په هايتي کې زلزلې سلګونه وژلي
 
په هايتي کې يوې درنې زلزلې خلکو ته سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي .

عيني شاهدان وايي چې د پلازمېنې پورو پرنس مرکز او ودانۍ يې ويجاړې شوې او يا سخت زيان ور اوښتی .

يوه بل عيني شاهد ويلي چې اسمان له خاورو او دوړو ډک دی او خلک له خاورو ژوندي کسان راوباسي .

د ريختر په کچه د زلزلې سرعت اووه ښودل شوی او ساينسپوهان وايي چې زيان به يې دروند وي .

د دغه هېواد زلزله ځپلو ته څو هېوادونو مرستې لېږلې دي او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هم هلته د مرستو لېږلو اعلان وکړ :

((امريکا هايتي او په سيمه کې نورو هېوادونو ته د بشپړې مرستې لاس ورکوي، موږ به له ناورين ځپلو سره ملکي او پوځي همکاري کوو . ))

په هايتي کې د ژغورنې د ډلې يوه مشر ويلي چې هلته اوس حالت ډېر خراب دی او ښايي چې د وژل شوو او يا ژوبل شويو شمېر تر زرګونو پورې ورسېږي .

بل خوا په ملګرو ملتونو کې يوه جګپوړي چارواکي اعلان کړی چې په هايتي کې دزلزلې پرمهال د ملګرو ملتونو يو دفتر هم ويجاړ شوی، چې د دوی يوشمېر کارکوونکی تری تم شوي دي .

پلازمېنه

رپوټونه وايي چې زرګونه زلزلې وژلي کسان لاهم تر خاورو او کنډو کپرو لاندې پاتې دي ، او خلکو خپلې مېنې پرېښې دي .

و .

د هايتي پلازمېنه پورو پرنس کې کابو دوه ميليونه کسان اوسېږي .

رپوټونو ويلي چې زلزلې تر دوو دقيقو ډېر دوام وکړ، چې آن په موټرو کې سپرو کسانو هم زلزله احساس کړه .

په واشنګټن کې د هايتي سفير ريمون جوزيف ويلي د تېرې سې شنبې ورځې زلزله د هايتي لپاره يو ستر ناورين و .

نوموړي د امريکا له سي ان ان تلوېزيون سره په خبرو کې ويلي ((باور کوم چې دا رښتيا هم يو لوی ناورين و . ))

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم د هايتي له زلزله ځپلو سره خپله غمشريکي ښودلې ده او ويلي دې چې هلته به بېړنۍ مرستې ولېږي .

ښاغلی اوباما زياتوي چې ((زموږ دعاګانې له زلزله ځپلو سره دي، او ډېر ژر به د هايتي له ولس سره بېړنۍ مرستې وکړو .))

د امريکا پراختيايي بانک له هايتي سره د دوه سوه زره ډالرو عاجلې مرستې ژمنه کړې او ویلي دي چې هلته به د ژغورونکو يوه ډله ډېر ژر واستوي .

هايتي د نړۍ په تر ټولو بې وزله هېوادونو کې راځي چې تېر کال هم يوه سمندري توپان ځپلی و .

BBC د پښتو ويبپاڼې څخه په مننه