« قوهٌ الانسان فی عقله ولسانه» دپوهنی دډاکټراوستلر د پنډکتاب سریزه په دغه
عربی مقوله پیل شوی ده. « ډاکټرولسترپه شپږویشت(۲۶) ژبوپوهیږی او کتاب یی «دنړۍ» دغټوژبولومړنی تاریخ دی.
نـنـتـــــــــــــــــــوځ
پښتوبابامحمدګل مومند دافغانستان هغه ولسی اوفقیروزیروچی دکابل دښارد بریکوټ په سیمه کی یی په عادی خټین کرایی کورکی په اتیاکلنی کی ساوختله (۱۳۴۳لمریز۱۹۶۴زیـیزکال). هغه دژبی په اهمیت پوهیده، دټول افغان دپیژاند (هویت) دساتنی لپاره یی پښتویوپوخ مورچل ګاڼه، اوله دی امله یی دملی ژبی پښتوپه تعمیم اوترویج ټینګارکاوه.
مفکرمحمدګل مومندپه دی فکروچی دیوه ملت د ژبی لری اوبری دهغه د ژوند د بدمرغی اونیکمرغی سره تړاو لری: « که د یوه ملت ژبه د بل ملت ژبی ته مغلوبه شوه» نومانایی داده چی:«په عین واکدارۍ کی به بی واکه، په عین وطن کی بی وطنه وی. په خپل وطن کی به غریب اوپردیس وی... خپل به ورته پردی شی ځکه چی په نامه که څه هم خپل وی خوافکار، احساسات، اقوال، اعمال اوافعال یی، اغوستنه، خواړه یی، ځواک اوژوندیی بشپـړلیانیمګړی دپردی اود بل وی.... دغسی ملت به ورځ په ورځ چوکیږی ترڅوچی محوه شی.» په«لــنــډ»
ډول: «ژبه د ملــی موجودیت، هوســاتـوب اوســعاد ت، دلوړوالــی اوجــګوالــی ســټه ده.» ددغــه اهمـیت له امــله«ژبـه بایــدوساتــله شی، وپالـله شی، وروزلــه شــی، ارتــه کړلــه شــی، علمــــی شـــی، ادبــــی شــی، په هرحیث ســره د ملت درســتواړیــنوته» ځواب ووایی. دمفکروزیر محمدګل موندپه اند، «پوه سړی خپل اودبل مال پــیژنی....غیرت، لوړهمت، روغه پوهه(عقل سلیم) دغه نه منی اونه پریږدی چی څوک خپل مال خوشې کړی چی وروست شی، ورته نقصان ورسی اوخلک یی ښکاره لیاپه غلایوسی اوکورتنی لاندی کړی.»(مـحـمـد ګــل مـومـند،دپښتوژبی لیاره لیاپښتوصرف اونحو. د بلخ شرکت[رښتـیا]له خوا په لاهور کې چاپ شو،بلخ ۱۳۱۷لمریز= ۱۹۳۸ زییز). تراوسه زموږپوهه داده چی انسانان له بل هرټولنیزموجودنه زیات سیاســی ژوي دي. پــه طبعیت کــی هرشی ګټوره وظیفه لری، اوانسانان یواځینــی ژوی دی چــی طبعیت وربــانــدی دویناپیرزوینه کړی ده. که ژبه نه وای، فکربه ځانله وای. که ژبه نه وای، تاریخ به چیری اوڅه وای. داژبه وه چی تاریخ پکی خوندی شو، او داژبــه وه چــی فــکرپکــی څرګنـد شو.
دتاریخ یوپوهاند داستادانوپه یوه غونډه کی ویلی وو چی تاریخ «جهانی اوبنیادی دی» : دژبـپوهنی یواستادورسره سـروخوځاوه، خویوه پخه پوښتــنه یی هم وروتوغوله: «بی له ژبی به تاریخ څنګه ثبت اوتفسیرشی؟». هو، بی له ژبی تاریخ نه تـثبـیتـید لی شی اونه یی تفسیرکید لی شی. ژبی دانسان په دی ظرفیت یااستعداد کی چی ځان وپیژنی اومجرد فکروکړی لږترلږه اسانتیاراوستلی ده. دژبی منشأ لاتراوسه روغه نه ده معلومه، خودلرغون پوهنی شواهد دیته ګوته نیسی چی دژبی پواسطه پوهاوی به نږدی دوه سوه زره(۲۰۰۰۰۰) کلونه وړاندی را منځته شوی وی. ښایی له دی امله به ژبپوه روزین له نن نه شپږکاله وړاندی په زییږ کال(۲۰۰۲) کی ویلی وی چی«ژبه پیل دی اودهغه څه برخه ده چی موږڅوک یو»:
له دینه چی« ژبه پیل دی» سړی داسی هم پوهیدلای شی چی ژبه نه یواځی د پوهاوی وسیله ده، بلکی دځان پیژندنی اوهویت منشأ هم ده(«دهغه څه برخه ده چی موږڅوک یو»).
