د استرالیا د سنا مجلس یوې کمیټې د سناتورې جاکي لامبي تر مشرۍ لاندې د کډوالو د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل.

دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخه اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقالیدلی شو، خو اوس د دې قانون له لغوه کیدو وروسته د کډوالو د روغتیا اړوند ټولې پریکړې بیرته د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن د صلاحیتونه برخه وګرځیدې.

د سنا مجلس خپلواکې سناتورې جاکي لامبي ویلي، د دې قانون د لغوه کولو پر سر یې له حکومت سره یوه هوکړه کړې چې اوس یې هغه نشي ښکاره کولی.

حکومت له لومړۍ ورځې د ياد قانون خلاف دريځ درلوده او دا يې ويلي ول چې له ياد قانون سره به د اسټراليا ملي امنيت ته ستونزې پيښې شي او ورسره به د استرالیا په لور د ناقانونه کډوالو د کښتيو بیا راتګ پيل شي.

د ياد قانون له پلي کيدو راهيسې د یو کال په موده کې په سلګونه ناروغه کډوال اسټراليا ته د درملنې لپاره وړل شوي، چې دغه حکومت وايي ډيري له همدې کډوالو اوس اسټراليا کې پاتې ‌دي او هلته یې د پناه غوښتنلیک وړاندې کړی.