د وير کو څو کې
دزورواکوچم ګاونډ کې
د ګيلو په ګودرونو ګرځيدمه
زه د زړو نو ښار ته تلمه
چې د وير کوڅه کې ورک شوم
تلمه، تلمه وړاندی تلمه
سوی ساندې مې بللې
خو غوږ ونه ټول کاڼه و
ړندو زه کله ليدمه
خو يو غږ له کومه راغی
يه ساده يه ليونی شاعره!
په کومه خوا يې روان ؟
ستا زړه له غوښی نه جوړ
دلته له کاڼو جوړ دی
غوښی له کاڼو سره مه جنګوه
که نه لوګی به شی.