_   پارټبل کمپيوټرو نه (Portable Computers)
په پښتو کې ورته  د (  ليږدولو وړ کمپيوټرونه) هم ويلی شو . خو دا چې هر کمپيوټر له يوه ځايه بل ځای ته د ليږدولو وړ دی ،  د ا اصطلاح  نسبي ده. په عمومي توګه د کوچني حجم لرونکي دي .ځنې يې ديوه لاسي بکس په څير او ځنې يې  له هغه څخه هم کوچني يعنې په جيب کې  ليږدول   کيدای شي. پلن سکرين Screen)  (Flat  لري ، د کورنۍ بريښنا او  بټرۍ په مرسته کارکوي

Laptop کمپيوټرونه:


                                                                                                   
د يوه لاسي بکس په څير کوچني کمپيوټرونه دي چې په غيږه ( lap ( کې ايښودل  کېږدۍ او کار پرې کيږي .له همدې امله د Laptopپه نامه ياديږي.په عادي لپټاپ کې کيبورډدسيستم يونټ پر سر وي او مونوټور دسيتم يونټ سره دچپراس په مرسته نښتی وي . وزن يې ديو او څلورو کيلوګرامونوترمنځ وي او له يوه ځايه بل ځای ته يې وړل اسان وي .   داډول کمپيوټرونه  د بريښنا په څنګ کې بټرۍ هم لري  چې د بريښنا له تللو وروسته تر يوه  ټاکلي مهاله يانې دڅو دقيقو نه تر څو ساعتونو  پورې کار کوي.
د لومړي ځل له پاره په ١٩٧٠م کال کې د لپ ټاپ کمپيوټر د جوړښت فکر د Alan Key  له خوا رامنځ ته شو خو په ١٩٧٩م کال کې د لومړي ځل له پاره د ويليام ماګريچ William Moggridge په وسيله  طرحه شو . نوموړي لپ ټاپ 240 کيلو بايټه حافظه لرله .
په ١٩٨٣ م کال کې  Gavlian Compute يو لپ ټاپ د لاندې ځانګړتياو سره جوړ کړ:
• حافظه  ROM يې ٦٤ کيلو بايټه
• عامل سيستم ( OS ) د Gavlain  شرکت له خوا جوړ شوی و خو Ms_ DOS  هم کار په کې کولو .
• پراسسر يې  8080 يې و .
• ماوس يې لمسي ( Touchpad ) و.
• دليږد وړ پرنټر
• خالص وزن يې  څلور کيلو ګرامه او د پرنټر سره يې 4.6 کيلو ګرامه و .
نن ورځ لپ ټاپ کمپيوټرونو ډير پرمختګ کړی او په بيلابيلو بڼو رامنځ ته شوي  چې زياتې اسانتياوې لري .

 

 

لاسي کمپيوټرونه(Handheld Computers):

                            
کوچني کمپيوټرونه دي چې کولای شو د يوه لاس پواسطه هغه ونيسو او په بل لاس پرې کار  وکړو او هم يې له يوه ځايه بل ځای ته په جيب کې وليږدوو .کوچنی سکرين لري .ځنې لاسي کمپيوټرونه ځانګړي جوړشوي کيبورډونه هم لري .
جنتري ،ديادښت کتابچه ،اطلاعاتي بانک،د حساب  ماشين  او داسې نورې اسانتياوې  لري چې دبيلابيلو چارو د سرته رسولو په برخه  کې ترې ګټه اخيستل کيږي  .ځنې ډولونه يې دمکتوب دليکلو، محاسبې ، مالي پروګرامونه او لوبې هم لري .د انټرنيټ دکارولو  وړتيا هم لري . ځنې ډولونه يې دماوس  (موږک ) او  کيبورډ په ځای له يوه قلم څخه چې stylus  په نامه ياديږي کار اخلي.. دا قلم د رنګ پر ځای دفشار له لارې ليکل او رسامي کوي .ځنې ډولونه يې د غږ له لار هم قومانده  اخلي .
.پروګرامونه يې معمولاُ په ROMکې ساتل کيږي . مشهور ډولونه يې د Palmtop   او (Personal Digital Assistant) يا   DPA په نامه ياديږي