که له یوی خواژبه لوښی(وسیله) ده دپوهاوی لپاره، نوله بلی خواژبه تړون دی اوغوټه ده دپیژاند«هویت» لپاره. ژبه له یوی بلی ځانګړتیاهم ځان نشی خلاصولی. هغه داچی له ژبی نه دټولنیزتوپیراواتبارلوښی هم جوړیدلی شی. د ژبی درسمی کیدا یانی حکومتی کیدا په عملیه کی دټولنیزتوپیراوټولنیزمقام تومنه پرته ده. دبیلګی په ډول سینګاپوریوکوچنی ښاری دولت دی چی څلورنیم میلیونه وګړی لری(۲۰۰۷) اوڅلوررسمی ژبی لری: انګریزی، ملای ماندارین (چینایی) اوتمیل. هغه سینګاپوریان چی په انګریزی ژبه کی لاس لری، عموماًپه سیاست اواقتصادکی دغټی برخی خاوندان دی:
سره له دی چی په سینګاپورکی چینایان ډیره کیان(۷۷ سلنی) دی ملای ژبه ددغه هیوادملی ژبه ده، دسینګاپوریانودپیژاند(هویت) اواحساس ژبه ده. داسر ییلوددولت په جوړولو(می ۱۹۴۸) اودملی احساس په پیاوړي کولوکی د عبری ژبی را ژوندی کولو ستررول لوبولی دی، اودعبری ژبی په ساتـنـه کی یهودی دین ستر رول لوبولی دی. د سینګاپوراواسراییلوپه ژب سیاست(لنګویج پالیسي) به وروسته وږغیږم.
(الف)ــ ملي او رسمي ژبه
دملی اورسمی ژبی ترمنځ په توپیرکی پخپله دامریکی سترڅارنوال اودبندیانود عذابونویوغټ پلوي حقوق پوه البرتوګونزالیس ښکیل شوی و(۲۲ می ۲۰۰۶). اوس په امریکه کی ځینی خلک په دی پسی اړم شوی دی چی انګریزی ژبه د اساسی قانون دتعدیل له لاری رسمی ژبه کړی. دنوروهیوادونودخلکوپه شان، امریکایان ګډقومی نیکونه اوګډتاریخی احساس نلری. دګډ دین احساس هم پکی غښتلی نه دی. ښایی له دی امله دخپل پیژاندلپاره انګریزی ژبی ته مخ وراړوی. دامریکی سترڅارنوال ګوانزالیس تیروت اوپه خپله توضیح کی یی ملی ژبه د رسمی ژبی په ځای وکاروله. ګوانزالیس راپورترانوته وویل چی«ولسمشر(ډبلیو جورج بوش) هیڅکله ددی ملاتړنه دی کړی چی انګریزی دی ملی ژبه شی»: په همدغه ورځ(۲۲ می ۲۰۰۶) لږوروسته سپینی ماڼی خپل سپیناوی وکړ۰
هغه ولس چی خپل دولت یی نه وی جوړکړی، رسمی ژبه نه لری، خوپه مقابل کی یی ملی ژبه لری. که یوولس دخپلواکی په جګړه یوه ژبه کارولی وی، همغه ژبه یی چی بالعمل دملت کیدنی هویتی چینه ده، دخپلواکی په ګټلوسره اودخپل ملت په جوړولوسره درسمی ژبی وظیفه هم په غاړه اخلی. دبیلګی په ډول دوه هیوادونوته ګوته نیسم: دامریکی په اساسی قانون کی دملی یارسمی ژبی په اکله هیڅ نه شته. خودخپلواکی اعلامیه(جولای ۱۷۷۶) اودوه اساسی قوانین یی په انګریزي ژبه لیکل شوي وو( د کنفیډریشن مادې په نومبر ۱۷۷۷کې،او اساسي قانون چی ترنن پوری چلیږی په ۱۷۸۷ زییزکال کی). له دې امله انګریزی په امریکه کی طبعاً ملی اوبالعمل رسمی ژبه ده. بل مثال په افریقاکی د تازه جوړشوی دولت دی. په ایریتریا کی چی نهه قومونه پکی ژوندکوی دیونیسف (۱۹۹۴) دمعلوماتوله مخی د(تیګریګنا) قوم پکی ترټولوډیروګړی لری. خوهلته دیوه قوم ژبه هم رسمی ژبه نه ده ګڼل شوی، ددی لپاره چی دژبوکړکیچ رامنځته نشی. ددی په مقابل کی کیسواهیلی ددغه هیوادملی ژبه منل شوی ده، دلیل یی دادی چی کیسواهیلی دخپلواکی په جګړه کی دسیاسی سروالی پټی دراشی درشی ژبه وه.
رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت پری چلیږی اوپه حکومت کی چلیږی. رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت رسمی اعلان کړی وی، اویایی عملاًدخپلو وظیفواومسولیتونوپه ادا کولوکی کارولی وی(لکه په تړونونوکی، په قوانینوکی، په محکموکی، په ګډواعلامیوکی، اوپه سیاسی دریځونوکی). رسمی ژبه هغه ژبه ده چی ددولت دشتون په حالت کی رامنځته کیږی، یانی حکومت یی اعلاموی اویاپه یوډول ښیی چی دغه ژبه دهغه ملت ژبه ده چی ددولت دحاکمیت لاندی وی.
په تاریخ کی یوه استثناهم شته. په داسی حال کی چی یهودانوپه فلسطین کی دولت نه لاره، دیوی سیاسی ډلی په څیردهغوی ژبه عبری په فلسطین کی د انګریزی اوعربی ژبوبه شان دبرتانوی واکمنانوله خوارسمی اعلان شوه. په زییږکال (۱۹۲۲) کی فلسطین دملتونودټولنی دپریکړی له مخی دبرتانیی په حاکمیت (قیمومت) کی ورغی.
رسمی ژبه دحکومت په ورځنی فعالیت کی کارول کیږی اویواورګاړي ته ورته ده چی له یوبندرنه یوښارته مالونه رسوی؛ یولوښی (وسیله) دی چی دحکومت کارونه سرته رسوی(په پارلمان کی قوانین، په محکمه کی د قوانینو تفسیر او تطبیق، دفورمواو لایحوجوړول، داساسی قانون تعدیل ، داساسی قانون تفسیر، عسکری اوملکی اداره، عسکری اوملکی تعلیم اوتربیه، تړونونه
... اواعلامیی).
ددولت شتون دیوی ژبی درسمیت لپاره عموماً اساسی شرط دی. وړاندی له دولت نه رسمی ژبه نشته، خوملی ژبه شته. دیوه دولت په رسمی سندکی چی رسمی ژبه نه وی ښودل شوی، ملی ژبه یی رسمی ژبه ده لکه په اندونیزیاکی. په اندونیزیا کی له پنځه نیم سوه نه زیاتی ژبی اولهجی شته. بهاسااندونیزیا په اساسی قانون کی داندونیزیا«ملی ژبه» ده چی په تجارتی، تربیوی اوحکومتی چاروکی چلیږی.
ملی ژبه هغه یوه ده چی دیوملت ډیرکیان پری غږیږی اودملت لپاره داصالت او پیژاند(هویت) ارزښت لري. ملی ژبه له تاریخی احساس اوویاړه ډکه تیره زمانه منعکسوی. ملی ژبه دملی بیرغ اوملی ترانی په شان د سمبول مقام لری. ملی ژبه دهمغه ملت کلتوری ماهیت اواتبارښیی. ملی ژبه دخلکوپه منځ کی دملی تړون احساس اوژمنه منعکسوی. ملی ژبه په خلکوکی دواحدملت احساس غښتلی کوی. ملی ژبه خلکوته خوندورکوی اوزړونه کوشیروی، اوپه اوږده ډګرکی دملی ټولنی په را منځته کیدلوکی اسانتیاراولی. ملی ژبه د«ویلی کیدلوبټۍ » ده. امریکی ته دویلی کیدابټۍ وایی. زماپه اند، په ټولنیزلحاظ امریکی ته «دسلاتی کنډولی» ویلی شوځکه چی ټول ټال امریکه دبیلابیلونژادونودسلاتی کنډولی ته ورته ده. خوپخپله انګریزی ژبه پکی هغی بټۍ ته ورته ده چی بیلابیل نژادونه په ښوونځی اوپوهنځی کی په کلتوری لحاظ ویلی کوی اوراتلونکی تړون او بریالیتوب ته یی سیخوی. یوهیواد چی ملی ژبه ونلری، دملی دولت په کفایت کی به یی شک وی. یوهیوادچی ملی ژبه ونلری، ملت به یی دیتیم احساس کوی. پردۍ ژبه ملی ژبه کیدلی نشی، خورسمی ژبه کیدلی شی. ملی ژبه عمومی تړونکی او کوشیرونکی ژبه ده. ملی ژبه اصلاً دملی کلتوربرخه ده، نه ددفتری کلتور. ملی ژبه دولتونه زیږوی، اودولتونه رسمی ژبه غوره کوی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی په ولس ګرانه وی، یانی ملی اورسمی ژبه یی یوه وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی دملی ژبی په خدمت اوپالنه کی وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی په رسمی ژبه کی یی دبل دولت لاس نه وی. هغه دولت بدمرغه دی چی رسمی ژبه یی دملی ژبی سره په ټکرکی کوی.
