تیر کال سریلانکا کې ۱۷۵ ناقانونه کډوال نیول شوي

د رپوټونو له مخې په تیر ۲۰۱۹ کال کې له سریلانکا څخه استرالیا او نیوزیلینډ ته د غیرقانوني کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وه. دا سره له دې چې تیر کال کې د سریلانکا سمندري او هوایي ځواکونو د استرالیا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتي قومندانۍ په همکارۍ د سریلانکا په سواحلو کې د دغه ډول کړنو د مخنیوي په خاطر د کشف او څارنې عملیات هم پیاوړي کړي وه.

د سریلانکا سمندري ځواک وايي، په اوسط ډول د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنیڅ هر کال ۶۴ سریلانکايي وګړو استرالیا او نیوزیلینډ ته د مهاجرت په موخه په غیرقانوني توګه د تللو هڅې ترسره کړې وې. خو په پرتله یې په ۲۰۱۹ کال کې دا شمیره درې چنده لوړه وه او کابو ۱۷۵ کسانو د دې ډول غیرقانوني سفر هڅه ترسره کړې وه.

دغه ځواک وايي، ډیری یاد کسان چې له هیواده د تېښتې په هڅه کې وه هغه مهال وینول کله چې دوی خپل دغه غیرقانوني مهاجرت ته چمتووالی نیوه او لوی شمیر یې د سمندري ځواکونو لخوا د استخباراتي مالوماتو په تعقیب سواحلو ته نږدې له کښتیو سره نیول شوي.

د یادونې وړ ده چې درې میاشتې وړاندې د استرالیا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتو قومندان جنرال کریګ فیورني هم سریلانکا ته په سفر کې اعلان کړی وه چې هیواد یې له سریلانکا سره قوي اړیکي لري او د غیرقانوني مهاجرت په مخنیوي کې ورسره کلکه همکاري کوي.

نوموړي سریلانکایي وګړو ته خبرداری ورکړی وه چې د قاچاقبرو په درغجنو ژمنو دې خپل ژوند په سمندر کې له خطر سره نه مخ کوي ځکه دوی استرالیا ته د رسیدو صفر چانس لري او هیڅکله به هلته میشت نشي.