په پښتو ژبه د وېبپاڼو شمېر به اوس سلو ته نېژدې شوى وي يابه هم له سلو اوښتى وي او دا شمېره لا ورځ په ورځ زياتېږي. كه د محتوا له پلوه د پښتو د اېلېكترونيكو رسنيو دغه ډول وارزوو نو خورا ستره برخه يې سياست ته وقف شوې او ادب هم په كې د ستايلو وړ ونډه لري. د هنر په ډګر كې پښتو وېبپاڼې د موسيقۍ سره تړلي څه مواد لري خو د هنر نورو اړخونو ته لا پام نه دى شوى. پښتو رسنۍ لا تر اوسه خورا عمومي دي، هره يوه يې ځان ته «خپلواكه، ټولنيزه، سياسي، علمي، ادبي ... خپرونه» وايي كه څه هم د سياست او ادب رنګ يې تر ټولو زورور خېژي. د يو لاس د ګوتو په شمېر (يا تر دې هم لږې) رسنۍ شته چې تخصصي بڼه لري.

د انجينير ستانه مير زهير وېبپاڼه «زلزله» د پښتو علمي رسنيو خورا بريالۍ بېلګه ده چې د زلزلې په اړه ګټور مالومات په ساده او روانه ژبه كتونكو ته وړاندې كوي. د پاڼې اكثره ليكنې د انجينير ستانه ميرزهير خپلې دي خو تر څنګه يې ځينې ژباړل شوي مواد هم شته. په پاڼه كې د ځمكپوهنې كره او نوې لاسته راوړنې په ډېر ښكلي پښتو نثر د لوستونكو مخ ته ايښودل كېږي.

ځمكپوهنه د طبيعي علومو له هغو څانګو څخه ده چې د موضوع د وضاحت له پاره انځوريزو بېلګو ته سخته اړتيا لري. د زلزلې وېبپاڼې دغه برخه يو څه خواره ښكاري خو د ځينو انځورونو شته والى دا ښيي چې ښاغلي زهير د پاڼې دې اړخ ته هم توجه كړې ده او شايد تخنيكي ستونزې به يې دلارې خنډ شوې وي.

د انجنير ستانه مير زهير دغه هڅه د پښتو د علمي رسنيو د يو سرلاري نوښت په صفت د ستاينې وړ ده او هيله ده چې نور پښتو ژبي پوهان به هم هر يو په خپل اختصاصي ډګر كې د انجينير زهير پر پله پل كېږدي او ډېر ژر به په پښتو وېبپاڼو كې دومره هر اړخيز علمي مالومات ولرو چې د مينه والو سترګې پرې خوږې شي.