د وير په کاله کې د خندا ملګری
                                              هم په ابدي خوب ويده شو
!

شل کاله وشول چي زموږ له کلي نه دتورابان  د يو لښکرې تاوشوې دي او زموږ دکلي د ښاپېريو د مينې ډک  ژوند يي په وير او غم لړلي دي .څوک په  يوه نامه او څوک يې په بل نامه وژني .څوک يې په يوه مورچل او څوک يې په بله مورچل کي کښېنولي دي .
 دواړو ته وايي چي تر ټولو راته همدا ته ګران يې، زه ستا يم او ته يې ووژنه ! بل ووژنه په وژنه کي خوند دي . لذت دي ، په وژنه کي سرې وينې بهيږي او دسرو وينو په ليدو زموږ د ديوانو تنده ماتيږي.
عبدلمنان ملګري د همدغه کلي اوسيدونکي و .دهغه کلي اوسېدونکی چي هلته تورابان د خولې په موسکا، د مرګ سزا ټاکلي وه . د بل وژنه ثواب ګڼل کيده . غمونه وړيا خرڅېدل ،خو خندا چا د سروزرو په تول هم نه شوه پيدا کولاي .
په ټول کلي کي به چا داسي کور پيدا کړي نه واي چي هلته يو ځل د بورې مور د ژړا انګازي اوريدل شوي نه وي .  وير ماتم او ژړا د دي کلي د اوسېدونکو د ورځني ژوند  مشغولا وه
 ملګري صيب په همداسې يو کلي کي اوسېده ، هغه د مور او پلار يو زوي و خو خپلې بدري جمالې د خلاصون لپاره،  د تورابان ديو مقابلي ته راووت .
هغه عزم  وکړ ، چي زه به د تورابان د يو په پاچاهی کې دخپل کليوالو په سپېرو شونډو د موسکا څپې خپروم او د خپل کلي په درو کي به د خندا انګازې  ځغلوم .
ملګري صيب همداسي وکړل کله به د ميز تر شا ناست و د راډيو ټلويزون او تياتر لپاره به يي ترخي خندا ګاني ليکلي او کله به بيا د ستيج پر مخ ولاړ خپه زړونه به يي تخڼول او خندول. . په دې هکله ملګري صيب پخپله داسي وايي:
 بلا دي واخلم له ١٣٤٤ ل  کال نه راپه ديخوا مي د طنز په ملاريا ځان ککړ کړ او تر اوسه پور دا تبه رانه لري شوي نه ده.....
ملګري صيب ډېر وخت د کاکا چپړاسي په نامه ليکني کولي او هغه يي بيا د افغانستان راډيو د هوا د څپو له لاري  د خپلو هيوادوالو غوږونو ته رسولې او هغوي يي پري خندول .
د ملګري صيب خوله به تل له خندا ډکه وه . ما د هغه په څيره کي هيڅ وخت د غم وريځي نه دي ليدلي.  په زړه کي به يي چي هر څه وو. خو په خوله به يې څه نه ويل ، د هغه عادي خبرې به هم له خندا ډکې وي.  هغه به ويل چې خندا د ژوند مالګه ده . په ژوند کې چي خندا او خوښي نه وي هغه ژوند په مرګ حساب دي ، خندا روح ته قوت بخښي او خندا د انسان عمر زياتوي .
ملګري صيب به د خپلو هيوادوالو د خندولو لپاره تل قلم په لاس کي نيولي و له خپلو نورو ملګرو سره يي په ګډه د ( کونډي زوی ) د تلويزوني سريال د سناريو په ليکنه پيل وکړ . په سناريو کي يي د يوه ساده کليول د زړه بټې هيلې او ارمانونه وتخڼول،  دارمانونو د پوره کولو لپاره يې پيښې او حادثې ايجاد کړي ،  د پيښو او حادثو لړۍ  يي په ژونديو ډيالګونو کي وليکلې دومره  يې خوندورې کړې چې د هرې صحنې په ليدلو به ډير خپه زړونه هم خنديدل.
ملګري صيب په دې هم پوهيده چي يوازې خندا د انسان عمر نه زياتوي ، بلکي ژړا او د اوښکو تويول هم د انسان د عمر په زياتوالي کي مرسته کوي . کله چي پر انسان د غمونو پيتي بار شي او يا ټپي شي نو ورسره جوخت يي په زړه کې دردونه څړيکي کوي او روح يي نارامه وي خو کله چي وژاړي او له خپلو سترګو څخه اوښکې تويې کړي نو ورسره سم يي زړه سپک او ټپونو دردونه هم غلي شي.
ارواپوهان وايي :  هغه کسان چي د غم پر وخت په خلاص زړه ژاړي او خپلي اوښکي تويوي ، د هغو کسانو په پرتله چي غمونه خوري او ژړلاي نه شي ، له پنځو نه تر پنځلسو کلو پورې زيات عمر لري .د همدي نظريې له مخې  ملګري صيب د خپل کلي او چاپيريال هغه ناخوالې،  دردوونکي او ژړونکي پيښې چي د تورابان ديو د پاچاهي په قلمرو کي يي ليدلې وي،  د لنډو کيسو په شکل وليکلې او هغه يي بيا د ( سوځيدلي شمع ) په نامه په کابل کي چاپ کړي .
