د هیواد سیاسي حالت کړکېچني خوا ته روان دې او هیواد د ژوند او مرګ په پوله ولاړ دې. ټاکنیز ټیمونه په دې مرحله کې زښته زیات او سره ویشل شوې، خو دا خبره له امکانه لري نه ده چې ځینې ټیمونه به له غټو ټیمونو سره یو شي . لکه څنګه چې مو پورته اشاره وکړه د ا ځل ټاکنې د هیواد د ژوند او مرګ په معنا دې ځکه نو موږ د هیواد د اوسېدونکو په توګه ايماني او انسانې وظیفه لرو چه خپل انتخاب په ډېر غور سره وکړو.
بهرنې استخباراتي اداري په دي هڅه کي دې چه په ټاکنو کې داسې کسان بریالي کړي چه د دوې روا او ناروا ګټي وساتې. موږ په دي ښه پوهېږو چه زموږ ګاونډي هیوادونه تر روا ګټو زیات د ناروا ګټو د ساتلو په لټه کي دې. د هیواد د اقتصاد قوې کېدل د ګاونډیو هیوادونو اقتصاد ته خطرناک بلل کېږې، د اوبو مهارول په ګاونډیو هیوادونو کي د وچکالۍ معنا ورکوې ( موږ مجبور شوو د ګاونډیو هیوادونو د مزاحمت او لاري نه را کولو له کبله هوایي دهلیزونه جوړ کړو چه دا کار ډېر ګران هم راځې). که څه هم ولسمشر په کراتو مراتو دي هیوادونو ته وړاندیز کړې دي چه را شئ په اقتصادي چارو کي معقوله سیالې وکړئ، را شئ ازاد تجارت وکړو، راځئ چه لاري پرانیزو خو چا یی خبرو ته غوږ ونه نیوې. یو مثال یي د وآګي بندر ته د ځمکې لار ده چه پاکستان د افغان تجارتي توکو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوې خو خپل ځانته حق ورکوې چه د افغانستان له لارې منځني آسیا ته تجارت وکړې، دلیل يې همدا دې چه وایې چه موږ زورور یو او ځانته دا د ناروا او نا قانونه کارونو د کولو حق ورکوو. دا چه دوې ولې زورور دې، خبره ښکاره ده، ځکه چې موږ کمزورې یو دا موږ بیا ولې کمزوري یو ځکه چه اتفاق نه لرو ، سره وېشلې یو او د عقل د کموالي له ستونزې سره مخ یو. موږ ته ورور وژنه جنت ته د ننوتلو اصلې کیلي ښکارې. دا خیالي کېلې زموږ په ذهن کي په کور د ننه دښمن او د کور د باندې دښمن په ایران او پاکستان کي ناست د جهاد ټېکه دارانو جوړه کړي ده. زموږ د جومات ملا په دي عقیده دي چه جهاد تر قیامته نه خلاصېږې، ځکه خو ښاغلي حکمتیار نغمه سنګر ته استوې او دا انسان وژنه به د ده تر مرګه دوام کوې. دا ډول فکر چې د خداى په نامه د خدای د مخلوق سر پرېکوې- تر څو د خدای بادشاهي وساتي – دا څرګندوې چه د دي خلکو دماغ سمه وده نه کړي او دا خلک خپل جنون ته د عقیدې نوم ورکوي. زه په دې ایمان لرم چه خداي زښته لوي دي او هغه د بادشاهي ساتل زموږ عاجزو بندګانو تر وس لوړه خبره ده. تیره ورځ د شهید د جعلي جوړې شوي ورځي په نامه په کابل ښار کي چې کوم انډو خر روان وو فکر نه کوم چه د اسلام د مخه دوره کي ابو لهب او ابو جهل داسې کارونه کړي وي. د ښوونځى د زده کوونکي په مخونو تیزاب شیندل، د ځانمرګو حملو توجیه کول، او د کابل د قصاب په لقب فخر کول هغه خبري دي چه زموږ د ګاونډیو له ماغزو خو زموږ د کورنیو دښمنانو له خولو را وځې. او زموږ ګاونډی هیوادونه همدا کسان د ارګ په چوکي کېنول غواړي. دي کسانو له قاتلانو او وژونکو څخه اتلان جوړ کړي دي په کابل او ولایتونو کي يي سړکونه او پوهنتونه په نامه شوي دي او اوس غواړي څو لسیزې نور هم د دي خلکو په سر کې مېخونه ټک وهي، چور او تالان ته دوام ورکړي، د ګاونډیو هیوادونو پروژې عملي او ملت د غم په ټغر کښینوې.
د ملت د ازلي دښمنانو سره درېدل او د هغوي په لاره تلل د خدای سره د ښکاره دښمنۍ په معنا ده. ځکه هغوي چه د خدای په ځمکه کي فساد خپروي، بې ګناه انسانان قتلوې، لاري او سرکونه ورانوي په قران کي ورته ډېره سخته جزا ټاکل شوې ده. دي کسانو نه یوازې له سړیتوب سره جفا کړي ده بلکې د خداي د قانون او دین د بدنامۍ له پاره يي هم مټي را نغښتي دي. ښه مثال یی د خدای د دین د ساتلو په نامه د خدای د مخلوق وژل دې.