په کامرون کی انګریزی اوفرانسوی دواړه رسمی ژبی دی، اوپاتی نوری دهیواد خپلی ژبی ملی ژبی دی. که دیوه هیوادپه اساسی قانون کی یوه ژبه ملی ګڼل شوی وی، مطلب ورنه رسمی ژبه هم ده. په سعودی عربستان کی په یوه مشخص سند کی لیکل شوی اساسی قانون نشته، خوعملاًعربی دهیوادملی ، رسمی اودینی ژبه ده. د ایران داسلامی جمهوریت په اساسی قانون(۱۹۸۹) کی راغلی دی: «زبان وخط رسمی ومشترک مردم ایران فارسی است. اسنادومکاتبات ومتون رسمی وکتب درسی بایدبه این زبان وخط باشد.» اټکل پنځوس سلنی(۵۰٪) ایرانیان په فارسی غږیږی. بله نیمایی یی په ترکی، عربی، کردی، اوبلوڅی ژبوغږیـږی. عربی سره له دی چی دسپیڅلی قران اومبارکوحد یثونوژبه ده، دایران په اسلامی جمهوریت کی رسمی ژبه نه ده.
اروپایی اتحاد درویشت(۲۳) رسمی ژبی لری. فنلنډ دوه(۲) ملی ژبی لری: سوامی (فیني ژبه)اوفینلندز سوینسکا یانی فنلنډی سویډنی. په فنلنډکی سویډنی ژبه چی شپږسلنی (۶٪) ویونکی لری، ددغه هیوادپه هرځای کی اتبارلری. په مقابل کی یی فنلنډی ژبه چی دوه نوی سلنی(۹۲٪) ویونکی لری، په ارته کچه کارول کیږی، خوهلته هرچیری قانونی اتبارنلری. په فلنډکی ځینی پوهنتونونه یواځی په فنلنډی ژبه چلیږی. ټول زده کوونکی باید سویډنی زده کړی. څوک چی دسویډنی ژبی بری لیک ونلری، دولتی ماموریت به یی په برخه نشی. ورته شرایط په اقلیتی سویډنیانوباندی چی فنلنډی ژبه زده کړی، په لږه اندازه ایښودل شوی دی.
په مالټاکی مالټایی ژبه چی اکثریت پری پوهیږی، ملی ژبه ګڼل شوی ده، اودانګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم ده. په فلپـین کی فلپـینوملی ژبه ده، اود انګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم ده. په پاکستان کی اردو ژبه چی اته سلنی(۸٪) وګړی پری غږیږی، ملی ژبه ده او لارې چارې باید مینده شي چې اردو رسمي ژبه شي. انګریزی چی په پاکستان کی دسروالې پټې(نخبی) ژبه ده، هلته رسمی ژبه هم ده (د اپریل ۱۹۷۳ اساسي قانون، ۲۵۱ ماده: ا تر ۲ بندونه).په پاکستان او پښتونخوا کی د ژبو د بحث لپاره د دې کتاب اتم فصل ولولئ .دهندپه اساسی قانون یابل کوم قانون کی کومی ملی ژبی ته ګوته نه ده نیول شوی، خوهندي په اساسی قانون کی د هیواد رسمی ژبه ګڼل شوی ده. ایالتونه کولای شی چی یویاڅوژبی دخپلوایالتی حکومتی چارولپاره رسمی معرفی کړی، لکه پنجابی، بنګالی، اردو .... سانسکریت. که د مرکزی حکومت کوم لیک دهندایالاتویاسیموته په انګریزی ژبه استول کیږی، باید هندی ژباړه یی ورسره مل شوی وی. دلته وینوچی انګریزی ژبه هم دهندرسمی ژبه ده. دژبنی سیاست له نظره، فلپین اوهندیو بل ته ورته دی. په فلپین کی هم سیمه ییزوژبوته اجازه ورکول شوی ده چی په خپلواړوندوسیمو کی درسمی ژبوبه څیروکارول شی.دتاجکستان رسمی ژبه تاجکی ده. دازبکستان رسمی ژبه ازبکی ده، اودحکومت ماموران بایدپه دغه ژبه وپوهیږی. دترکمنستان رسمی ژبه ترکمنی ده. دزیمبابوی رسمی ژبه انګریزی ده. دمالیزیارسمی ژبه بهاسامیلایو ده چی اکثریت پری غږیږی. په کمبودیاکی خمیرقوم ستر اکثریت (۹۲٪) لری اوژبه یی چی خمیرنومیږی، رسمی ژبه ده. دولسی چین په شان، ماندارین چاینی ژبه د تایوان رسمی ژبه ده.