ملګري صيب  به ويل : پريږدي چي د وطن پر درد دردمند کسان زما دکيسو په لوستلو وژاړي ، اوښکي تويې  کړي او چي اوښکي يي تويې کړي ، زړه  به يي سپک شي او چي زړه يې سپک شو نو عمر به يي ډير شي.
 کله چي د ترابان ديو په پاچاهۍ کې د ملګري صيب وزرونه نور په سوزيدو شول نو له هغه ځايه پيښور ته راوالوتلو،  هغه په پيښور کي هم غلي پاتې نه شو،  بيا هم د خپلو هيوادوالو د خندولو د لارو چارو په لټه کي شو او دارمان  يي د افغانستان لپاره د بي بي سي د تعليمي پرورژي د ( نوي کور ، نوي ژوند ) په سوپراکې تر سره شو .
ملګري صيب په دي پروژه کې د پښتو ايډيشن د سکريپ ايډيټر دنده په غاړه لرله اود ايډيت  ترڅنګ  يې په هر پښتو سکريپ کي يوه ذوقي يا تفريحي صحنې ليکلي دا صحنې ځکه ملګري صيب ليکل ېچي د هغه په قلم کي د خندا پارونې لوي قوت نغښتي و . د ځوان نوښتګر شاعر پير محمد کاروان په خبره ملګري صيب ته خداي د اوښکو ډک زړه ورکړی دي ، خوله يي تل د خندا ويړه وي ، د لفظونو د خندولو چل ښه ورځي ، لفظونه پټ پټ وتخنوي او د ماشومانو غوندې يې کټ ،کټ وخندوي....
د ملګري صيب شخصي ژوند هغي بيړي ته ورته و ، چي د توپاني سمندر په مينځ کي ګيره وي،  هڅه کوي چي ساحل ته ځان ورسوي خو کله چې ساحل ته  نږدي کيږي د توپاني سمندر ، بله څپه يې بيرته د سمندر مينځ ته ورسوي.
 ملګري صيب په همدغه لالهانده ژوند کې بيا هم ډير څه ليکلي د ( ٣٠٠ )نه زياتې  راډيويي ډرامي يي ليکلي او هغه ټولي د راډيو له څپو نه بروډکاست شوي دي.
 ( ٦ ) ډرامې يې د تياتر لپاره ليکلي چې درې يې سټيج پر مخ تمثيل شوي او دريو نورو ته وار نه د ي رسيدلی.
څه کم زيات سل پر له پسي راډيويي داستانونه يي ليکلي دي ، چي ټول د راډيو له خوا خپاره شو يدي . د کابل تلويزويون لپاره يې هم ښې زياتې تلويزوني نمايشنامې ليکلي دي چي حساب يي له ملګري صيب نه  هم هير شوي و
د نوي کور ، نوي ژوند د سوپراپرا څه نا څه څلور زره صحني يي په خپل قلم ايډت کړي او تقريبا ٨٢٠ سکريپونو ته يې ٨٢٠ تفريحي او ذوقي صحني ليکلي دي .
په وروستيو و ختونو کي يو شمير په فرهنګ مينو فرهنګيانو ملګري نه هيله وکړه چي د خپلو طنزونو ټولګه چاپ کړي . ملګري صيب د هغوي هيله ومنله او د خپلو طنزونو مجموعه يي د ( شريک بالاپوش ) په نامه چاپ کړه.  ملګري صيب د همدي کتاب په سريزه کي وايي :
دغه څو طنزوه زما خوږو انډيوالانو په خپلو ګوتو نقل کړل او ماته يې پيښور ته راورسول ، څرنګه چي زه تل د پيسو له درکه غير حاضر يم او له موره پيدا مفلس يم نو ددې کتاب د چاپولو خرڅ خوراک پوښاک يې هم ځينو يارانو په غاړه واخيست .... دملګري صيب دغه کتاب په داسي وخت کي له چاپه راووت چي هغه د سختي ناروغي له امله په روغتون کي پروت و . هغه په داسي حال کي چي لاسونه يي لړزيدل قلم يي په خپلو ګوتو کي نه شو نيولی،  بيا هم خپل دغه کتابونه خپلو فرهنګي دوستانو ته په خپل ليک ډالي کړل ،  هغه دا ځل کتابونه د خندوونکو لفظونو پر ځاي چې دهغه هميشنۍ خاصه وه،  په ژړونکو لفظونو ډالي کړل،  ښايي ملګري صيب به پوهيده چي دايې دژوند وروستي ليک دی او نور يي د ژوند خوږې  شيبې ، دا اجل په پنجو کي ګير شوي دي .
روح دې ښاد وي .
ياداښت: دا ليکنه په ١٩٩٩ م کال کې د ملګري صيب د مرګ نه  څو ورځې وروسته ليکل شوې ده