زلزله يو طبعي افت دی ، چاته  خبر نه ورکوی چې کله به راځي،  ښه به وي له راتګ څخه  دمخه ورته هره شيبه  تيار او اماده اوسی .

خدای مه کړه که چيرې  تاسو د يوې سختې زلزلې وروسته د يوې ويجاړې شوې ودانۍ لاندې ايسار پاتې  شوي ياستی ،  لومړني کسان به ګاونډيان وي چې ستاسو مرستې ته  به در دانګې .هير نه کړی چې تاسو سره په دغسې شيبو کې  يوازې نغدې پيسې مرسته نه شي کولی .  هغه څه چې تاسو سره  به مرسته کوي  ، په کور کلي او کو څه کې د ګاونډيانو او دوستانو سره ستاسو  نيک او ښه اړيکي  دي .هيله ده  چې دا پانګه د يوې ورځې نه بلې ته زياته کړی