(ب)ــ ولې ژبني ټکرونه؟
اوولس(۱۷) کلونه وړاندی دزییږکال(۱۹۹۱) پوری په سهیلی ترکیه کی په کُردي ژبه سندری ویل منع شوی وو. شپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲) کی هغه پوهیدونکی(محصلین) دپولیس له خواونیول شول چی په پوهنتون کی یی په کردي ژبه دتدریس غوښتنلیکونه دپوهنتون مسولینوته وړاندی کول.
په ولسی چین کی د«تام اوجیری» په نوم تلویژیونی کارتون ډیرمینه وال لرل.
دغه تلویژنی کارتون په جنګي پیشو او موږک راڅرخیده. د ۲۰۰۴ زییز پوری به(تام اوجیری) دولسی چین په سیمه ییزو ژبو(لهجو) غږیدل. خوورپسی مرکزی حکومت په سیمه ییزوژبو(لهجو) کی ذکر شوی کارتونی پروګرام منع کړ. یانی نوریی نه غوښتل چی تلویژنی پروګرامونه دې په لهجوکی خپاره شی. د دې پرځای تلویژنی پروګرامونه دولسی چین په رسمی ژبه یانی ماندارین کی پیل شول. له دی لاری ولسی چین غوښتل چی ماندارین(پوتونګهوا) ژبه دملی پیژاند د سمبول په څیرپیاوړې کړي اودیوبل سره سیمه ییزی ژبنئ سیالۍ دملی پیژاند د کلک سمبول په قالب کی ویلې کړي. په ولسی چین کی لهجی له یوبل سره غټ توپیرونه لری. پوتونګهواپه ماندارین لهجه ولاړه ده، او ماندارین دولسی چین په مــرکزبیـجن (پخواني پــیکینګ) کی چلــیږی. یانــی دپایـتـخت لهـجه مــانداریـن رسمــی اتــبــا رلــری.
شپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲) کی دسینګاپورحکومت په یوه کمیډي فلمي لړۍ باندی د «اِن سي ـ۱۷» برغولی کیښود، یانی څوک چی اوولس(۱۷) کلن شوی نه وی، د دغی لړۍ فلمونه نشی لیدلی. په دغه کمیدی فلمی لړۍ کی کوم بدڅه نه ووچی ځوانان په اخلاقی لحاظ بی لاری کړای شی. دسینګاپوردحکومت دلیل داوچی په دغه فلمی لړی کی«بدګرامر» کارول شوی و. پورتنی دری بیلګی موږددی پوښتنو سره مخامخ کوی:
الف --ولی دترکیی حکومت ته ارزښت لری چی کومه ژبه دی په پوهنتون کی وکارول شی؟
ب --ولی دسینګارپورحکومت د «بدګرامر» مخه نیسي؟
پ --ولی د ولسي چین حکومت ددی سره علاقه لری چی کارتونی پیشواوموږک (تام او جیری) دې څنګه وغږیږی؟
ددغــودرې واړوپوښــتنو جــواب په یوه ټکـی کـی پروت دی: پیژاند (هویــت)!: «ژبه پیل دی».
(پ)ــ د ژبې معیاري کول:ژب سیاست
دژبومعیاری کولوته ژب سیاست (لنګویج پالیسي) هم ویلی شو. هغه څه چی پاس می ورته په ترکیه، سینګاپور او ولــسی چین کی ګوته ونیوله، دژب ســیاســت درې بیــلګی ښیــی.
