يوه رښتينې کيسه
د پخوانی شوروی اتحاد د ارمنستان په جمهوريت کې (( …يوه پلار د خپل ماشوم زوی سره وعده کړی وه ، که زوي يې د هر څومره سختې پيښې سره مخامخ شي پلار به يې مرستې ته ځان ورسوي او هغه به خامخا له مصيبته خلاصوي …) .
يوه ورځ د سختې زلزلې له امله د ښونځي چت راولويده نوموړی ماشوم د نورو همصنفيانو سره ، دخاورو خځلو لاندی ايسار شوو ، نور ماشومان سخت وارخطاوو او په چيغو چيغو يې ژړل ، خو دا ماشوم پخپله ډير ډاډمن معلوميده ، نور و ته يې هم ډاډ ورکاوه چې مه
وار خطاه کيږی ، زما پلار ه له ماسره وعده کړې ده هغه به خامخا راځی او تاسی ټول به د خاورو خځلو له ډيری څخه له ماسره يو ځای ژوندي وباسي.
همغسې وشول ، يوه ورځ وروسته د نو موړی ماشوم پلار وتوانيده خپل لس کلن زوی ، پرله پسې د شپږو ساعتونو په موده کې د خاورخځلو په لری کولوسره ژوندی راوباسي .