راليږونکی :Eng.habib
د راليږونکي پته :khawri_habib@yahoo.com
نيټه : 22-07-2006
IP : 82.205.205.122
نيکي هيلي وړاندي کوم،لوې څښتن مو همېشه کامېاب لره ٠زمادزلزلی په اړه یوه پوشتنه وه ٠چی ایا زلزله به غرډیروړچوی او که هواره زمکه٠وسلام٠
ځواب!
ډير ګران انچنير حبيب صيب!
د سلامونو وروسته بايد ووايم چې د ځمکې جوړښت هم درې پړاونه لري ، تولد ، ځوانۍ او زړښت . هلته چې غرونه زيات وي نو د ځمکې د ځوانۍ پړاو وي او زلزله هم په کې زياته وي او چيرته چې ځمکه همواره وي نو طبعي خبره ده چې هغې سيمې کې زيات رسوبات ځای په ځای شوي او د ځوانۍ پړاو يې تير کړی او اوس د زړښت په مر حله کې ده . او زلزله هم کمه لري چې دغه ډول سيمې په نړۍ کې زياتې دي . په درناوې انجنيرزهير
راليږونکی :ilham
د راليږونکي پته :ilham_khadarkhil@yahoo.com
نيټه : 21-07-2006
IP : 203.135.11.228
ګران ستانه مير زهير اودزلزلې مينه والو ته سلامونه
ښکلی معلوماتي او دستايلو وړ ويبلاګ دی مبارکي يې درکوم
هر اړخيز سايټونه ښه دي خو دهرې موضوع لپاره ځان ته سايټ نو بيا ډېر خوند کوي چې سړی هره موضوع په هماغه سايټ کې پيدا کړي الله دې وکړي چې دغه سايټ يو وخت دومره غني شي چې په نړېول جال کې خپل بېل سايټ او حيث ولري
په ډېره مينه او مننه
سلامونه الهام صيب !
له پيرزوينو مو مننه ! زه خپله هڅه کوم اميد دی چې نور دوستان هم راسره په دې برخه کې مرسته وکړي . په درناوې .
راليږونکی :Abdullah NIAZI
د راليږونکي پته :niazipashton@yahoo.de
نيټه : 16-07-2006
IP : 212.183.44.107
ښاغلی ورور زهير صيب !
په درنو سلامونو دی لمانځم٠
نن می دستاسو ټولی ليکنی ولوستلی په ريښتيا چی ډير ګټور معلومات پکښی دي٠
الله دی نور هم بريالی لره او لکه ستاسو په څيرپوهان دي خدای تل لري چه هر وخت پری
سر لوړي ووسو٠
په درناوۍ عبدالله نيازۍ له اتريش څخه٠
ډير دروند ورور عبداله نيازی صيب ! له پيرزوينو مو يوه دنيا مننه