دژبی معیاری کول یوسیاسی حکومتی ځواب دی چی دژبی یوی خورامهمی ځانګړتیاته ورکول کیږی: ژبه ولاړه نه ده، بلکی«بدلیږی اواوړی» : دمثال په ډول په ولسی چین کی له ډیرولهجونه دهیواد دپایتخت(بیجینګ) لهجه ماندراین درسمی ژبی به څیرغوره شوه. ځینوهیوادونود ژبی دمعیاری کولولپاره علمی موسسی رامنځته کړی دی چی د ژبوپرمختګ اوبدلون وڅیـړی، لکه دفرانسوی ژبی اکاډمی، دهسپانوی ژبی اکاډمی، په جرمنی ژبوهیوادونوکی دلیکدودجرګه په اسراییلوکی دعبری ژبی اکاډمی اودعربی ژبی اکاډمی(دعربی ژبی اکاډمی نږدی څلورمیاشتی وړاندی د۲۰۰۷ زییږکال په ډسمبرکی پرانیستل شوه)، په شاهی دوره کی پښتوټولنه په کابل کی، پښتواکاډمی په پیښورکی، ملـــی کیسواهیلی جرګه په تانزانیاکی، دکیسواهیلی انسټیټوټ په تانزانیاکی... اوکویچوااکاډمی په پیرو کی.
په دی ډول حکومتونه دژبی دمعیاری کولوپریکړی کوی اودژبی سیاست ټاکی او چلوی. هو، وګړی اوشخصی سکټورهم دیوی ژبی په معیاری کولوکی رول لوبوی. ورځپاڼی، مجلی، خبری اژانسونه، اوبریښنیاییزی خپرونی عموما د مطالبود خپرولولپاره مقررات لری . انګریزی خپروونکی ویلیم کاکسټن دپنځلسمی زیـیـزی پیـړۍ په دوهمه نیمایی کی یوه چاپخونه لرله اودخپل چلوونکی کنټرول له لاری یی دهغه مهال په خپرونوکی خپل اغیزخوندی کړاوپه دی ډول دراتلونکی انګریزی په معیاری کولوکی دمټ خاوندشو. دوه(۲) نورو وګړو ډیرمهم انګریزی سیندونه(قاموسونه= ډیکشنرۍ) راوویستل: ډاکټرسامویل جانسن (۱۷۰۹تر۱۷۸۴) په انګلستان کی، اونواه ویبستر (۱۷۵۸تر۱۸۴۲) په امریکه کی. ویبسترپه امریکایی انګریزی کی داسی املا وکاروله چی په انګلستان کی د مروجی املاسره یی یوڅه توپیرلاره، لکه د (معیاری کول) او(سلوک، چلن) ټکي په امریکایی انګریزی کی. دغه شان ایلیزر بن یهودا (۱۸۵۸تر۱۹۲۲زییز) هغه زړه عبري ژبه راژوندی اونوې (مودرن) کړه چی دوه زره کلنې دوړې پرې پریوتلې وې اوچاپه ورځنی عادی ژوند کی نه کاروله (په دی اکله به وروسته وغږیږم).
وروسته له روغ پام نه سړی وینی چی معیاری کول د ژبنیو نوسانونواو اوښتنود چڼولو اویوشکل کولوعملیی ته ویل کیږی . هغه مهال سړی وینی چی معیاری کول یوډول رسمی(تشریفاتی) ژبه رامنځته کوی. ډیر ځلی خلک فکرکوی چی معیاری(رسمی، تشریفاتی) ژبه دعلمی موسسو، دلیکدود دکتابونو، سیندونو(قاموسونو) اوغټوخپرونوژبه ده. په معیاری ژبه کی نه یواځی دیوه ټکی املایی څیره اهمیت لری، بلکه ګرامری مقررات اود ستورونه هم مهم دی. دمثال په ډول، په یوه جمله کی دوه(۲) منفی کارول بی خونده ویناده: هغه نه غوښتل چی ښوونځی ته لاړنشی. په روغه پښتو(هغه غوښتل چی ښوونځی ته لاړشی).