په هوايي بمباری کې په لوي لاس د بې ګناه خلکو وژل هم د دي پروګرام یوه برخه ده. ولسمشر په کراتو مراتو له هوايي ځواکونو وغوښتل چه د ملکي تلفاتو د مخنیوې له پاره جدي اقدامات وکړې خو چا يي په خبره غوږ ونه ګراوه. داسې ښکارې چه په وسله وال فوج کي نه یوازې د طالبانو نفوذي کسان ننوتلي دي بلکې د پخوانو مجاهدینو او مافیا يي ډلو ټــپلو خلک هم موجود دي، چې په یو نه یو ډول غواړې دولت بدنام د خلکو او ولس تر منځ واټن را منځ ته کړې. تر ټولو لا بده خبره خو دا ده چې ځینې کسان غواړي خپل تربور، کلیوال او یا بل څوک چه ورسره ستونزه لرې، دولتي اورګانونو ته غلط راپورونه ورکوي او دا کسان ور باندې له منځه وړي. او د ملکي تلفاتو یوه لویه برخه له همدې کبله را منځ ته کېږې. په وسله وال فوج کي دا کسان د ګاونډیو هیوادنو او په کور د ننه لوټ مارانو پاخه جاسوسان دې.
دا کسان د دین په نامه دا بې سواده ولس غولوې او د خیالي جنت دروازې ورته پرانیزي، او د همدې ولس قتل عام ته لاره هواروي. دې کسانو نه یوازې په ټوله نړۍ کي اسلام بدنام کړ بلکې په کور دننه هم قومی تعصباتو ته لمن وهې. تاریخي مسلې را پورته کوې او ولس نور هم سره وېشې. زموږ ځینې خلک اوس هم دومره ساده دي چه خپل دوست او دښمن نه پېژنې، ځکه نو ځنې يي تر اوسه د دي داړه مارانو په خبرو تیر وزې. خلکو ته فکر کول په کار دي، څوک ستاسې سوداګریزو توکو ته بازار پیدا کوې، څوک تاسې ستاسې د ازلي دښمنانو له محتاجئ خلاصوي، څوک ستاسې د خدمت کولو وړتیا لرې او څوک ستاسې په غم شریک دي. که انسان خپل عقل وکاروي دا کسان له ورایه ښکاري، او ټاکل يي بیا په تاسې پورې اړه لرې.
د ملت شعـور د راويښېدو په حال کې ښکارې، ځکه څلور کاله مخکې يي د پوهنتون یو پروفیسر خپل مشر انتخاب کړ ، تر ارګه يي و رساوه او غلو او لوټ مارانو ته يي اجازه ورنه کړه چه بیا د دوې په سر معامله وکړې. د ولس یوه لویه برخه له قومي او ژبنيو تعصباتو خلاصه ښکاري د قوم او ژبې له پاره رایه نه ورکوي بلکې د ټاکنیزو ټیمونو پروګرامونو ته ګورې او بیا رایه ورکوې.
خو په خواښنئ سره زموږ ځینې وطنوال تر اوسه په پخوانو کمونیستانو، مجاهدینو او نورو ډلو پسې چې د خلکو په وینو يي لاسونه سره دې منډې وهې. دې خلکو تر اوسه له ګوندې، سمتي او ژبنی تعصباتو څخه ځانونه نه دي خلاص کړي او تر اوسه يي د غلامي ځنځیر په غاړه دي. دا خلک د خپلو بادارانو په خوله د موقت حکومت د جوړولو نغاره ډنګه وې او د هیواد تر ګټو ورته د ګاونډیو ګټې سل چنده مهمې دې.
دا خلک په دوو برخو ویشل شو ې دې:
اول هغه خلک چه له همدې ډلو سره په غلا او چور کې شریک دې او یا هم ور څخه په غیر مستقیمه توګه ګټې اخلې. د مثال په توګه دولتي دندې لر ې او یا هم د ګوند له لوري کومه ګټه او نفوذ لرې. د دې خلکو ټوله هڅه دا ده چه قومي تعصباتو ته لمن ووهي او د خلکو تر منځ نفاق واچوي. دا خلک د هویت له ستونزو (Identity Crisis) سره مخ دې او ځان ورته دوهم لاس انسانان ښکارې، ځکه نو تل په منفي کارونو او فکرونو سر وي.
دوهمه ډله هغه خلک دي چه د جهالت له لاسه يي د دي خلکو د غـلامئ ځنځیر په غاړه کړې او د لوټ مارانو او مذهبې ټېکه دارانو په جال کې نښتې دي. تاسې په ښار کي پوډر یان وینې چې د هیرویینو په اضرارو ښه خبر دي، او اقرار کوې چې هیرویین بد شي دي خو بیا هم ځان ورڅخه نه شي خلاصولای. د دي خلکو منفي کړونو ټول ولس له ستونزو سره مخ کړي دي او دا هره ډله په مختلفو قومونو کې فعالیت کوي تر څو خپلو شومو موخو ته ورسېږې.
دي دواړو ډلو لاسونه سره یو کړې دې او غواړې چه د خپلو شخصي مقاصدو له پاره ټول ولس په مصیبتونو کي ډوب کړې. د دي له پاره چه د دي غلامو ډلو ( د هر قوم چې وې) په مخ کلکه څپېړه ورکړو په ټاکنو کي ازمویل شوي څېرې، هغه څېرې چه خپل قومونه يي د سپیو غوندې په جنګ اچولې او ځان يي هدف ته ور باندې رسولئ دي، ناکامه کړئ. هغه چاته رایه ورکړي چه ستاسې د ژوند د هو سایني او خوښي له پاره کار کوي نه هغه څوک چه خپل زامن پاریس، تهران، مسکو ... ته استوې او ستاسې بچیان جنت ته.

محمد اکبر پیمان
د سپټمبر ۲۱ کال ۲۰۱۹