ژباړه: عزت الله ذکي

د «اودي» په نوم يوې جرمنۍ کمپنۍ هوايي ټکسيان جوړ کړي، چې ددغه هيواد اينګولشات ښار کې به ترازموينې لاندې ونيول شي.

د الوتونکو ټکسيانو دغه پروژه «Pop-Up» نوميږي او د آيربس کمپنۍ په مرسته تطبيقيږي، کوم چې په نړیواله کچه د الوتکو جوړولو يوه لويه کمپنۍ ده.

د جرمني ټرانسپورټ وزير «أندرياس شوير» وايي، په ټرانسپورټي برخه کې نويو بدلونونو د هوايي ټکسيانو د پراختيا لپاره زمينه برابره کړې ده.

دغه الوتونکي ټکسيان ۱۸ برقي څرخونه لري، چې ۳۰ دقيقې الوتنه کولای شي او يوه ساعت کې يې تېزوالی ۱۰۰ کيلومترو ته رسيږي.

ددغو هوايي ټکسيانو لومړنۍ بېلګه نږدې ۲ ساعتونو کې چارج شوه، خو جوړونکي يې وايي، راتلونکي نمونې به له دې هم ژر چارجېدونکي وي.
په لومړي ځل الوتونکي ټکسيان تېر کال «وليکوپتر» کمپنۍ په دوبۍ کې تر ازموينې لاندې ونيول.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې هم څو نورو نړيوالو کمپنيو الوتونکي ټکسيان ازمويلي وو او ويلي يې و، چې ډېر ژر به د ښارونو فضاء هوايي ټکسي موټرونه ونيسي.