دلته خو لمر په تیندکونو راځي
خوشحالي کله په کلونو راځي

د زخمي زړونو پټ دردونه لاشته
اوښکې اوس هم په ګریوانونو راځي

دلته له هرځاې قتلګاه جوړه ده
د وینو بوې بیا له سیندونو راځي

چې یې سکروټې په خپل لاس کرلي
خود به لمبې په اتڼونو راځي

کله په ځان کې په خپل ذات شکي شم
ګډ شوی لو چې په سرونو راځي

وایي ( وارث ) هرڅه له زغم وتلي
څړیکې همیش له پرهرونو راځي

اسلو- ناروې