کمپيوټر د بيلابيلو زيرمه ايزو برخو د ظرفيت داندازه کولو د پيمانې د واحدونو څرګندويي کوي .