تاسو د زلزلې څخه  وروسته د دوو حالتونو سره مخا مخ کيږی :
 _ په لومړي حالت کې ، دکور دننه ياستی او د زلزلې په وخت کې  مو کور ړنګ شوی نه دي  .
_ په  دويم حالت کې ستاسو کور ړنګ شوی او خدای مه کړه تاسو د ړنګې شوې ودانۍ د خاورو خځلو لاندې ايسار شوي ياستی .
 لومړی حالت : کور مو د زلزلې نه وروسته جوړ دی
١-   يوه شيبه د مخه زلزله په خيرسره تيره شوه ،  اوس تاسو په خپل کور کې دننه ياستی ، ويره او ډارهم درسره شته ، خو هڅه وکړی خپل صبر او زغم بيرته
تر لاسه کړی اود کورنۍ  نور غړي  هم وهڅوی چې ځانونه ډا ډه کړی .
٢ _ اوس يو څه ډاډه شوي ياستی ، غواړی خپل کور وګوری چې په زلزله کې څه ورپيښ شوي ؟
 هڅه وکړی په  يبلو پښو ونه ګرځی  ، ځکه کيداۍ شي د زلزلې په وخت کې ستاسو د کور د کړکيو ښيښې  ماتې شوي وي ، په ديوال کې راځوړنده اينه او ياهم تابلو ګانې  يا ديوالي ساعتونه  رالويدلي وي  او  هرې خواته  يې ښيښي خورورې پرتې وي . که بوټان يا څپلۍ نه وي ، کولی شی د مجلې ، کتاب  او ياهم د ډبل کاغذ څخه د يوې ټوټې په مرسته ،  لومړی د خپلو يبلو  پښو ته پيزار جوړ کړی او بيا په کور کې وګرځی .څو ښيښي مو په پښو کې لاړې نه شي .
٣-  شاو خوا ښه په ځير وګوری. که په کوم ځای کې مو د بريښنا مزی پرې شوی ډير ژر د بريښنا عمومي جريان قطع کړی.
که د ګازپايپونه  مو په کور کې غځيدلي  وی،او بوي مو احساس کړ ، ډير ژر د کور کړکۍ خلاصې کړې او هم ګاز له عمومی کانتور څخه بند کړی. که د ګاز نل پرې شوی وی او بنديدل يې ناشوني  وی ډير ژرله کور څخه ووځی. پام مو وي چې په دې حالت کې د لاټين ، د بريښنا ګروپ، سګرت او حتی دتيلی دلګولو څخه  هم په کلکه ډ ډه .وکړی  په دې برخه کې لږه بې پروايي د ټول کور د سوځيدو سبب کيدای شي . که تياره  ډيره وي ، د لاسي څراغ  څخه ګټه واخلی .
٤ - که په کور کې مو  اور لګيدلی وي، او مخه يې نيولی شی، سمد لاسه هغه مړ کړی، که زيات وي او د کنترول څخه بهر وي، فوراً  له کوره ووځی.
٥-  د اوبو د بمبې خواته هم ورشی ، که تر اوسه په نلونو کې اوبه وی نو ډير ژرد راتلونکې زيرمې له پاره  يو څو لوښي ورنه  ډک کړی او که د اوبو جريان قطع شوی وی،  په يخچال کې د شته پخ ټوټی په لوښو کې  واچوی څو په اينده کې د اوبو له پاره حد اقل  ورنه ګټه واخلی.که په نلونو کې اوبه راځي او ستاسو په کور کې نل پرې شوی وي ، ډير ژر کو رته د اوبو د راتلو بهير له بهر نه قطع کړی .
٦_   ورستيو ټکانونو ته هم ځانونه تيار کړی ، ځکه د لويې زلزلی څخه ورسته  کوچنۍ او سپکی زلزلی هم راتلونکې وي .نو ځکه مو يو ځل له کوره وتل  ضرور دي.  خو کله چې له کوره وځی ، د کور دروازی او کړ کی په احتياط خلاصی کړی. پام مو وي چې له پاسه  څه شی درباندی راونه لويږی . د وتلو په وخت  کې  به ښه وي چې  يو کس د مخه شي  اودکورنی نور غړي  د هغه پسې کتار شی . لومړی کس بايد  په ډير احتياط لاره
 و څاري چې تر مخ يې د زلزلې په وخت کې کومه کنده نه وي جوړه شوې او يا هم په ځمکه د بريښنا  تارونه يا لوڅ شوي کيبلونه  پراته وي .
٧-  له کوره بهر په ګاونډ کې د ژوبلوکسانو،ماشومانو زړو او معيبونو سره د مرستی له پاره ځنډ مه کوی ،په دغسې شيبو کې  لږه بې پروايي  انساني عمل نه دی
٨- خپله لاسي راډيو چالان پريږی، چې د زلزلې په اړه دحکومتي ورستيو خبرتياو او لارښونو  څخه خبرشی.
٩-  خپل تليفون  مصروف مه ساتی،  پريږدی چې نورخپل خپلوان او دوستان ،  تاسو ته تليفون وکړی.
١٠- د زلزلې نه وروسته خپلو خوړو ته هم پاملرنه وکړی چې د کور دماتوشو و  ښيښو ، وړی وړی زری په کې ګډی شوی نه وي.
