وروستی ليک
ملا صيب جمعې د مبارکې ورځې د لمانځه د اداکولو له پاره خپلو مقتديانو ته د نيت تړلو هدايت ور کړ ، کليوالو خپل صفونه برابرول چې نا څاپه له کومې خوا غږ شو:
_ ملا صيب لږ صبر چې حاجي صيب شير راروا ن دی .
ملا صيب هم بې له ځنډه وويل :
_ ښه ده ، ډيره ښه ده ، هلکانو ! حاجي صيب ته لاره ورکړې چې او ل صف ته راشي .
حاجي صيب راورسيده او دملا صيب تر شا په لومړي صف کې ودريده ، . لمونځ وشو ، خطبه هم وويل شوه او ملا صيب د دوعا په وروستۍ برخه کې داسې وويل :
:... الهي ! بنديان د بنده خلاص کړی ، قرضداران له قرضه ، ناروغانو ته شفا ورکړې اودهغوټولو دين اودنيا ښايسته کړې څوک چې ددين د خادمانو اود خدای (ج) دکور جومات خدمت ته لاس په نامه ولاړ وي . الهي ته ددغسې کسانو ددې دنيا په مال او شتو کې برکت واچوې او په هغې دنيا کې يې جنت فردوس په نصيب کړې .
په جومات کې ناستو کسانو په لوړ غږ وويل : امين ، امين.. ! . ملاصيب زياته کړه :
...وروڼو او عزيزانو ! پټه دې پاتې نه وي چې حاجي صيب شيرخان زموږ او ستاسو په منځ کې هغه څوک دی چې دغسې نيک او دثواب کارونه يې په ځان فرض ګڼلي ، همدا نن چې تاسو په دې جامع جومات کې په کوم ښکلي ، ښايسته او قيمتي فرش باندې د الله تعالی فرض ادا کوی دا هم حاجي صيب شير له خپله جيبه اخيستي ، الله تعالی دې د حاجي صيب دين او دنيا دواړه ښکلې
کړي امين يا رباالعالمين !
ددوعا له خلاصيدو سره سم کليوال له خپلو ځايونو پورته شول او يو يو له جومات نه ووت خو حاجي صيب لا په خپل ځای دروند ناست و اوتسپې يې اړولې . ټول کليوال چې لاړل نو حاجي صيب شيرخان هم راپورته شو، چيب ته يې لاس کړ او يو څوروپی يې د ملا صيب په جيب کې و ټومبلی . ملا صيب ست او سلا وکړه خو حاجي صيب په ځواب کې ورته وويل : غږ به نه کوې ملا صيب ، دا ستاسو په موږ حق دي ، ستا غاړه دې بنده وي ، که کوم شي ته دې اړتيا وه او په ما غږ و نه کړې .
ملا صيب د وښکيو په خندا کې بس همدا ويل :
سبحان الله ، ما شا الله ! .الله دې دين او دنيا دواړه ښايسته کړه ....
په کلی کې داسې ديره او حجره نه وه چې د جومات سره به د حاجی صيب د زياتو مرستو او کومکونو په اړه تبصره نه کيدله ، چا به يو څه ويل او چا به بل څه ، ځنو خو به ﻻ دا تبی هم په کې وکړ :
... اشنا پام دی شته ! دين او دنيا دواړه د شنمنو خلکو ده. په دی دنيا هم خلک ورته لاس په نامه ولاړ وي او د هغې دنيا توښه خو د خپلو پيسو په مرسته برابروي ، خيرات دوي ورکوي ، زکات دوي ورکوي ، د خوار او غريب سره دوي کومک کوي ، د حج مبارک فريضه دوي ادا کوي .... بل به غږ کړ :
_ ښه وايې ! غريب خلک خو نه د دين شو او نه د سادين ، بس موږ به دوعا کوو چې الله اتعالی دې موږ خوشی په خوشې وبخښی.
حاجی صيب د عمر له پلوه پوخ سړی و . زيات وخت به يې په مسافری کې تيرولو خو چې کله به کلي ته را ستون شو نو بس د جومات په ملا او چړيا نو به اخترو. ځکه هغه ددوي ډير زيات خيال ساته . شير خان به تل د خپلو يارانو په منځ کې دا خبره کوله چې دکلي له ملا به ځان ساتی ، هغه که د جومات د منبر له پاسه څوک په ښه او دروند نامه ياد کړې نو بيا يې هيڅوک په سپک نامه نه شي يادولی .
