شریک کور!
دویمه برخه - د ګوند شریک کور!
عبدالله وردک
انګلستان - نومبر - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو، ویناوو، او لیکنو کې ډېر زیات یادیږي.
د لومړي شریک کور(د پلار د کور) په هکله معلومات په تېره لیکنه کې ‌وړاندې شوی دی.
پدغه لیکنه کې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د دویم شریک کور په هکله چې هغه ګوندي شریک کور دی، یوه اندازه معلومات په لاندې توګه وړاندې کیږي.
یو سیاسی ګوند، د هغه ګوند د ټولو غړو، شریک او ګډ کور دی.
د سیاسی ګوند په کور کې هغه متعهدین سره راټولیږي، چې هغه د یوه شریک سیاسی فکر، او هدف خاوندان وي، او دوی د یوې شریکې مفکورې په آساس سره یوځای شوي وي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه سیاسی ګوند مشر، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ تأثیر لري. یعنې، د ګوند مشر دی، چې دغه شریک کور هم د خوشحالۍ، او هم د خفګان پر ځای بدلولای شي.
که د یوه سیاسی ګوند مشر، د خپلو غړو په منځ کې فرق ونکړي، او ټولو غړو ته په یوه سترګه وګوري، نو بېشکه، چې پدغه ګوند کې به هر وخت خوشحالی، اتفاق، او اتحاد موجود وي. ددغې ګوند پټ او ښکاره دښمنان به بیا هېڅکله ددې جرأت ونکړای شي، چې د دغه ګوند د غړو د پاشلو هلې ځلې وکړي.
هېره د نه وي، چې د یوه سیاسی ګوند مخالفین او دښمنان، هر وخت د ګوند د غړو ترمنځ، په یوه کمکي درز پسې ګرزي، او چې کله یې دغه کمکی درز پیدا کړ، نو بیا دغه دښمن شپه او ورځ لګیا وي، چې دغه درز نور هم پسې غټ کړي.
همدارنګه، که د یوه سیاسی ګوند مشر، د خپل ګوند د غړو په منځ کې فرق کوي، او ځینو ته د مور، او ځینو ته د میرې په سترګه ګوري، نو پدغه ګوند کې به بیا هر وخت بې اتفاقی، جنجال، خفګان، او غم وي. ددغه ګوند دښمنان به هر وخت پدې هڅه کې وي، چې ددغه ګوند ټول غړي سره، تیت او پرک کړي.
د یادولو وړ ده، چې د یوه ګوند مشر، د خپلو غړو ځانګړو اړتیاوو ته، باید خاصه پاملرنه وکړي، او دغه ځانګړې پاملرنې ته باید د فرق کولو په سترګه ونه کتل شي.
د مثال په توګه، که کوم غړی معیوب وي، نو د هغه باید ډېر خیال وساتل شي، او نور غړي، باید داسې فکر ونکړي، چې د دوی د ګوند مشر، د دوی ترمنځ فرق کوي.
همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې د یوه ګوند ټول غړي، تر خپل وس او توان پورې، ددغه ګوند په مقابل کی هم مسىٔولیت لري، او هغوی ټول باید خپل مسىٔولیت، په سمه توګه اداء کړي.
د یوه سیاسی ګوند غړي باید د ګوند د شریک کور، قانون او اصول هم د زړه له کومی مراعات کړي. دا پدې معنا، چې که پدغه ګوندي شریک کور کې، د دوی حق شته، نو دغه ګوندي شریک کور هم، په دوی باندې حق لري.
همدارنګه، ددغه ګوندي شریک کور غړي هم باید تر خپل وس پورې، ددغه شریک کور خدمت وکړي، او پرې نږدي، چې یو څوک دغه شریک کور ته په بده سترګه وګوري.
د یوه سیاسی ګوند مشر، باید د خپل ګوند غړي، د دنیوي، او ٱخروي، کامیابیو لورته رهنمایي کړي. دغه مشر، باید هر وخت د اسلام لاره او احکام په نظر کې ونیسي.
همدارنګه، د ګوند ټول غړي، باید له خپل مشر څخه غیر اسلامی غوښتنه ونکړي، او د خپل مشر او ګوند حالت هم په نظر کې ونیسي.
هېره د نه وي، چې یو کم تعداد غړو، ځینې سیاسی ګوندونه بدنام کړل. دوی د خپلو ګوندونو له غوښو ښه ګټه پورته کړه، او اوس یې سپېره هډوکي نورو ته پرېښودلي دي.
که چېرې خدای مکړه، یو مشر په خپل ګوندي کور کې سپک شو، نو هغه به بیا په بل هېڅ ځای کې دروند ونه لیدل شي. نو د یوه ګوند د غړو دپاره دا لازمي او ضروری ده، چې د خپل مشر قدر وپیژني، او د هغه خدمت، په دواړو لېمو تر سره کړي.

د پام وړ ټکي:
د یوه سیاسی ګوند د مشر دپاره لازمه او ضروری ده، چې د اسلام په رڼا کې، د خپل ګوند د غړو دپاره تر خپلې وسې پورې، د آرامۍ او خوشحالۍ فضاء برابره کړي.
د یوه سیاسی ګوند مشر، باید هېڅکله د خپل ګوند غړي، د ګوند له شریک کوره، په دایمی توګه ونه شړي. کېدای شي، ځینې مشران د ګوند غړي د اصلاح په نیت له دغه شریک کوره وشړي، چې البته دغه هم لازمه نده، او کوښښ وشي، چې دغه کار تر سره نه شي. البته، دغه خبره د هغو غړو په هکله د منلو وړ نده، چې په کراتو سره یې د مشر، او نورو مخلصو غړو اسلامی مشورې، په نظر کې ندي نیولې، د ګوند اصول یې تر پښو لاندې کړې، او د خپلو شخصی ګټو په خاطر یې خپل ګوند پرېښی دی.
د یادولو وړ ده، چې د یوه سیاسی ګوند مشر، او ټول غړي یې باید اسلامی اصولو ته پابند وي، او د ټولو کړنه به یوازې د اسلام په تله تلل کیږي، او بس. که هرڅوک د دغې اسلامی تلې پواسطه کره وختل، هغه قبول، او که څوک ناکره وختل، هغه د منلو وړ ندي.
د ګوند غړي هم باید د ناڅیزه او ناحقه شیانو په خاطر تنقیدونه ونکړي، او باید ټول غړي اسلامی او ګوندي اصولو ته پابند وي. داسې نه وي، چې غړي د خپلو شخصی ګټو په خاطر، خپل ګوند ته شا کړي.
که خدای مکړه، د یوه سیاسی ګوند غړي، د سالم تنقید تر نامه لاندې، د ګوند پر ضد فعالیت کوي، نو په نورو غړو لازمي ده، چې د هغوی په مقابل کې سره یو موټی شي، او د هغوی په جدي توګه مخنیوی وکړي.
د یوه سیاسی ګوند، د مشر او غړو ترمنځ اعتماد، ډېر مهم دی. بې اعتمادی، د یوه سیاسی ګوند ریښې وچوي، چې دا کار باید ونشي، او ټول مشکلات د خبرو له لارې حل او فصل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دریمه برخه کې به کوښښ وشي، چې د یوه بل شریک کور په هکله، چې هغه د وطن شریک کور دی، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، معلومات وړاندې شي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com