١١- خپل کور  ښکته پورته ښه په ځيرو ګوری او ځان ډاډمن کړی چې دزلزلی په وخت کې يې کوم درز ياچاود کړی که نه ؟ د زيانمن شوو ودانيو څخه ژر ووځی ، کيدای شي چې د زلزلې وروستي ټکانونه هغه ونړوي .
١٢ _ که ستاسو کور بيمه وي او دزلزلې له امله يې کومه برخه نړيدلی وي .مخکې له دينه چې دهغې برخې  په جوړولو او پاکولو پيل وکړی ، ښه به وي لومړی يې عکسونه وباسی چې وروسته يې بيمې ته د سند په توګه وړاندې کړی .
١٣-  دزلزلې  څخه وروسته په لومړيو شيبو کې هڅه وکړی چې د سړوخو راکو نو لکه کنسرو څخه ګټه واخلی. او که دا نه وي نو د خوراکی موادود پخو لو له پاره ، د کور دننه  په نغري ، بخاری او يا هم د ګازی ډبی د لګولو څخه ډډه وکړی. او که اړتيا وی نو دا کار بيا له کوره بهر په ازاده فضا کې وکړی.
١٤- د اوازو او افوا ګانو د اچولو څخه ډډه وکړی.
١٥- په کوڅو او سړکونو کې ګڼه ګوڼه مه جوړوی پريږدی چې د مرسته کوونکو ډلو امبولانسونه او موټرې  بې له ځنډه تګ راتګ وکړي.
١٦- د  ړنګو شوو شويو ودانيو ليدو او سيل ته مه ورځی  او مه په هغو کې  بې ضرورته  تګ راتګ کوی ١٧-  په ځمکه د بريښنا پرتو تارونو او کيبلونو ته لاس مه وروړی، د تګ را تګ په وخت کې مو هم پام وی چې لاس يا پښه مو ورسره تماس ونه کړی.
١٨-  که چيرې د خاورو ګټو لاندې  د کوم ايسار شوي کس  غږ اوری ،ځنډ مه کوی ،  سمدلاسه يې د پيدا کيدو په لټه کې شي . ځکه کيدای شي نوموړی شخص  ټپي وي ،  وروسته بې هوښه شي او د بيا غږ کولو توان ونه لري .  د خاورو خځلوڅخه د ټپي  د را ايستلو په وخت کې له ډير احتياط څخه کار واخلی چې خدای مه کړه  د ملا تير ( ستون فقرات )  ته يې  زيان ونه رسيږي .
١٩- د سختی زلزلی څخه وروسته، ډير کسان کولی شی چې تاسو سره مرسته وکړی .  خپلې انديښنې او هغه څه چې تاسوځوروی،دنورو سره شريکې کړی .
دهغو کسانو سره له مهربانۍ او محبت نه کاو واخلې چې تاسو په هغو کې د سترس نښې لکه : ويره . چټک تنفس يا ساه ايستنه ، په خوب کې ګډووډي او نور ګوری .
٢٠- د اصلي زلزلې  څخه وروسته ، د سپکو ټکانونو له پاره هم  د لومړنيو اړتياو ، ضروری توکي زيرمه کړی.
٢١- له هغو زلزلو وروسته چې په سيمه کې زيات کورونه نړيږي ، تر  دريو ورځو پوری هڅه مه کوی خپلو شخصی مصرفيتونو ته لاړ شی ، په خپل کور کې مو شتون ضرور دی .ځکه  په دغسې وختونو کې د ځنو حاشيوي  غلو او داړه ماران له خوا د کورونو د شتو مالونو د غلاوو تر څنګ په ناموس تيری او د ماشومانو د غلاکولو هڅې هم ملګرې وي . . څو په سيمه کې امنيت راځي ښه به وي چې څو ګاونډۍ کورنۍ يوه هسته جوړه کړی  او خوا په خوا و اوسيږی .
٢٢ _  د ويجاړونکې زلزلې څخه  وروسته  په سيمه کې بې امنيتي زياته وي ، که موټر لری هغه ژر تر ژره پنچر کړی  او بيټری يې ورنه وباسی .
٢٣ _ هير نه کړی چې تاسو سره د زلزلې څخه وروسته يوازې نغدې پيسې مرسته نه شي کولی .  هغه څه چې تاسو سره  په هر وخت کې مرسته کولی شي ، په کور کلي او کو څه کې د ګاونډيانو او دوستانو سره ستاسو  نيک او ښه اړيکي  دي .هيله ده  چې دا پانګه د يوې ورځې نه بلې ته زياته کړی .
٢٤ _ که په زلزله کې مو کور څه ناڅه وران شوي وي ، په اوس وخت کې د اوسيدو وړنه وي تاسو غواړی بل ځای ته لاړ شی او يا هم د کور سره نږدې په خپله باغچه يا د کلي په ميدانۍ کې واوسی ، ښه به وي چې ددريو ورځو له پاره خوراکي مواد او اوبه د ځان سره يوسی . دخوړو او اوبو زيرمه ستاسو د روحيي تقويې سره مرسته کوي .
٢٥ _ که غواړی کومې لرې سيمې ته کډه وکړی ، خپلو خپلوانو او دوستانو ته په تليفون خبر ورکړی . که دا امکانات نه لري د خپل کور په دروازه يا کومه بله جوړه برخه ليکلی  ياداښت پريږدی . په ياداښت کې بايد خپل تګ لوری په روښانه توګه وليکی .