دايټاليا  هېواد يوې زورورې زلزلې ولړزاوه . دا زلزله د ريختر په کچه 6.3 درجه ښودل شوې ده .

د رپوټونو له مخې دغه زلزله نن (دوشنبه، د اپريل شپږمه) ګهيځ شوې ده، چې د اکويلا په ګډون يې په ځينو ښارونو کې يو شمېر ودانۍ نړولې او ډېری خلک له کورونو بهر سړکونو ته راوتلي دي .

د امريکا د جيولوجيکي مرکز چارواکو د دغې زلزلې اصلي مرکز له روم ښار څخه شمال ته په 95 کيلومترۍ کې ښودلی دی . په دغه زلزله کې لږ ترلږه 16 کسان وژل شوي او يو شمېر نور سخت ژوبل شوی دي . په وژل شويو کې پنځه ماشومان هم دي .

يوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې شاوخوا 10000 ودانۍ زلزلې ونړولې .

اګوسټينو ميوزو وايي چې زرګونه کسان بې کوره شوي دي، او اوسمهال د ژغورنې ډلې د خلکو د ژغورلو په چارو بوختې دي .

د ايټاليا د انسا خبري اژانس له خولې خبر ورکړل شوی، چې د اکويلا ښار ډېری ودانۍ نړېدلې دي .

په دغه ښار کې شاوخوا 60 زره وګړي اوسېږي .

د ايټاليا په يو شمېر نورو ښارونو کې هم د ځينو ودانيو د نړېدو خبر وکړل شوی دی .

تېره ورځ دې ته ورته، خو نسبتآ دوو کمزورو زلزلو د ايټاليا ياد شوی ښار ولړزاوه، خو کومه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې . په ايټاليا کې دا ډول زلزلې ډېرې کمې کېږي .

له بي بي سي ويپاڼې نه په مننه