د زلزلې نه وروسته خدای مه کړه ستاسو کور ړنګ شوی
• خدای مه کړه ستاسو کور ړنګ شوی او تاسو د خاورو خځلو لاندی ايسار شوی ياستی.
په لومړيو شيبو کې ، مخکی له دينه چې په چيغو او نارو پيل وکړی، خپل شاوخوا يو ځل ښه په ځير وګوری چې په کوم حالت کې ياستی ؟ ايا د ساه ايستلو او تنفس له پاره پوره هوا شته که نه ؟
که ځای وړوکی او د هوا حجم کم وی ، نو په زوره چيغې مه وهی ، ځکه ستاسو د لوړ غږله انګيو او انعکاساتو سره سم ، په چټکی د اکسجين اندازه کميږی. په دغسی شرايطو کې کولی شی ورو ورو غږونه وکړی که امکان لری د تيږو د ټکولو څخه هم استفاده وکړی . او که ځای مو پراخه وي او د هوا حجم هم زيات وی، بيا نوپه لوړ غږ هم چيغی او نارې وهلی شی څو ستاسو غږ ژرمرسته کوونکو ډلو ته ورسيږی .
ځنې وخت اړتيا وي چې د چيغو او نارو په ځای غوږ ونيسی ، څو له بهر حالت نه خبر شی. په دغسی حالتونو کې ، که تاسو په ځمکه خپل يو غوږ کيږدی، نو بهرنی غږ ونه په ښه توګه اوريدای شی.
که دغږ کولواو د تيږو د ټکولو توان نه لری ، نو بيا هڅه وکړی په خپلو پښو اولاسونه څه نا څه ځمکه وډبوی، په ځانګړې توګه د شپې له خوا ځکه دا وخت يوڅه کراري وي ، او ستاسو غږونه مرسته کوونکوډلو ته په ښه توګه رسيدای شي .
بل مهم ټکی چې بايد تل مو په يادوی، هغه د سختيو په وړاندې صبراو زغم دی . لکه شاعر چې وايي :
که فلک دې دزمري په خوله کې ورکه
د زمري په خوله کې مه پريږده همت
د خاورو خځلو لاندې ايسارتيا ، په رښتينې توګه سخته شيبه وي خو هيڅ وخت مه نا اميده کيږی او تل په دې تمه اوسی چې خامخا به له خاورو خځلو څخه ژوندی وځی . ډيره وارخطايي او زياتې انديښنې کيدای شي تاسو تر هغه وخته پورې له ژونده بې برخې کړي چې مرسته کونکې ډلې درشي او تاسو له هغه ځايه راوباسي . په خدای ايمان ولری ، دوعاګانې وکړی ، د الله پاک نومونه ( يا رحمن يا رحيم ) په کراتوکراتو ذکرکړی .خپل فکري تمرکز د الهي مرستې ته وګرځوی .
کله نا کله د خپل فکر د بدلون او ځان مصروف ساتلو له پاره د وړوکتوب نه تر همدې شيبې پورې خپلې خاطرې را په زړه کړی .دا کار ستاسو ذهني تشنج کموي او د راتلونکو ستونزو له پاره مو د مقاومت روحيه پورته بيايي .
په زړه پورې يوه رښتينې کيسه ولولی :
د پخوانی شوروی اتحاد د ارمنستان په جمهوريت کې (( …يوه پلار د خپل ماشوم زوی سره وعده کړی وه ، که زوي يې د هر څومره سختې پيښې سره مخامخ شي پلار به يې مرستې ته ځان ورسوي او هغه به خامخا له مصيبته خلاصوي …) .
يوه ورځ د سختې زلزلې له امله د ښونځي چت راولويده نوموړی ماشوم د نورو همصنفيانو سره ، دخاورو خځلو لاندی ايسار شوو ، نور ماشومان سخت وارخطاوو او په چيغو چيغو يې ژړل ، خو دا ماشوم پخپله ډير ډاډمن معلوميده ، نور و ته يې هم ډاډ ورکاوه چې مه
وار خطاه کيږی ، زما پلار ه له ماسره وعده کړې ده هغه به خامخا راځی او تاسی ټول به د خاورو خځلو له ډيری څخه له ماسره يو ځای ژوندي وباسي.
همغسې وشول ، يوه ورځ وروسته د نو موړی ماشوم پلار وتوانيده خپل لس کلن زوی ، پرله پسې د شپږو ساعتونو خاورخځلو په لری کولوسره ژوندی راوباسي .
• په عموی توګه په دې اړه لاندې لارښوونو ته پاملرنه وکړی !!!
١- که تاسو د ودانی د خاورو خځلو لاندی ايسار شوي ياستی، بی ځايه ځان مه ښوروی ، څو له پاسه در باندې نور درانه شيان راونه لويږی. او که د غولی ( صحن ) په مخ ياستی نو د دوو ورځو وروسته چې نور مو له بهر څخه د مرستی اميد قطع شوي وي ، بياکولی شی رسک قبول کړی او د خپل خلاصون له پاره حرکت وکړی.
٢- زيات غوږ ونيسی او لږی چيغی و کړی . څو مو چې له بهره مثبت غبرګون نه وی تر لاسه کړی ، له بی ځايه چيغواو نارو ډډه وکړی. ډاډه اوسی تاسو حد اقل د ٣ورځو له پاره له تندی او حد اقل د٧ ورځو له پاره له لوږې نه مړه کيږی .
٣-د خاورو خځلو لاندې د شته اکسيجن څخه هغه وخت زياته استفاده کولی شی چې خپل حرکتونه کم کړی او ارامه اوسی.
٤- بې ځايه هلې ځلې او حرکت ستاسو د بدن دخولې کيدو سبب کيږی او دخولې له امله د بدن اوبه کميږی، ښه به وی بې ګټې عمل ونه کړی .
٥- که په خپل شاوخوا کې کومه نقطه يو څه خوندی بولی، د ملاستې په وخت کې خپل سره په همغه ځای کې کيږدی اويا هم خپل سر د خپلی ګيډی په لور وغځوی څو حد اقل له پاسه د راولويدونکو شيانو څخه مو سرخوندی وي . په دغسې وختونو کې ، په دخاورو خځلو له پاسه ، زياتره د لټون مرسته کوونکی ډلی او هم د کور کلي ننداره کوونکی ښکته پورته ګرځی چې له بده مرغه دخاورو او تيږو د رالويدو احتمال زيات وي.
٦- که غواړی په ډيرو سختو او بدو شرايطو کې ژوندي پاتی شی نو هڅه وکړی چې نااميده نه شی، ځکه نا اميدی د مرګ دوهم نوم دی، زياته انديښنه او خپګان ورو ورو ستا دو جود مقاومت کموی.
٧- په لومړيو شيبو کې خپل شاوخواته ، لمدبل وګوری که په کوم ځای کې مو د کور نل پرې شوي وی نوتر هر څه دمخه ښې ډيرې اوبه وڅښی . ځکه کيدای شی لږ څه وروسته دا اوبه قطع شی.