ګيله
بــــوږ نونکې شانې شپه وه
د وهمــــــونو سيلاب راوړه
ارمانــــې زړګی په کور کې
د کلونــــو ميلمنـــــه شـــــــوه
دغــــه تـــــــــږې، دغــــــه وږې
وريتـــــوی د زړګــــی غوښې
نه يې خيال د چا په وير شته
نه پــه ويــنه، نــه په مـــــــړينه
قتــلـــــوی د امــــيد نــــاوې
د ارمــــان په خنجـــر باندې
ځمکه ژاړی، اسمـان ژاړی
قاتـــــــل خاندی اننګــو کې
د شملـــــو، شملـــــو ټبـــر مې
نن د اوښکو سيلاب يــــووړ
دا غيـــرت، غيرت وطن مې
نــــن د وينو سيـــــلاب يـووړ
په کتو، کتو مــــــې اوښکه
شــــوه لــــــه سترګـــو مروره
لاړه، لاړه پـــــــه مـــــخ لاړه
لکــــــه سپـينه مــــــلغلــــــــره
٧٤ ١٣کال، حمل، کابل