طنز
محمود نظری

د واک وږي

دا د واک وږي په پښو کې دهر بد مقام پرېوځي
دپخیدو لپاره لکه کیله دبوټو ځای کې دهر حمام پرېوځي
څوک چې یو وار دې وطن کې د واک خماري سو
هغه بیا ان کړنګ ته د ساز دهر تش جام پرېوځي
دټولو روږدو سترګې د بیا واک لپاره ړندې دي
که بل څوک پیدا نه سو پښو ته دهر خرناکام پرېوځي
که بې د واک لپاره سم رهبر بیا هم پیدا نه کړ خوار
هغه بیا پښو ته دیو بل واک وږي بد نام پرېوځي
داسې لیونیان هم دې وطن کې خورا ډیر دي
چي خپله ښه پوه خو پښو ته دهر خر فهم پرېوځي
مذهب او دین یې دیوه مالوم نه دی هغه چې
پښتو ته د هر پست ربی، پانډیت ،امام پرېوځي
چې په سیاست یې سر نه خلاصیږي یوه ذره
ان د واک لپاره پښوته د لوی یهود ي زمام پرېوځي
که يې ژوندی انسان پیدا نه کړه بیا هم
لکه هندو پښو ته د خټین بت یا رخام پرېوځي
هغه چې واک نه، یوازې اباد دا د اشغال وطن غواړي
هغوی خواران بیا پښو ته د سم سرسام پرېوځي
هغه پوهان چې دهیڅ لیوني پسي رهي نه دي
هغه تر ژوند تر پایه خپل تلتک کې ګمنام پرېوځي