دژبی دمعیاری کیدلوموخه داده چی ژبه عمومی شی، یانی هرڅوک پری په اسانی سره پوه شی. دلته بایدزیاته کړم چی مسلکی تخصصی ژبی حتماً عمومی ژبی نه دی. معیاری ژبه عموماًپه اداری، کلتوری اواقتصادی مرکزونوکی را پورته کیږی. پښتانه چی کلتوری ملت دی، خوملی دولت نلری، بایددخپلی ژبی دپالنی او معیاری کولولپاره یوه بریـښناییزه جرګه ولری، دبیلګی په ډول (پښتوعمل جرګه)! ددغی جرګی یوه موخه باید داوی چی دپښـتولغآتونو بریښناییز بانک جوړکړی.
مخکی د زییږکال ۱۹۹۶له انقلاب نه، انګریزی دسومالیی په حکومتی اوتعلیمی اداروکی برلاسی وه اوله دی امله دبرلاسی اوچتی پټی ژبه وه چی له نږدی لسوسلنو(۱۰٪) نه جوړه شوی وه. شـپـږدیرش (۳۶) کلونه وړاندی په زییږ کال(۱۹۷۲) کی سومالی په لاتیـن توروکی ددغه هیواد رسمی ژبه شوه. یوڅوکلونه وروسته د(۱۹۷۰) کلونوپه وروستیوکی په سومالی کی کافی موادبرابرشول چی سومالي له پوهنتون نه په ټیټوتعلیمی موسسوکی دزده کړی اوښوونی ژبی ته جګه کړی. عربی په لومړنیواومنځنیوزده کړوکی کارول کیدله. د سومالي ژبې په معیاری کولوکی ګړندی ګامونه پورته شول: ددغی ژبی لیکدود، ویی پانګی (دلغتونوذخیری)، تلفظي نظام، اولاتینی پټۍ (الفبا) ته کلک پام وشو، اوپه(۱۹۷۶) کی لومړی ځل غټ سیندونه(قاموسونه) راووتل. د دی لپاره چی د خپلی رسمی ژبی اړتیاوی پوره کړی، د سومالیې چارپوهانوپه غټه کچه له نوې ویی پانګې(نیولوجیزم) نه کارواخیست. په ســــــــــومالیـا کی په ۱۹۹۰کلــــــــونــوکی کورنی جــــــګړی زورومینداو مــــرکزی حــکومت ړنګ شـــــــو، خـــــوبــیا هـــــم سومــالي ژبــه د بیـــلابیـــــــــلوســـیمه یـیزو وکمــــنیو رســـمی ژبه یاملـــی ژبه پاتی شوه.
ژ ب ســیا ســت (ت)ــ
ډیرهیوادونه له ژب سیاست نه کاراخلی چی له یولړژبونه عموماًدیوی ځانګړی ژبی په پلویتوب اوملاتړراڅرخی یا د هغی په کمزورولو اومنع کولوکی لګیاوی. د تاریخ په اوږدوکی دولتونو عموماًدیوی ژبی درسمی کولولارغوره کړی وه. خو اوس ځينی دولتونه هڅه کوی چی سیمه ییزی ژبی له مړینی نه وساتی. ژب سیاست هغه څه ته وایی چی حکومت یی دژبی په اکله کوی: دقانون له لاری، د محکمی دپریکړوله لاری، اودحکومتی مقرراتو له لاری، حکومتونه غواړی چی د ژبی استعمال وټاکی، دملی اړتیاودپوره کولولپاره دژبی په زده کولوکی اسانتیاراولی، یاداقلیتی ژبوپه ساتنه کی اغیزمن شی.
اوس د ژبنی اوکلتوری تنوع ساتنه پوهانو، لیکوالانو، واګیالانو(سیاستمدارانو)، او داقلیتی ټولنومشرانوته اهمیت لری. اټکل داسې دی چی په یوویشتمه(۲۱) پـیړۍ کی به دشپږزره ژبونیمایی برخه دمړینی دخطرسره مخامخ شی. دیوی ژبی په خوبیالي کیدا اومړینه کی ډیرلاملونه کواند رول لوبوی. دمحلی ژبی د ویونکود شمــیر کچه، ددولت په رسمی راشه درشه کی دهغی استعمال، دهغی دویونکو جغرافیایی تیتوالی، اودهغی دویونکوټولنیز- اقتصادي وزن. ملي ژب سیاست یا دغه شرایط مهارولی شی، یادهغوی اغیزمنتوب پـړسولی شی اودیوی ژبی د مړینی عملیه ګړندی کولای شی. دژب سیاست طریقی په لاندنیوغټو رده بندیو (کټیګوری) راڅرخی:
۱ – د ادغام پالیسی په هغو حکومتی اقدامونوولاړه وی چی دیوی ژبی یاژبود ادغام اوورکیدلوعملیه ګړندی کړی اوپه دی ډول یوه مسلطه ژبه رامنځته کړی. د ادغام سیاست په پاکستان، اندونیزیا، سوریه، عراق، ایران ....اواوسنی نیول شوي افغانستان کی لیدل کیږی. دامریکی د ښکیلاک لاندی افغانستان کی«کابل دمشهدپه شان» دی.
