راليږونکی :نبيله غزل

د راليږونکي پته :nab_ghazal@yahoo.com
نيټه : 26-12-2007

د ارواښاد دوست شينواري دغزل په اقتفا

                            غزل
لاس تړلې مې که هم بوځي مقتل ته
زه اتل ويلی نه شم د قام غل ته
خوار مئېن په کې د ورک غرڅه په شان دی
د غربت مئېنتوب ورته دی ځنګل ته
د کابل حورې بې نوره بې سروره
ځي د سوال په نوم د تور شيطان درشل ته
په سرونو باندې پښې ږدي او روان وي
هغه څوک چې وارخطا وي خپل منزل ته
دواړه سترګې غضبناکې ساتندويې
خلک نه پرېږدي د زړونو شيش محل ته
د بوړي ټوپک بلا دې په سر واخلم
ځه جيګېږه ځه چې ځو د جنګ مورچل ته
ما د زړه له وينو لپه ډکه کړې
رنګينۍ مې دي راوړي خپل غزل ته
نبيله غزل


دارواښاددوست شينواري ددې بيت په اكتفا چه.
((سانيولى دراغلى يم درشل ته_ ماپه خپله ځان سپارلى دى اجل ته))
۱۵-۱۲-۲۰۰۷  اوكراين ادېسه.
شېرمحمد ((شباب))

دقسمت په پښوكه شل نه شوم ملګرو.
سندريززړګى به يوسمه كابل ته.
نه به تل مسافري نه به يې زوروي.
بې تڼۍ ګريوان به وړم دمورمنګل ته.
بيابه پلى ددعاپه وسلوګرځم.
دځنګله په لاربه ځم باباايمل ته.
لكه ستورى ګاونډی به دسپوږمۍ شم.
درڼا سره به  ځـــــــــــــــم داوبوتــــــل ته.
كه دخداى رضاوه خپل به پكښې پريوځې.
كه همت مې لومې جوړې كړې ستاچل ته.
لارويان به دقبلې له لــــــــــــوري راشي.
دغذب كاڼي به باروي داوښ ځل ته.
بيابه يويوددښمن په لوررهاء كړي.
هردښمن بارسوي خولې داجل ته.
اى شبابه دبــــابـــــا كلى به ګورې.
چې اختردخوشخالۍ به وي همدل ته.