د وطن دا ښکلي غرونه
سر درو کې دي کورونه
ما ته خاورې دي ګلونه
وړي له نړۍ زړونه
«««»»»
ما ته خپل وطن ختن دی
که يې وکړمه سيلونه
هره خوا بهار بهار دی
ورنه تللي خزانونه
«««»»»
بوراګان ورته را درومي
بلبلان کړي اوازونه
که ديدن يې چا ونه کړ
نو به وکړي ارمانونه
«««»»»
هره پېغله يې سپوږمۍ ده
ټول زلمي يې سره وروڼه
په خوښۍ او غم شريک دي
درانه لر بر اولسونه
ننګ مېړانه کې پراته دي
په زرين خط تاريخونه
«««»»»
زه له دې خاورې پيدا يم
زما رګونو کې شته مينه
له هوا يې تنفس کړم
ترې قربان به کړمه وينه
۱۳۹۷/حمل/۶مه
ظهر