استرالیا د انګلستان سره په نوي سوداګریز تړون کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویزو پرته د وګړو د ازادانه سفر مخالفت کړی.

له اروپايي ټولنې څخه د انګلیستان د جلا کیدو په صورت کې دغه هیواد غواړي چې له ګڼو هیوادونو سره په نوو سوداګریزو تړونونو خبرې وکړي چې په دغه ډله کې استرالیا د لیست په سر کې ځای لري.

ټاکل شوې چې د جنوري په ۳۱مه انګلیستان رسمآ له اروپايي ټولنې سره پریکون وکړي. له دغې پریکون وروسته په پام کې ده انګلیستان له استرالیا سره په یو نوي سوداګریز تړون خبرې ترسره کړي چې پکې د دواړو هیوادونو ترمنځ له ویزو پرته د وګړو د تګ راتګ موضوع هم شامله ده.

خو د استرالیا حکومت وار له مخه د ویزو پرته د وګړو سفر منلو ته راضي نه دی او وايي چې دا کار یې د مهاجرت موجوده شمیرې ممکن لوړې کړي او له مخې ښايي په زیات شمیر کې د انګلیستان اتباع استرالیا ته د کار او اوسیدو لپاره مهاجرت وکړي.

د استرالیا د سوداګرۍ وزیر سایمن برمنګم له برتانیاوۍ سیالې لېز ټرس سره

د استرالیا د سوداګرۍ وزیر سایمن برمنګم په وینا، استرالیا له نیوزیلنډ سره دغه ډول تړون لري او د دغه هیواد وګړي پرته له ویزو استرالیا ته تللی شي خو دی بارو نلري چې هیواد به یې له انګلیستان سره هم په ورته تړون هوکړه وکړي.

نوموړی وايي، «دا موضوع استرالیا کې زیات پلویان نلري ځکه ازادانه تګ راتګ کولی شي ځان سره زیاتې اقتصادي او ټولنیز بدې پایلې ولري. له دې امله ممکن د استرالیا زیات شمیر د لوړ مهارت درلودونکي وګړي انګلیستان ته لاړ شي او په ځای یې عادي برتانیاویان استرالیا ته راشي او یا برعکس، خو په هر حال دواړو هیوادونو کې دا کار اقتصادي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کولی شي.»