دا ځل چې حاجی صيب شير خان نوی له مسافرۍ نه را ستون شوی و نو د پخوا په شان يې بيا هم ملا صيب ته د شپې ډوډوۍ بلنه ورکړه . ملا صيب هم دهغه بلنه ومنله او د ما ښام د لمانځه نه وروسته د خپلو څو چړيانو سره يو ځای د حاجی صيب کورته ورغلل. حاجی صيب د هغوی تو د هرکلی وکړ. په لږه شيبه کې په لوي او پراخه دستر خوان د خدای داسې نعمتونه کيښودل شول چې د چا خبره يوازی د مرغۍ پۍ به په کې نه و. ملاصيب او ورسره چړيانو يې يو بل ته په وښکيو کې مسکي شول او په اشارو اشارو کې يې يو يل ته دا اشاره ور سوله چې نورنو ورته مه ګوری. د ډوډۍ په خوړلو پيل وشو ، د يو څو نمړيو نه وروسته د ملا صيب پام شو چې حاجی صيب شير خان هلته لرې ناست دی . ملا صيب په حيرانۍ ورنه وپوښتل :
_ حاجی صيب ته يې ولې نه خورې ؟ په ګډه د ډوډۍ خوراک ثواب لری، راځی له دې ثوابه ځان مه محروموی .
حاجي صيب چې تسپې اړولې وويل:
ملاصيب نن عذر لرم او هغه دا چې زه پرهيزيم ، کنه تاسو می کله يوازې پريښودی .ملا په حيرانۍ پوښتنه وکړه:
خيريت خو به وي حاجی صيب ، څه تکليف لری؟
حاجی صيب سوړ ا سويلی و ويست او بيا يې وويل:
_ ملا صيب ! بس دوعا ګانې راته کوې، تکليف مې ډير خطر ناک دی ، ډاکتر انو را ته ويلی چې په معده کې مې (( رسولۍ )) دي او هغه بايد عمليات شی ، عمليات يې هم په افغانستان او پاکستان کې نه کيږي . سبا ته په خير سره هندوستان ته د سفر نيت لرم که د خدای رضاوه .بس هلته به علاج کوم . ملا صيب په دغسې وختونو کې مې يوازې ستاسو دوعاګانی په کار دي اوبس .
ملا صيب چې ډوډي خوړله په ډکه خوله يې لومړی خپله خواشيني او بيا خپله همدردي داسې وښودله :
_ حاجي صيب ! زموږ په وس غير له دوعا ګا نو نه نور څه پوره دي ؟ ته هيڅ غم مه کوه. که د خدای رضا وه موږ به سبا ستاسو د شفا اوښه صحت يابۍ په حق کې د قران شريف يوختم وکړو او بيا يې خپلو جړيانو ته مخ کړ: هلکانو ! وامو وريدل ؟ سبا چې ورک نه شی ... چړيانو هم د تاييد سرورنه وخوځول .
د تګ په وخت کې حاجی صيب ورو جيب ته لاس کړ او د پيسو يو بنډل يې د ملا صيب په جيب کې کيښود او زياته يې کړه: ملاصيب! دا به درسره واخلې، کله چې مو سبا ختم شريف سرته ورساوه نودا يو څه پيسې به ، زما له خوا په دې چړيانو خيرات وويشې او چې څومره پاتې شوې هغه به دجومات د اړتياو له پاره د ځان سره وساتې. ملاصيب چې په خپل جيب کې په پيسو لاس واهه وويل:
_ ماشاالله! ډيره ښه ده ، څنګه چې ستا رضا وي همغسې به وکړم
سبا ورځ حاجی صيب د هندوستان په لور روان شو او ملا صيب د وعدې سره سم په خپل جومات کې د قران شريف ختم ادا ، او د حاجي صيب د روغتيا په حق کې يې ښې ډيرې دوعاګانې وکړې .
حاجی صيب پوره يوه مياشت په هندوستان کې تيره کړه کله چې بيرته ته راستون شو، نو ډلی ډلی کليوال يې پوښتنی ته ور تلل او هر چا به ورنه دا پوښتنه کوله چې حاجي صيب عمليات مو څنګه تير شول ، د عملياتو نښې مو چيرته دي ؟
حاجی صيب به په ځواب کې بس همدا يوه خبره کوله :
_ دا خو ستا سو د دوعاګانو برکت و ، عملياتو ته اړتيا پيدا نه شوه، ناروغي مې د خدای تعالی ( ج ) په فضل او کرم د دارو په وسيله جوړه شوه. ....