۲ – د نه مداخلې سیاست ژبی خپل منځه«حسن تفاهم» ته پریږدی. خوپه واقعیت کی دغه ډول حسن تفاهم یوې برلاسې(مسلطی) ژبی ته لاراواروی چی نوری ژبی سوکه سوکه وخوری اوپه مسلطه ژبه کی یې جذب کړی. بیلګی یی په انګولا، جرمنی، برتانیه، سعودی عربستان، سینیګال، بنګلادیش... اوجاپان کی لیدل کیږی
۳ – د متمایز کولو او توپیر منلو سیاست دیوې ژبی په ځانګړي قانونی مقام را تاویږی. دلته اکثریت ټول ژبنی حقوق لری. اودلږه کیانو(اقلیتونو) په ژبوهم لږو ډیردحفاظت اوحمایت وزرونه غوړیدلی وی. بیلګی یی د امریکې په کلیفورنیاایالت، ولسی چین، اروپایی جرګه، ګواتیمالا،.... اودکاناډاپه اونتاریو اوکوبیک ایالتونوکی لیدل کیږی.
۴ – د رسمي ژبې د تشویقولو او ارزښتمند کولو سیاست په دی فکرولاړدی چی دیوې ژبې سره دې مینه اونازولتیاوښودل شی. داډول سیاست په یوژبتیا را څرخی. کله د یوهیوادملي ژبې ته د رسمی مقام پټکی ورپرسرکیږي، اوکله په استعماری ژبه دغه ډول پیرزوینه کیږی. دلته کله ناکله داقلیتی ژبوحفاظت ته هم پاملرنه کیږی. کله ناکله داسی پیښیږی چی رسمی ژبه دملت د اکثریت لومړئ ژبه وی. بیلګی یی دادی: فرانسه، الجزایر، برازیل، مراکش، شمالی کوریا، اسراییل، ایټالیه، ایران؟، مصر، کمبودیا، ټونس، لبنان، هند...اوویټنام. په افریقاکی انګریزی په شپاړس(۱۶) هیوادونوکی، فرانسوی په اووه لس(۱۷) هیوادونوکی، پرتګالی په پنځه هیوادونوکی، اوهسپانوی په یوه هیواد کی رسمی مقامونه لری. عربی او فرانسوی په غبرګ ډول دټونس، مراکش اوموریتانیا رسمی ژبی دی. وګورئ برېښناییزه چینه:
دیوی ژبی په تعمیم(عمومی کیدلو) کی یوڅوعملیاتی ساحې غټ رول لوبوی: رسمی ژبه، ملی ژبه، دتدریس ژبه، تعلیمی ژبه، مطبوعاتی ژبه، تجارتی ژبه... اودینی ژبه. دیهودانود ژبې(عبري) په ساتلوکی یهودی دین ستررول لوبولی دی. د سانسکریټ په ساتلوکی هندویت ستررول لوبولی دی، اودعربی په ساتلوکی اسلام ستررول لوبولی دی. دژب سیاست لپاره دوه هیوادونه بیلګه کوم: سینګاپوراو اسراییل.
لومړی مثال - سینګاپور
په سینګاپورکی ژب سیاست په ښایسته ښه کچه په اغیزمن ډول اداره کیږی. په جنوب ختیزه اسیاکی سینګاپوریوکوچنی ښاری دولت دی چی څلور(۴) رسمی ژبی لری: انګریزی، مَلې ، ماندارین، اوتمیل. مَلې په عین حال کی ملی ژبه هم ده. هره ژبه په بیلی بیلی ژبنئ کورنۍ پوری تړلی ده. په سینګاپورکی ژب سیاست کوم هدفونه لری؟ هلته ژب سیاست په دی موخوراڅرخی:
۱ – په یوکوچنی دولت کی چی نه طبیعی منابع لری اونه له ساحل نه شاته زمکه لری، ژب سیاست بایدګړندئ اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړی.
۲ – ژب سیاست بایدپه یوه غیرمتجانسه ټولنه کی دپوهاوی را