له نسل وژنې وتښتیدلم خو اوس د استرالیا له مهاجرت تګلارو نشم تښتیدلې
د جنید په نوم یو روهنګیايي پناه غوښتونکي د استرالیا له SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، کله چې زه میانمار کې وم، حکومت ماته یو سپین کارت راکړې وه. له دغه کارته په استفادې ما کولی شول یوازې د خپل ښار دننه سفر وکړم خو نورو ښارونو ته د تګ اجازه مې نه درلوده.
ما په خپل هیواد میانمار کې چې زه پکې زیږیدلې یم، د اوسیدنې موقتي جواز درلوده. زه او زما په څیر نورو روهنګیايي وګړو یوازې یو پوهنتون کې د ګډون اجازه درلوده چې د (سیتوي) په ښار کې یې موقیعت درلوده او یوازې د مسلمانانو لپاره جوړ شوې وه.
خو دا نیمګړې ازادي هم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پای ته ورسیده او روهنګیايي اقلیت قوم په میانمار کې د پوځیانو او بودایانو د ترټولو لويې نسل وژنې قرباني شو.
له ډیرو ستونزو سره ما وکړای شو له دې نسل وژنې وتښتم او په یوه کښتۍ کې له ګڼو نورو روهنیګیايانو سره اندونیزیا ته ځان ورسوم. هغه وخت کې زه ۱۸ کلن وه، سمدلاسه مې ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره ځان ثبت کړ او استرالیا کې مې د پناه غوښتنه وکړه.
استرالیا چې ځان د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانیسون غړی بولي او د کډوالو د ساتنې ژمنې کوی، نو له دې امله ما دا فکر کوو چې زه کولی شم استرالیا ته لاړ شم او پرته له ویزې هلته پناه واخلم. خو زه غلط وم ځکه د استرالیا حکومت د مهاجرت د ظالمانه تګلارو له امله دا دی شپږ کلونو وروسته هم تراوسه زما او زما په شان د سلګونو نورو روهنګیايی وګړو د قضیو هیڅ پوښتنه نه ده شوې.