شپې او ورځی تيريدې د حاجی صيب شتمني له يوی ورځې نه بلې ته زياتيدله. زامن يې په کلی کې لکه شهزادهګان داسی ګرځيدل . په ودونو او ښاديو کې به دحاجي صيب لورانودومره ګا ڼې په ځان رااچولې وې چې د کلي نجونو به له حسده ورته کتلی نه شول .. يوې نيمې خو به لا ويل :
... خورې ! په نوم واده مې د حاجی صيب د لورانو له ﻻسه بد ايسي دهغو ګاڼو ته چې ګورو موږ ته خپل ځان ډير سپک ښکاري .
د ورځو نه يو ورځ حاجي صيب بيا د سفر نيت وکړ .دا خبره يې لومړی
د کلی د ملاصيب سره شريکه کړه او هغه ته يې داسې وويل: ملاصيب! ما خو د عمرې شريفی د ادا کولو نيت کړی . که څه شی ته ضرورت لری، همدا اوس يې راته ووايه، بيا دې ګوره ګيله نه منم.
ملاصيب مسکی شو او ويې ويل:
_ حاجي صيب څومره بختور سړی يې ، ډير پاک ځای ته روان يې ، الله تعالی دې زموږ هم نصيب په کې و کړي ، نور څه می نه دی په کار، بس يو ښايسته جيبي شو بينی ساعت به راته راوړې . هغه په
دې ښه دی چې کله زه سهار وختي د اذان او لمانځه لپاره پاځيږم، نوهغه وخت تياره وي او په دغسې وختونو کې شوبيني ساعتونه ډير ښه کار کوي . حاجی صيب په پوره ډاډ ورته وويل :
ملا صيب ! بې غمه اوسه ، ساعت ساده خبره ده او بيا يې ورنه غاړه په غاړه ښه توده مخه ښه وا خيستله .
. حاجی صيب دوه درې مياشتی په سعو دی عربستان کې وځنډيده ، د کورنۍ سره يې ډيره زياته انديښنه وه. ملاصيب به يې هم کله نا کله له زا منو څخه پوښتنه کوله چې پلار مو راغلی که نه؟ خو هغوی به هر ځل ورته د نه ځواب ورکاوه .
د ورځو نه يوه ورځ د مازيګر لمانځه نه وروسته ټول کليوال د ملا صيب په ګډون د جومات د پيتاوی غاړې ته ناست وو. په دې وخت کې يو نابلده سړی راغی او د سلام نه وروسته يې د جيب نه يو کاغذ را وويست او ويې ويل:
_ زه څو ورځې د مخه د سعودي عربستان نه راغلی يم. او ستا سو د يوه کليوال ليک مې راوړی. نوم يې حاجی صيب شير خان دی. هيله ده چې دا د هغه کورنۍ ته ورسوی.
په ناستو کسانو کې د حاجی صيب مشر زوی هم ناست و، په بيړه او خوشالۍ يې د هغه نه ليک واخيست. ژر يې پرانيست چې يو دوه کرښی يې ولوستلی ناڅاپه يې له خولۍ نه يوه کړيکه ووتله . کليوال ټول حيران شول. د حاجی صيب زوی نه يې د علت پوښتنه وکړه، خو هغه په داسی حال کې چې په چيغو چيغو يې ژړل، هيچا ته يې ځواب ورنه کړ او نيغ يې د خپل کور مخه ونيوله . کليوالو يو بل ته حيران حيران وکتل او هيڅوک نه پوهيدل چې په حاجی صيب به څه راغلی وي؟
د ناستو کسانو څخه يو تن د ليک را وړونکی څخه پوښتنه وکړه : وروره خيريت خو به و ، په ليک کې حاچي صيب څه ليکلي و، چې زوي يې دومره وار خطا شو ؟
ليک را وړونکی وويل: حاجی صيب شيرخان په عربستان کې د ( پوډرو ) په قا چاق کې نيول شوی ، د عربستان حکومت ورباندې د مرګ سزا خيژولې، کيدای شي يا يې اعدام کړي وي او يا به يې په نن سبا کې اعداموي . په ليک کې يې خپلې کورنۍ ته خبر ورکړای چې نور نود هغه د راستنيدو په تمه نه شي . ناست خلک ټول هک پک پاتې شول ، يو بل ته يې حيرا حيران کتل او د هيچا له خولې نه سپوڼ نه خوت . خو .ملاصيب دا سکون مات کړ. په داسې حال کې چې دواړه لاسونه يې اسمان ته نيولی و . وويل : توبه خدايه توبه ! لويه خدايه ! ستا ځنې بندګان څومره رياکاره دي