د استرالیا پارلمان د کډوالو د یو مهم قانون په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې راتلونکي دوشنبه د استرالیا په سنا مجلس کې د دغه هیواد د سمندري توقیف خونو د کډوالو د طبي لیږد یا درملنې قانون د لغوه کولو او یا په هغې کې د بدلونونو د رامنځته کولو په سر ناسته ترسره شي.

رپوټونو وايي، د استرالیا د مشرانو جرګې یوې کمیټې د دې قانون د لغوې او یا تعدیلولو په هکله د موریسن د حکومت د غوښتنو ارزونه بشپړه کړې او ټاکل شوې چې په دې برخه کې دغه کمیټه خپل راپور خپور کړي.

د استرالیا د تسمانیا ایالت خپلواک سناتور جېکي لامبي، د مشرانو جرګې په دې کمیټه کې د یاد قانون په هکله د تحقیقاتو مشري کوي او د وروستنۍ پریکړې حق لري چې کولی دا قانون لغوه، تعدیل او یا هم په خپل حال پریږدي.

رپوټونه وايي، په پامه کې ده د دوشنبې په ورځ د استرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن د مشرانو جرګې له ناستې څو ساعته مخکې له خپلواک سناتور جېکې لامبي سره د دې قانون په هکله کتنه وکړي.

د موریسن لبرال ایتلاف ګوند چې دا مهال استرالیا کې د حکومت واک لري د دې قانون سخت مخالف دی او وايي چې دا یې د هیواد د پولو امنیت او د مهاجرت پالیسۍ ته ګواښ دی او باید لغوه شي.

تیره میاشت د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن هم د دې قانون په اړه خپل سخت مخالفت څرګند کړی وه او ویلي وه چې د استرالیا خلک په دې اړه تېرایستل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه قانون د کډوالو د درملنې لپاره نه دی جوړ شوې بلکې د دې په خاطر جوړ شوې چې کډوال د درملنې په پلمه استرالیا ته داخل کړي.